د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۴۱

د پاکستان حکومت پنځه کلنه دوره پوره کړه


د پاکستان حکومت د پنځه کلنې دورې په پوره کولو سره د دې هیواد په تاریخ کې یو مهم پړاو ترسره کړ.

ددې هیواد صدراعظم په دې مناسبت خپله وینا کې دا بریا وستایله او دایې د ډیموکراسې بریالیتوب وباله.

د پاکستان خلکو ته په وینا کې راجه پرویز اشرف وویل؛ په پاکستان کې د ډیموکراټو او غیرې ډیموکراټو قوتونو تر منځ شخړه اوږد تاریخ لري. خو د نوموړې په وینا ډیموکرات قوت بالاخره بریا تر لاسه کړه.

بیګا نیمه شپه د قانونې مودې له پوره کولو وروسته ددې هیواد پارلمان منحل شو او سرپرست یا نګران حکومت به ددې هیواد چارې د عمومي انتخاباتو تر ترسره کیدو پورې پر مخ بیايي چې ټاکل شوې په راتلونکو نوي ورځو کې وشي.

حکومت چې د کار دوره یې پای ته رسیدلې ده، په تیرو پنځو کلونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو. له دې جملې څخه په پاکستان کې د اسلامپالو وسلوالو فعالیتونه، فرقه يي شخړې، خراب اقتصاد او او برېښنا کموالي لویې ستونزې وې.

د پاکستان د سیاستوالو ترمنځ ژور اختلافات ددې سبب شول چې د شنبې په ورځ ددې هیواد پارلمان په خپله وروستۍ غونډه کې د سرپرست حکومت جوړولو سلا نه شي.

د پاکستان صدراعظم راجه پرویز اشرف ویلي چې د سرپرست صدراعظم او اعلی وزیرانو د ټاکنې په اړه به له ټولو ګوندونو سره سلا مشورې دوام وکړي.

د پاکستان د انتخاباتو مرکزي کمیسون د مۍ د اتمې او لسمې نیټې ترمنځ د انتخاباتو د ترسره کیدو سپارښتنه کړې ده.

راجه پرویز اشرف د خپلې خدای پاامانۍ په وینا کې له ټولو سیاسي ګوندونو، ملي ادارو، مدني ټولنې او ډله ایزو رسنیو وغوښتل چې د انتخاباتو پروسه په ازاده، سوله ایزه، او ارامه فضا کې بشپړه کړي.

د پاکستان دا حکومت چې دوره یې بشپړه شوې د کورنیو مشکلاتو ترڅنګ د خپل واک په دوره کې د امریکا د متحدو ایالتونو سره هم په جدي ستونزو کې ښکیل شو، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې په ۲۰۱۱ م کال کې په ایبټ اباد کې اسامه بن لادن د ځانګړي امریکايي ځواکونو په یو برید کې ووژل شو.

د اداري فساد موجودیت د پیپلز ګوند په مشرۍ پر دې حکومت یو بل مهم انتقاد وو.

د خداي په امانۍ په تلویزوني وینا کې راجه پرویز اشرف وویل، دا سمه ده چې موږ د پاکستان د خلکو ټولې تمې پوره نه کړی شوې، خو موږ هڅه وکړه چې موږ ته له پخواني حکومت څخه په میراث پاتې شوې ستونزې کنترول کړو او ډیموکراسې پیاوړې کړو.

وروسته له هغې چې پاکستان په ۱۹۴۷ م کال کې خپلواکي ترلاسه کړې، ددې دورې تقریبا نیمايي موده کې پوځ پر پاکستان حکومت چلولې دی.
XS
SM
MD
LG