د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۴۲

په افغانستان کې د امریکا د ماتې ۳ واقعي دلیلونه


قارین پالیسي:

فارین پالیسي امریکایي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې "په افغانستان کې د امریکا د ماتې واقعې دلیل" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په بیل کې یې پوښتنه کوې؛ چې امریکا ولې په افغانستان کې ناکامه شوه؟ په ځواب کې یې لیکې، موږ داسې پلمه کوو یا انګیرو چې په افغانستان کې بریالي یو، خو دا په حقیقت کې د جامې یا څیرې بدلول او ځورونکی عمل دی.

خپرونه لیکې، په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ په دلایلو دا مهال زیات بحثونه کیږي او اصلې ستونزه د جوړښت مساله وه. دا په دې معنی چې، د امریکا متحده ایالاتو له سترو منابعو پرته په افغانستان کې د دې هېواد هدفونه نشو تر لاسه کیدای؛ خو په عین حال کې په افغانستان کې د امریکا هدفونه یا مقصدونه دومره ستر او مهم نه وو چې، سترې منابع ورته بیلې کړي.

په بل عبارت، په افغانستان کې بری په دومره منابعو نه ارزیده اوحقیقي ماتې هم په لومړیو کې نه منل کېده چې یوه مناسبه پالیسي ورته برابره شوې وای.

فارین پالیسي لیکي، په افغانستان کې د لومړي مهم بري تعریف د طالبانو ماتې او په کابل کې د لویدیځ پلوې اغیزناکه حکومت جوړول وو. د دغه کار لپاره هم باید چې زیات شمیر عسکر او منابع استول شوې وای.

په افغانستان کې د نظام جوړونې په کار کې د بریالیو مثالونو پر اساس هیڅکله د نفوسو او پوځ تناسب په نظر کې ونه نیول شو. دا ستونزه د افغانستان د قومي جوړښت، غرني موقعیت، جغرافیایي انزوا، کمزورو ارګانونونو او خلاصې پولې له امله نوره هم زیاته شوه.

فارین پالسي لیکي، په افغانستان کې د ناکامۍ دوهم دلیل دا و چې، پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړ او په خپلې خاوره کې یې هغوی ته امن ځایونه ورکړل. واشنګټن هیڅکله هم پاکستان ته په جدې ډول ونه ویل چې؛ د طالبانو له ملاتړ څخه دې لاس واخلي.

د خپرونې به باور، امریکا دا کار ممکن له پاکستان سره د جګړې پرته له بلې لارې نشو کولای. واشنګټن ځکه له پاکستان څخه په شا شو چې؛ د بې پیلوټه الوتکو د حملو او د القاعده وسله والو پر ضد عملیاتو کې یې د پاکستان مرستې ته اړتیا درلوده او په عین حال کې د دغه اټمي طاقت لرونکي هېواد د ثبات په اړه هم اندیښمن و. د همدې ملاحظاتو له امله د امریکا لپاره د هدفونو یا بري تر لاسه کول ګران شول.

فارین پالیسي لیکي، په افغانستان کې د ناکامۍ دریم دلیل دا و چې؛ امریکا، جمهور رییس کرزی مجبور نه کړای شو چې؛ بدلونونه راولي او دا ځکه چې دی په لوبه کې یوازینی شامل لوبغاړی و او دی په دې مسالې پوه و. امریکایان مجبور و چې، له ده سره کار وکړې.

د خپروني په باور، د وسله والو پر ضد جګړې د بري لپاره اغیزناک، مشروع سیمه ییز ملګري یا متحد ته اړتیا وي چې؛ موږ هیڅکله په افغانستان کې داسې کس نه درلود.

هفینګټن پوسټ:

د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزیر انجینیر ویس احمد برمک په هفینګټن پوسټ ورځپاڼې کې؛ "د افغانستان لپاره نوې معامله" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت رانږدې کیږي او دا پوښتنه مطرح کیږي چې، افغانانو ته کوم ډول ګواښونه مخامخ دي؟ آیا د لویدیځ له خوا روزل شوی او تجهیز شوی امنیتي ځواک به یو دم ویلې کیږي او له منځه ځي او که د تیرې یوې لسیزې د لاسته راوړنو او قرباینو پر ضد به له داخل څخه خلک راپور ته کیږي؟

د مقالې لیکوال د نورو څو پوښتنو له مطرح کولو وروسته لیکي:

طالبان جګړه نه شي ګټلای او په انتخاباتو کې هم رايه نه شي خپلولای. د یو محدود شمېر کسانو پرته چې له طالبانو سره مفکوروي تړاو لري؛ ‎نور څوک به هغوی ته رايه ورنه کړي.

خو وسله وال یوازې د هغو خلکو وژنو ته دوام ورکولای شي چې؛ خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي، په مسجدونو کې عبادت کوي او یا هم مارکیټونو او ودونو ته ځي. د برمک په وینا، طالبان د خلکو ژوند مختل کولای شي؛ خو د تيرې یوې لسیزې لاسته راوړنې له منځه نشي وړلاي.
XS
SM
MD
LG