د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

مظاهره چيان: د امریکا د ځانګړو ځواکونو په اړه دې د ولسمشر حکم عملي شي


د میدان وردګو ولایت سلګونو اوسېدونکو په کابل کې د شنبې په ورځ مظاهره وکړه او له دغه ولایت څخه د امریکا د ځانګړیو ځواکونو د وتلو په اړه یې د جمهور رییس حامد کرزی د حکم دعملي کېدو غوښتنه وکړه.

مظاهره چیانو چې شمېر یې نږدې ۷۰۰ کسانو ته رسېده د کابل د دریمې ناحیې د ده بوریو له چوک شروع له دهمزنګ څلور لارې تېره اوملي شورا مخې راټوله شوه.

مظاهره چیانو د امریکايي ځانګړیو ځواکونو پرضد شعارونه ورکول.

مظاهره کوونکو له حکومت او ملي شورا څخه د ولسمشر کرزی د وروستي فرمان د تطبیق غوښتنه کوله؛ چې له مخې یې امریکايي ځانګړي ځواکونه باید له میدان وردګه ووځي‎‎.

همدرانګه دوی د هغه شاه خوا لسو کسانو د پیداکېدو غوښتنه کوله چې د دوی د ادعا په اساس دامریکايي ځانګړیو ځواکونو له خوا وړل شوي دي.

د مظاهرې یوه تنظیمونکي احمد خالد ازادۍ راډیو ته وویل:

"موږ د ولسمشر حامد کرزي له هغه فرمان څخه ملاتړ کوو چې له مخې یې له میدان وردګو څخه د امریکايي ځانګړي ځواکونه وځي او هم یې د تطبیق غوښتنه کوو، موږ د هغو لسو کسانو چې امریکايي سپیشل فورس له خوا وړل شوي؛ د برخلیک معلومولو غوښتونکي یو او هم د هغه لسو کسانو غرامت غواړو چې؛ د امریکايي ځانګړیو ځواکونو له خوا وژل شوي دي."

په مظاهره کې داسې کسان هم موجود وو چې؛ ادعا یې کوله د کورنۍ غړي یې د امریکايي ځانګړیو ځواکونو له خوا وړل شوي او تراوسه یې درک نه دی معلوم.

"۱ـ زما نوم سید رسول او د زوی نوم مې عتیق الله دی. امریکايي ځواکونو وړی دی، د زوی واړه ماشومان مې پاتې دي، د زوی مړی یا ژوندی غواړم.

۲- دوه وروڼه مې ورک دي، څلور میاشتې وشوې چې، هېڅ احوال نه یې نه لرو، موږ هر چېرې ولاړ ان تر ولسمشر پورې هم ولاړو هیچا هم اطمینان رانه کړ چې؛ دوی مړه دي او که ژوندي دي.

۳ـ زموږ په سیمه کې د نصرت په نامه یوکس و، دی د ننګرهار په ښوونې او روزنې پوهنځي کې محصل و؛ هغه کورته راغی د شپې په یوولس بجې ورباندې امریکايي ځواکونو چاپه واچوله او له ځان سره یې یووړ، اول یې د څټ له خوا حلال کړی و، په سپیانو یې خوړلی و، دلاسونو ګوتې یې ورباندې پرې کړې وې ټوټې ټوټې دپژندلو نه و."


افغان ولسمشر حامد کرزی، د میدان وردګو چارواکو او خلکو څو اونۍ وړاندې په میدان وردګو ولایت کې امریکايي ځانګړي ځواکونه د خلکو په ځورونه کې په لاس درلودلو تورن کړل او په دوو اونیو کې یې د هغوی د وتلو امر ورکړ.

تیره اونۍ دغه مهلت پوره شو خو د امریکا ځانګړې ځواکونه له میدان وردګو نه دي وتلي.

ایساف او امریکايي ځواکونو تراوسه دا ادعاوې نه دي تایید کړې چې؛ ګواګې ځانګړي ځواکونه په میدان وردګو کې د خلکو په ځورونه کې لاس لري، خو ویلي یې دي، په دې اړه تحقیقات کوي.

تیره اونۍ د ایساف ځواکونو یوه ویاند همداراز وویل چې؛ دوی د ولسمشر د حکم تطبیق ته ژمن دي او له میدان وردګو د بهرنیو ځواکونو د ویستلو په اړه له افغان چارواکو سره په یوې ګډې طرحې کار کوي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG