د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۴۴

نړۍ

"د سوریې حکومت د مخالفانو پر ضد د کلسټر بمونو استعمال زیات کړی"

د بشري حقونو د څارنې سازمان یو نوی راپوروایي، د سوریې رژیم د مخالفانو پر ضد جګړې کې د "کلسټر" یا غونچه یي بمونو استعمال زیات کړی دی.

دا راپور چې د جګړې د ډګرونو د څیړنې او ویدیوګانو پر اساس برابر شوی، وایي چې د سوریې حکومتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې لږترلږه ۱۵۶ کلسټر بمونه د هیواد په شاوخوا سلو سیمو باندې غورځولې دي.

کلسټر یا غونچه یي بمونه په هوا کې چوې او په نور وړو بمونو بدلیږي چې؛ د ځمکې پر مخ د اوږدې مودې لپاره د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. زیات شمېر هیوادونو د دې ډول بمونو استعمال بند کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سویتلانا تیخانوفسکایا په بیلاروس کې خپلو پلویانو ته نوې لارښوونه کړې

بلاروس کې د لاریون کوونکو یو انځور

د بیلاروس د ولسمشرۍ په شویو ټاکنو کې د الکساندر لوکاشینکا اصلي سیالې سویتلانا تیخانوفسکایا، له خپلو پلویانو غوښتي چې له خپلو رایو دفاع وکړي.

نوموړې پرون له لیتوانیا څخه په یو ویډیويي پیغام کې د اونۍ د پای په رخصتیو کې د اعتراضونو پر دوام ټینګار وکړ.

اغلې تیخانوفسکایا همدارنګه زیاته کړه چې د اعتراض کونکو په وړاندې زور زیاتی د منلو نه دی.

هغې زیاته کړه: "موږ باید د بیلاروس په ښارونو کې تاوتریخوالی ودروو، زه له چارواکو غواړم چې زورزیاتی بس کړي او خبرې اترې پیل کړي."

په بیلاروس کې د اعتراضونو پر مهال شا او خوا شپږ زره او اوه سوه کسان نیول شوي دي.

د بیلاروس د کورنیو چارو وزارت پرون د ۲ زره کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

کویډ۱۹ ځپلو څلورو هېوادونو نوي تدابیر اعلان کړل

ارشیف

هغه هیوادونو چې د کرونا وبا زیات ځپلي، د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې نوي تدابیر اعلان کړل.

په دې هېوادونو کې امریکا متحده ایالتونه، بریتانیا، فرانسه او اسپانیا شامل دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت له خپلو سرحدي بندرونو څخه کاناډا او مکسیکو ته پر غیرې ضروري سفرونه بندیز د سېپټېمبر تر ۲۱ مې نېټې پورې تمدید کړ.

همدارنګه یو شمېر نورو هېوادونو هم یو لړ نوي تدابیر اعلان کړي او یا یې پخواني هغه تمدید کړي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نژدې یو ویشت میلیونو کسانو ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د وسلو بندیز په اړه رایه ورکوي

د ملګرو ملتونو نښان

پر ایران د وسلو د بندیز په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا رایه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ویانا کې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې له مشر سره پر دې ته ورته مسایلو خبرې کوي.

خو د امریکا له‌خوا وړاندې شوی پرېکړه‌لیک چې له مخې یې پر ایران د وسلو بندیز تمدید کېږي، په غالب ګومان ښايي له ناکامۍ سره مخامخ شي، ځکه روسیه او چین چې د ویتو یا رد صلاحیت لري، د امنیت شورا د دې رأی ورکولو سخت مخالفت کړی دی.

مایک پومپیو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې له عمومي مشر رافایل ګروسي سره تر کتنې مخکې یو وار بیا د امریکا پر دریځ ټینګار وکړ چې واشنګټن به له هرو امکاناتو په استفاده پر ایران د وسلو بندیز تمدید کړي.

پر ایران مخکېنی لګول شوی بندیز د اکټوبر میاشتې پر ۱۸مه راکمېږي.

امریکا ونزوئلا ته پر لار د ایران د تېلو څلور ټانکرونه ضبط کړي

د امریکا له‌خوا ضبط شوی ټانکر

د امریکا متحده ایالاتو د تېلو څلور هغه ټانکرونه ضبط کړي چې له ایران څخه ونزوئلا ته پر لار وو.

د امریکا د عدلیې وزارت دا د حکومت له‌خوا د ایران د تېلو تر ټولو لویه اندازه بللې چې ضبطېږي.

دغه وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د امریکا د قانون د تنفیذ ځواکونو هغه بار وړونکي ټانکرونه چې د اټکل له مخې یو میلیون او یو لک او ۱۶ زره بېرله تېل‌یې لېږدول نیولي دي.

د وزارت په حواله، دغه تېل د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک اړوند او ونزوئلا ته پر لار وو.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وویل چې دغه ټانکرونه د تکزاس ایالت هیوسټن ښار ته د لېږدول کېدو په حال کې دي.

اول والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د دغو ټانکرونو د ضبطېدو خبر تېره پنجشنبه ورکړ.

راپورونه وايي، د سپاه پاسداران قدس ځواک د ۲۰۱۸م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د امریکا له بندیزونو په سرغړونې د تېلو انتقالات پیل کړي دي.

د ایران ترڅنګ پر ونزوئلا هم د امریکا له‌خوا بندیزونه لګول شوي دي.

بلاروس کې زرګونه کسانو د حکومتي ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ

بلاروس کې مظاهرې

څو زره کسان د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د حکومتي ودانۍ مخې ته په اعتراض راټول شول.

دوی په دغه هېواد کې د تېرې یکشنبې د ولسمشرۍ په لانجمنو ټاکنو کې د کارول شویو رایو بیا شمېرنه غواړي.

په دغو ټاکنو کې الکساندر لوکاشینکا ته زمینه برابره شوه چې د شپږمې دورې لپاره د دغه هېواد ولسمشر شي.

دا موضوع په ملي سطحه د پراخو مظاهرو سبب شوه چې امنیتي ځواکونو یې د غلي کولو لپاره سخت اقدامات کړي دي.

د لوکاشینکا په وړاندې عمده کاندیده، د بلاروس د اپوزېسیون کاندیده سویتلانا څیخانوفسکایا ګڼل کېدله چې د نتایجو تر اعلان وروسته لتوانیا ته لاړه.

هغې پرون له لتوانیا په یوه وېډيويي پیغام کې وویل: "اړتیا ده چې موږ د بلاروس په ښارونو کې تاوتریخوالی ودروو. زه له چارواکو غواړم چې دا لړۍ بنده او ډیالوګ پیل کړي."

په منسک کې د پروني اعتراض مشري کارګرانو کوله او په نا تأیید شویو راپورونو کې یې شمېر شااوخوا ۲۰زره ښوول شوی دی.

عارف علوي: هند کې د سولې غوښتونکي یو، خو کشمیر یوازې نه‌شو پرېښودی

عارف علوي

د پاکستان جمهور رئیس عارف علوي وايي په هند کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي، خو هېواد یې کشمیر یوازې نه‌شي پرېښودلی.

علوي د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۳ کلیزې په مناسبت په وینا کې دا مسئله یاده کړې ده.

ښاغلی علوي زیاتوي: "هند زموږ ګاونډ هېواد دی. موږ هلته د سولې او ثبات غوښتونکي یو، خو که چېرته دا هېواد هڅه وکړي چې وضعیت کړکېچن کړي او مسایل له پامه وغورځوي، یو اندېښمنوونکی کار به وي ځکه که زموږ ګاونډ کې داسې کار وشي پاکستان ته زیان رسېږي."

هند او پاکستان دوه سیال هېوادونه دي چې د کشمیر د مسئلې په سر یې درې واره جګړه کړې.

دوی دواړه د کشمیر د مالکیت دعوې کوي.

روغتیا سازمان: د خوراکي موادو له لارې په کرونا له اخته کېدو مه‌وېرېږئ

د «WHO» د بېړنيو مرستو د پروګرام مشر مایک راین

د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» له خلکو غوښتي چې د خوراکي موادو له لارې په کرونا ویروس له اخته کېدو څخه دې نه‌وېرېږي. په دې اړه اندېښنې وروسته له هغه رابرسېره شوې چې چینايي څېړونکو وویل، د دې ویروس نښې یې په خوراکي موادو او د هغو په بستو کې موندلي دي.

د «WHO» د بېړنيو مرستو د پروګرام مشر مایک راین پرون ماښام په ژنیو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې خلک دې له خوړو، د خوړو د موادو له بستو او پروسس شویو او په سفارش راغوښتل شویو خوړو څخه نه‌وېرېږي.

د ښاغلي راین په وینا داسې کوم سند نه‌شته چې وښيي خوراکي مواد یا د خوراکي موادو د تولید ځانګړې کړۍ به د کرونا ویروس په سرایت کې لاس لري.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله په ټوله نړۍ کې د مړینو شمېر له اوو لکو اوښتی او ۲۰،۷ میلیونi کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

د ټولو مړینو له درېیو نږدې یوه برخه د لاتینې امریکا او کارابین د حوزې په هېوادونو کې چې په سر کې یې مکسیکو او برازیل دي، پېښې شوي.

امریکا کنفوسیوس انسټټیوټ ته د بهرني مأموریت حیثیت ورکړی

د امریکا بیرغ

متحده ایالاتو د کنفوسیوس انسټټیوت ته چې د چین حکومت‌یې تمویلوي، د بهرني مأموریت حیثیت ورکړی.

اټکل کېږي چې دا اقدام به د واشنګټن او پیکېنګ اړیکې چې هسې هم ترینګلې دي، لازیات کړکېچنې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د اګسټ په ۱۳مه په یوه بیان کې وویل، په امریکا کې د کنفوسیوس انسټټیوت مرکز هغه مؤسسه ده چې د پیکېنګ د نړیوال تبلیغاتي کمپاین لپاره کار کوي او د امریکا په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د بدو اهدافو لپاره د نفوذ هڅه کوي.

پومپیو ویلي د چین د خلکو جمهوریت د امریکا له ازادۍ څخه د پراخو تبلیغاتو او په دې هېواد کې د خپل نفوذ د پراختیا په مقصد ناوړه ګټه اخیستې ده.

امریکا په جولای میاشت کې په هیوسټن ښار کې د چین قونسلګري وتړله او چین د ځوابي اقدام په توګه په چینګدو ښار کې د امریکا قونسلګري بنده کړه.

هیل: 'اف‌بي‌ای' بېروت کې د چاودنې څېړنې لپاره پلټونکو سره یوځای کېږي

بېروت له چاودنې وروسته

یوه لوړپوړي امریکایي ډیپلومات ویلي چې د دې هېواد د استخباراتو فدرالي اداره 'اف‌بي‌ای' به په بېروت کې د تېرې اوونۍ د خونړۍ چاودنې په اړه څېړنو کې د لبنان او نړیوالو سره یوځای شي.

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هیل د اګسټ پر ۱۳مه وویل چې د 'اف‌بي‌ای' پلټونکي به له لبناني چارواکو سره د هغې چاودنې په اړه څېړنو کې برخه ولري.

ښاغلي هیل دا څرګندونې په بېروت کې د چاودنې څېرمه سیمې ته د درې ورځني سفر پر مهال وکړې.

هغه وویل چې د امریکا د استخباراتو فدرال ادارې کارکوونکي به د لبنان په بلنه د دې پېښې د څیړني لپاره له نړیوالو پلټونکو سره یوځای شي.

د لبنان په پلازمېنه بېروت په یوه بندر کې د اګسټ پر څلورمه نږدې درې زره ټنه امونیم نایتریت وچاودېدل چې له کبله‌یې څه باندې ۱۷۰ کسان ووژل شول، تر شپږ زره ډېر ټپیان شول او سلګونه زره نور بې‌کوره شول.

تمه ده دغه امریکایي ډیپلومات په لبنان کې د بنسټیزو سیاسي اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړي او هم به د هر هغه حکومت څخه د امریکا د ملاتړ لېواتیا څرګنده کړي چې رښتوني اصلاحاتو ته ژمن وي.

ټول بلاروس کې اعتراضونه ډېر شوي

بلاروس کې اعتراضونه

په ټول بلاروس کې سوله‌ییز اعتراضونه ډېر شوي دي.

خلکو د ولسمشرۍ انتخاباتو د رسمي پایلو په غبرګون کې اعتراضونه پیل کړي دي.

د دغو پایلو له مخې الکساندر لوکاشینکا یو ځل بیا د اکثرو رایو په اخیستلو سره د یکشنبې د ورځې انتخابات وګټل.

په همدې حال کې د بلاروس حکومت تر نړیوالو فشارونو لاندې دی چې تاوتریخوالی ختم او رامنځته شوی بحران هوار کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو د متخصصینو یوې ډلې پرون د اعتراض کوونکو پر وړاندې د بلاروس د پولیسو اقدامات وغندل.

دغې ډلې ویلي چې د معترضانو او خبریالانو پر وړاندې د پولیسو تاوتریخوالي دوی په غصه کړي دي.

هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بلاروس پر حکومت فشارونه ډېر کړي څو د دې هېواد پر وګړو له تاوتریخوالي لاس واخلي.

مکسیکو او ارجنتاین غواړي د راتلونکي کال تر لومړیو د کرونا واکسين ولري

ارشیف

مکسیکو او ارجنتاین په پام کې لري د راتلونکي کال تر لومړیو پورې د لاتینې امریکا لپاره د کرونا واکسین ولري.

د مکسیکو حکومت د پنجشنبې په ورځ په دې اړه وویل چې دوی غواړي دا کار د درمل جوړونې له یوه شرکت استرازینیکا سره د موافقې پر اساس مخته یوسي.

د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل لوپز یوې خبري غونډي ته وویل چې ټول به دې واکسین ته وړیا لاسرسی ولري.

په مکسیکو کې ۵۵ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

د استرازینیکا مکسیکویي استازي سیلفیا واریلا ویلي چې د واکسین فعال عنصر به په ارجنتاین کې جوړ او مکسیکو ته به لېږل کېږي او هلته به واکسین ټولې سیمې ته د انتقال لپاره بشپړ شي.

په برازیل کې چې څه باندې ۱۰۰ زره کسان په‌کې د کرونا ویروس له کبله مړه شوي، له برېتېش-سویدیش درمل جوړولو کمپنۍ سره یو جلا تړون لري.

مکسیکو وایي له روسیې څخه‌یې د هغه هېواد د کرونا ضد نوي ویروس په اړه د نورو کلینیکي معلوماتو غوښتنه کړې ده.

روسیې روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د کرونا ضد واکسین‌یې بریالی دی.

پاکستان د نړیوالې څارنې له لېسته د وتلو هڅه پیل کړې

د پاکستان بیرغ

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي، هیله لري چې د دغه هېواد په پارلمان کې د ترورېزم د ځپلو او د پیسو د سپینولو د مخنیوي لپاره د دوو نویو لایحو تصویب به سبب شي چې پاکستان د نړیوالې څارنې له لېسته ووځي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شیبلي فراز دا خبرې څو ساعته وروسته له دې وکړې چې د دغه هېواد ملي جرګې دوه لایحې تصویب کړې څو هغه هدفونه پوره کړي چې پاریس مېشتې 'اېف.اې.ټي.اېف' ډلې په فبرورۍ کې ټاکلي وو.

دا ډله د ترورېستانو مالي سرچینې څاري.

دې ډلې په فبرورۍ میاشت کې ویلي و چې پاکستان له ۲۷ ګامونو څخه ۱۴ اخیستي خو لازمه ده چې د پیسو د انتقال د څارلو لپاره نور اقدامات وکړي او د ترورېستانو د مالي چارو په اړه پلټنې وکړي.

نیوزیلنډ غواړي د کرونا ویروس د لومړنیو پېښو د سرچينې څرک پيدا کړي

د کرونا ټسټ ټیوب

نیوزیلنډ هڅه کوي له درېیو میاشتو وروسته د کرونا ویروس د لومړنیو پېښو د سرچینې څرک ولګوي.

د نیوزیلنډ صدراعظمې جاسندا اردیرن د شدید قرنطین او بندیزونو په وسیله په خپل هېواد کې د کرونا ویروس مخه نیولې وه، خو نن نیوزیلنډي چارواکو وویل چې ۱۳ نوې پېښې یې ثبت کړې دي.

په دې هېواد کې د کرونا ویروس نوې پېښې تر انتخاباتو یوازې یوه اوونۍ وړاندې څرګندېږي.

مېرمن اردیرن وویل، د 'کووېډ-۱۹' ۱۳ واړه تازه ثبت شوې مثبتې پېښې له یوې کورنۍ سره تړاو لري چې اوس ټول قرنطین شوي دي.

د فرانسې ولسمشر له پوتین سره د بلاروس او لبنان په اړه خبرې وکړې

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د بلاروس او لبنان په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

مکرون پرون همداراز د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې او له تهرانه‌یې وغوښتل چې په لبنان کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

ایران د حزب‌الله د وسله‌والې سخت دریځې ډلې له لارې په لبنان کې نفوذ لري.

خو له پوتین سره مکرون په بلاروس کې له انتخاباتو وروسته پر تاوتریخوالي او د بېروت له ویجاړوونکې چاودنې وروسته د لبنان پر وضعیت د نظر تبادله وکړه.

په روسیه کې د یوټیوب یو بلاګر ونیول شو

د روسیې بیرغ

په روسیه کې د یوټیوب یو بلاګر چې له صنعتي سیمو یې وېډیوګانې اخیستې وې، نیول شوی دی.

د مسکو یوې محکمې پرون اندري پيژ په دې محکوم کړ چې په ناقانونه ډول‌یې دولتي اسرار ترلاسه کړي دي.

ټاکل شوې دغه بلاګر چې یوټیوب چینل‌یې اته لکه فالورز یا تعقیبوونکي لري، په اته کاله بند محکوم شي.

د روسیې کومیرسانت ورځپاڼې راپور ورکړی چې تورن کس د ویډیو اخیستنې پر مهال له متروکه پناه ځایونو او د اټمي وسلو د خبرداري له یوه فعال رادار مرکز نه لیدنه کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG