د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۲۷

افغان لوري ته د بګرام زندان سپارل بیا وځنډول شول


افغان چارواکي وايي د باګرام د زندان د سپارنې په اړه یې یو وار بیا امریکايي لورې ته یوه اونۍ وخت ورکړی دی.

د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل په یو ټیلفوني تماس کې له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې؛ افغان حاکمیت ته د بګرام د زندان د بشپړې سپارنې په برخه کې دې یوه اونۍ وخت ورکړل شي.

چارواکي وايي چې، چک هیګل د شنبې په ماښام ولسمشر کرزي ته ټیلفون کړی و او هغه ته یې وویل، چې په راتلونکې یوه اونۍ کې به د زندان سپارنې چاره بشپړه شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، حامد کرزي د امریکا د دفاع د وزیر دا غوښتنه ومنله او یادونه یې وکړه چې، تر اوسه پورې څو ځلې د باګرام د زندان انتقال ځنډول شوی او باید چې دا ځل افغان حاکمیت ته د دې زندان د بشپړې سپارنې چاره عملي شي.

له بلې خوا پینټاګون هم تایید کړې، چې د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د ولسمشر حامد کرزي سره، افغان لورې ته د باګرام د زندان د ورسپارنې په برخه کې پر یو شمیر اختلافاتو خبرې کړې دي.

د اسوشیېټد پرېس خبري اژانس د پیټاګون د ویاند جورج لیټل له خولې وايي؛ کرزي او هیګل پر دې لانجې د شنبې په ورځ ټیلفونې خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جورج لیټل هم ویلي چې؛ دواړو خواوو موافقه وکړه چې؛ دا مساله به په یوه اونۍ کې هواره کړي.

افغان حاکمیت ته د باګرام د زندان بشپړه ورسپارنه د ولسمشر حامد کرزي یوه مهمه غوښتنه ده؛ خو امریکايي چارواکي اندېښنه لري چې؛ په دې زندان کې یو شمیر خطرناک بندیان به افغان لورې ته د زندان له سپارلو وروسته خوشې کړی شي.

له بلې خوا د افغانستان د دیني عالمانو شورا هم د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی؛ که امریکايي ځواکونه د ژمنې سره افغان حکومت ته بندیان ونه سپاري؛ نو د یرغلګرو ځواکونو په توګه چلن به ورسره غوره کړي.

د دیني عالمانو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې؛ که د زندان د سپارنې په برخه کې امریکایان خپلې ژمنې پوره نه کړي؛ نو بیا دا داشغال په مانا ده، چې عکس العمل به ولري.

د دینې عالمانو شورا همدارنګه د امریکا پر ضد د ولسمشر حامد کرزي د ورستیو څرګندونو ملاتړ کړی او هغه یې د افغانستان د خلکو ریښتینی غږ بللی دی.

د چارشنبې په ورځ ولسمشر کرزي د باګرام د زندان د ورسپارنې په اړه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو له امریکايي قومندان جنرال جوزف ډانفورد سره هم خبرې کړې وې؛ خو په دې برخه کې د اختلافاتو په هواري نه وو توانیدلې.

د فرانسې خبري اژانس د جنرال جوزف ډانفورډ له خولې وايي، یو شمیر بندیان که بېرته جګړې ته ستانه شي؛ جدي ګواښ پېښولی شي.
XS
SM
MD
LG