د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۹

د بلوچستان حکومت د تښتول شويو چېکۍ سيلانيو د موندلو هڅې کوي


په پاکستان :ې تښتول شوۍ چېکۍ نجونې "هنا هُمپالووا او انټوني خراستيڅکا"
د چېک جمهوريت دوې سيلانۍ نجونې چې د چارشنبې په ورځ په بلوچستان کې وسلوالو تښتولې، لا يې هم ورکې دي. د بلوچستان د داخله چارو سکرتر "اکبر حسين درانى" وايي امنيتي ادارې يې په سيمه کې د دغو تښتول شويو نجونو پسې پلټنه کوي او د دې تر څنګ يې د سيمې مشران هڅولي چې دغه سيلانيانې د وسلوالو له منګولو راخوشې کړي.

د تېرې چارشنبې په ورځ د چېک جمهوريت دوې سيلانیانې نجونې له ايرانه رااوښتې وې او د بلوچستان له سرحدي سيمې "تفتان" څخه په بس کې د کوټې پر لور راروانې وې؛ چې وسله والو د "چاغي" په سيمه کې د وسلو په زور نامالوم لوري ته وتښتولې؛ چې تر اوسه لا هم ورکې دي.

د بلوچستان د داخله چارو سکرتر اکبر حسين درانى وايي؛ د سيمې امنيتي پوليس يې د دغو تښتول شويو چکۍ نجونو په موندلو پسې شاوخوا سيمو ته لېږلي دي او د چاغي سيمې کمشنر او ځايي مشران يې په دنده ګومارلي چې تښتول شوې سيلانۍ د وسله والو له منګولو را خوشې کړي.

ښاغلى درانى وايي، وسله والو له دغو چېکۍ نجونو سره د لېويز پوليسو يو محافظ عسکر هم تښتولى و؛ خو هغه يې تر تښتونې نيم ساعت وروسته بيرته خوشي کړى دى:

"لېويز پوليس يې نيم ساعت وروسته بيرته خوشي کړى دى؛ موږ له هغه څخه بشپړه مالومات واخيستل، زموږ د پلټنې ډله د کمشنر په مشرۍ کې په دوى پسې پلټڼې کوي؛ خو دا سرحدي سيمه ده تر اوسه پورې څه نه شو ويلاى چې؛ کله به پيدا شي، خو هيله من يو چې په څو ورځې کې به څه نتيجه تر لاسه کړو."

د "چاغي نوکنډي" سيمه چې د چېک جمهوريت دغه دوې سيلانۍ نجونې ورڅخه تښتول شوي؛ د "ګردي ځنګل" په نامه د افغان کډوالو يوه کمپ ته نيژدې ده؛ د دغو چېکۍ نجونو تر تښتونې وروسته پاکستاني رسنيو داسې خبرونه هم خپاره کړل چې؛ وسله والو دغه نجونې افغانستان ته اړولې دي.

له اکبر حسين دراني مې وپوښتل چې دا ګنګوسې څومره واقعيت لري؛ هغه وویل:

"تر اوسه پورې هيڅ مالومات نه شته، د کډوالو کيمپ "ګردي ځنګل" هم شته او بلې خواته د چاغي سيمې غرونه هم دي، خو تر اوسه چې موږ ته مالومات را رسېدلي، د هغوى له مخې د افغانستان خواته څوک نه دي تللي."

د بلوچستان د داخله چارو سکرتر وايي؛ دوى په اسلام اباد کې د چېک جمهوريت له سفير سره هم په پرله پسې ارتباط کې دي او هغوى ته يې باور ورکړى چې د تښتول شويو چېکۍ نجونو د موندلو او را خوشې کولو هڅې به يې مثبتې نتيجې ورکړي.

د تښتول شويو چېکۍ نجونو "هنا هُمپالووا او انټوني خراستيڅکا" د تښتونې مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى او نه يې هم د وسله والو له خوا د راخوشې کېدو په بدل کې کومه غوښتنه شوې ده.

راپور: بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG