د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

ولسي جرګه د تیر کانکور د نتایجو په اړه څېړنې کوي


د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې په دې هیواد کې د کانکور د تیرې ازموینې په اړه به یو ګډ کميسیون څېړنې کوي او دې جرګې ته به یې راپور ورکوي.

د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو د کانکور د تیرې شوې ازموینې په اړه بیلا بیل نظرونه درلودل؛ چې ډیره برخه یې انتقادونه وو.

د ولسي جرګې ډیری غړو ادعا کوله چې؛ د کانکور په ازموینه کې درغلی شوي، چې له مخې یې د ځینو ولایتونو ډیری محصلین په لوړو نمبرو و مهمو پوهنځیو ته کامیاب شوي.

ځینو یې حتی د کانکور د نتایجو د لغوه کېدو غوښتنه کوله.

په دې اړه عبیدالله کلیمزی، محمد علم قرار او محمد نعیم لالي حمید زي خپل نظرونه داسې بیان کړل:

"۱- د سوالونو فورمونه ایستل شوي دي، له یوه ولایت څخه اته سوو کسان له درې سوه په لوړو نمرو موفق کیږي او د هغه په مقابل کې له ۲۸ ولایتونو څخه اوه سوه کسان توانیږي، چې له ۳۰۰ څخه لوړې نمرې واخلي. د یوه افغان په صفت ستاسو خپل قضاوت په څه وي؟

۲- د دایکندي په وروسته پاتې ولایت کې ۷۸ فیصده کسان بریالي شوي دي؛ خو په کابل کې د ښو امکانا لرو سربېره ۱۶ فیصده خلک کامیاب شوي دي.

۳- که خپله په کانکور کې دغسې رشوت ته لاره خلاصه شي؛ ایا هغه شاګردان چې یو کال زحمت کاږي، بیا دوی زحمت وکاږي؟ هېڅکله یې نه کاږي. بیا به وايي، زه پیسې رانه غواړي او په پیسو کامیابه کیږم."


د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې د ځینو جنګ ځپلو ولایتونو د بریالیو زده کوونکو شمېر د تیرو کلونو په پرتله د سږکال په کانکور کې ډیر لوړ وو؛ خو وکیلانو وویل، چې د دې ولایتونو زده کوونکي مهمو پوهنځیو ته نه دي ورکړل شوي.

د راپورونو له مخې د تیر کانکور په ازموینه کې شا او خوا یولک او پنځه اویا زره کسانو ګډون کړی و، چې یوازې یې ۵۶ زره کسان بریالي شوي او نور ټول بې نتیجې پاته شوي.

د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وايي، د بې نتیجې کسانو له ډلې یې څلور زره نور هغه زده کوونکي هم د لوړو زده کړو عالي او نیمه عالي موسیسو ته جذب کړي دي.

د لوړو زده کړو وزیر عبید الله عبید د ولسي جرګې استجوابیه غونډي ته وویل؛ چې دغه بهیر شفاف و، خو له ځینو ستونزو هم خبر شوی.

“د سږ کال په اخیستل شوې ازموینه کې، په خدای قسم چې زه خپله د یوه وزیر په توګه د یوه کس لپاره واسطه شوی هم نه یم، په دې خاطر چې د کانکور ازموینه داسې ده، چې په هره کمېټه کې قرنطین کیږي او هیڅوک لاسوهنه نه شي په کې کولای.

په هر صورت درغلۍ، نقل او نورې ستونزي مو پیدا کړي او دا په ټولو ولایتونو کې دي."


د ولسي جرګې د دې غونډط په پای کې پرېکړه وشوه، چې د ملي شورا د دواړو جرګو د دیني او فرهنګي کمیسیونونو ترڅنګ به د مدني ټولنې او لوړو زده کړو وزارت یو شمېر استازي د یوه ګډ کمیسیون په توګه د کانکور ازموینې په اړه څېړني پیلوي او راپور به یې ولسي جرګې ته وړاندې کوي.

پخوا تر دې په کابل کې د کانکور د ازموینې د نتایجو د لغوه کیدو لپاره یو شمیر زده کوونکو هم مظاهرې وکړې؛ خو د لوړو زده کړو وزارت چارواکي د دغو نتایجو لغوه کول ناممکن بولي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG