د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۵۸

"افغان سیاست وال د امریکا حوصله غواړي"


امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې، "افغان سیاست وال د امریکا حوصله غواړي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او د پیل په کرښو کې یې لیکي:

د افغانستان مخالفو سیاسي مشرانو له واشنګټن څخه په ټینګه غوښتې د جمهور رییس حامد کرزي د هغو تورونو په اړه دي جدي غبرګون نه ښیي؛ چې وایي، امریکا له طالبانو سره جوړجاړی یا سازش لري. دا مشران وایي، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سره د خلکو پراخ ملاتړ دوام لري.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، جمور رییس کرزي د تیري یکشنبې په ورځ یعنې په کومې ورځ چې د امریکا دفاع وزیر "چک هیګل" کابل ته تللی و، هغه مهال د خلکو قهر را وپاروه چې ادعا یې وکړه؛ طالبان د امریکا د خدمت لپاره ملکیان وژنې او په دې توګه په افغانستان کې د هغوی حضور اوږدوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د جمهور رییس کرزي دي، څرګندونو د امریکا کانګرس هم په غوسه کړ او یو شمېر مهمو سناتورانو ګواښ وکړ؛ چې افغانستان ته به خپل ملاتړ او مرستې بندې کړې. د ورځپاڼې په باور، کرزي د سه شنبې په ورځ بیا هم ورته خبرې وکړې.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، د کابل او واشنګټن د اړیکو دا کړکیچ په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې جمهور رییس بارک اوباما لا هم په دې اړه غور کوي، چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې عسکر وساتې او کنه.

ورځپاڼه زیاتوي، جمهور رییس کرزي د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل؛ د افغانستان او امریکا اړیکې پیچلې شوې او دا ځکه چې امریکا د افغانستان ملې حاکمیت ته درناوی نه لري.

ورځپاڼې د ملي ایتلاف د مشر احمد ضیا مسعود خبره راخیستې؛ چې وایي، امریکا باید د افغانستان د خلکو په خاطر کرزي ته یو څه حوصله وکړي او کوم جدي عمل باید ونه کړي.

د ضیا مسعود په وینا، جمهور رییس کرزی یوازې پاته شوی او حتی د کابینې اکثر غړي له دې وروسته ورسره نه دي ولاړ. خلک اندیښمن دی چې جمهور رییس ورته په یوې سترې ستونزې بدل شوی دی.

انګلستان چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د هغو انګلیس عسکرو د ستونزو په اړه لیکلي چې؛ په افغانستان کې یې په جګړو کې ګډون کړی او وطن د ستنیدوپر مهال ممکن جدي جرمونه تر سره کړي.

ورځپاڼه لیکي، هغه شمیر عسکر چې په افغانستان او عراق کې یې دردوونکې او وژونکې صحنې کتلي، زیات امکان لري، چې وطن ته له ستنېدو وروسته جدي جرمونه وکړي.

انډپنډنټ لیکي، د ۱۴ زرو پوځیانو په څیړنه یا تحقیق کې معلومه شوې؛ جګړو ته د هغو استول شويو پوځيانو په سلو کې شل چې له دیرشو کلونو لږ عمر لري، لږ ترلږه په یوه جرم محکوم شوي او دا رقم د همدي عمر په هغو کسانو کې په سلو کې تر اوو کم دي چې په جګړو کې یي ونډه نه ده اخیستې.
XS
SM
MD
LG