د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۲۴

"په ننګرهار کې د شینوارو د قوم د دوو لویو قبیلو ترمنځ روغه وشوه"


په ننګرهار کې د یکشنبې په ورځ د یوې لويې جرګې په ترڅ کې د شینوارو د قوم د دوو قبیلو علیشرخیلو او سه پای ترمنځ روغه وکړه.

دغه جرګه،چې د جمهوري ریاست د شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشر اسدالله وفا په مشرۍ جوړه شوې وه په کې د لسو ولایتونو استازو،د ولسي او مشرانو جرګې یو شمېر غړو،په ننګرهار کې د بیلابیلو قومونو سپینږیرو برخه اخیستې وه.

د جرګې مشر اسدالله وفا ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل،چې ددغو دوو قبیلو ترمنځ راولاړه شوې شخړه،چې د دیرش زره جریبه ځمکې پر سره وه فیصله کړه:

"ددې دواړو غاړو په دغه نمبر وسیقو موږ ته عام تام اختیار راکړ،د واک د راسپارلو وروسته موږ کوښښ وکړ او داسې پریکړه مو وکړه،چې دواړو ته د منلو وي"

د جرګې په فیصله کې راغلي،چې ددغې ځمکې دوه برخې به د سه پای قبیلې په واک کې او پاتې یوه برخه به د علیشرخیلو قبیلې په واک ورکړل شوه.

که څه هم ددې جرګې له پریکړې نه یو لوری خوښ وو،خو د علشرخیلو دقوم ملک بیا ازادۍ راډیو ته وویل،چې جرګې د دوی په حق کې سم قضاوت نه دی کړی:

" دا پریکړه د یوه لوري په حق کې شوې،حدودات يي هم راته نه دي معلوم کړي اوس هم د زورواکو لاس په دې فیصله کې و"

خو د جرګې مشر اسدالله وفا وايي،چې دوی له سیمې نه لیدنه کړې او د دواړو قبیلو ترمنځ د شخړې ټولې خواووې څیړلې او له هغې وروسته يي دا پریکړه کړې،چې بې لورې پریکړه ده.

د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی،چې د جرګې پر پریکړه خوښ وو،وویل،چې که هر لوری د جرګې پریکړه ونه مني،نو دی به ورسره قانوني چلند وکړي:

"دا فیصله د شینوارو په لاره او د شریعت په رڼا کې شوې،چې ونه منل شي، د ولسمشر دحکم سره سم به قانوني چلند ورسره کوم"

شاوخوا له تیرو اووه کالو راهیسې د شینوارو ددغو دوو قبیلو ترمنځ د یوې شاړې دښتې په سر شخړه راپورته شوې وه،چې ددغو قبیلو ترمنځ څو وارې د درنو او سپکو وسلو وسله والې نښتې شوې وې،او له سلو ډیر خلک په کې مړه او ژوبل شوي وو.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG