د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

"هغو سیلاوونو ته چمتوالی لرو چې د راوتو اټکل یې کیږي"


د افغانستان له طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وایي، چې که څه هم د سیلاب د مخنیوي کار سخت دی؛ خو دوی کوښښ کوی چې، د افغانستان په ځینو سیمو کې په احتمالي سیلابونو کې د انساني تلفاتو مخه ونیسي.

د دې ادارې رییس دایم کاکړ په کابل کې د شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل؛ هغو ولایتونو او سیمو ته یوه اندازه خوراکي او غیر خوراکي مرستې رسیدلي چې؛ هر کال د سیلابونو احتمال په کې شته:

"موږ اوس هغو سیلاوونو ته چمتوالی لرو چې؛ د راوتو اټکل یې کیږي.

په ځینو ولایتونو او زونونو کې د ملګرو ملتونو مرسته شوي خوراکي او غیر خوراکي مواد موجود دي.

په شپږو زونونو او یو شمیر ولایتونو کې د ډبلیو،ایف، پي او آی، او، ایم خوراکي او غیر خوراکي مواد هم موجود دي. له دې علاوه یوه اندازه نقدې پیسې هم شته چې د اړتیا په وخت کې به ګټه ورڅخه واخیستل شي."


د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې هر کال د هوا په تودېدو سره او د بارانونو له وجې سیلابونه راځي او خلکو ته د سر او مال زیانونه رسوي.

د ښاغلی کاکړ په وینا، بغلان، کندوز بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، لغمان، ننګراهار او خوست، له هغوو ولایاتو نه شمیرل کیږي چې؛ یو شمېر سیمې یې د سیلابونو له ګواښ سره مخ کیږي.

ده همدا راز زیاته کړه، چې افغان حکومت په پام کې لري چې؛ د سیلابونو د مخنیوي په هدف د امو سیند، هریرود او د کونړ د سیند ځینو برخو ته استنادی دیوالونه جوړ کړي.

ښاغلي کاکړ همدارز وویل چې، سږ کال ژمی په افغانستان کې د واورې ښوویېدنې او یخنۍ له امله انساني تلفات کم و:

"د واورې ورښت د تیر کال په پرتله ډیر کم وو او له همدې امله د زیانونو کچه هم ټیټه ده.

سږکال د واورې ښویدنې په پیښو کې له پنځلسو تر اتلسو کسان ووژل شول او د سړې هوا له امله هم د ماشومانو په ګډون څورلس کسان مړه شول.

په سالنګ کې هم موږ یوازې دوه تنه تلفات لرو چې؛ موټرې یې د واورې په وسیله درې ته لویدلی وو."


که څه هم له طبعي پيښو سره د مبارزې اداره هر کال په طبعي پيښو او په هغې کې خلکو ته د زیانونو د مخنیوي لپاره د خپل چمتوالي خبره کړې؛ خو چې کله دارنګه پیښې رامنځ ته شوي، نو بیا د خلکو له سختو انتقادونو سره مخ شوي دي.

په تیرو کلونو کې ډیر داسې هم شوي دي چې؛ د طبعي پيښو له امله زیانمنو شویو خلکو ته مرستې ناوخته او یا هم هیڅ نه دي ور رسیدلي.

ځینې کتوونکي وايي چې، په افغانستان له طبعي پیښو سره لازمه مبارزه نه کیږي؛ ځکه خو هر کال خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه رسوي.

راپور: محمد ابراهیم صافی
XS
SM
MD
LG