د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۲۵

ایا د ولسمشر کرزي څرګندونې اصلاحي وې؟


ملي باور:

ملي باور ورځپانې په خپل لومړی مخ کې د ولسمشر کرزی خبرې راخیستې چې؛ د ازادې جرګې په نامه یې بحث کې کړی؛ کرزی ویلي، زما وروستۍ څرګندونې د اړیکو د خرابوالي په هدف نه بلکې د اصلاح په خاطر وې.

ورځپاڼه د ولسمشر له خولې وړاندې لیکي؛ کابل غواړي له امریکا او نورو هېوادونو سره یې اړیکې د افغانستان د ملي ګټو پربنسټ وي.

ملي باور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، ایا د ولسمشر کرزي څرګندونې اصلاحي وې؟

د سرمقالې د لیکوال په باور د ولسمشر له خبرو داسې معلومیږي چې؛ نوموړی په یو لړ مسایلو کې له امریکا خپه او ناراضه وي او له دوی یې د افغانستان د سولې اوثبات په برخه کې د همکاریو تمه کمه شوې ده.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ له امریکا سره بیا هم د جدي خبرو اړتیا شته.

د سرمقالې د لیکوال په اند امریکا افغانستان ته د یوه منظم پلان سره راغلی؛ دلته یې زیاته مرګ ژوبله ولیدله، په میلیاردونو ډالر یې مصرف کړل او لا هم خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره نورې مرګ ژوبلې او مالي زیان ته هم تیاره ده.

لیکوال زیاتوي، نو دا چې امریکا له افغانستان څخه نه وځي او غواړي دلته د اوږدې مودې لپاره پاتې شي؛ په کار ده چې پرځینو مسایلو ورسره جدي خبرې وشي.

د سرمقالې د لیکوال په باور افغان حکومت باید له امریکا سره جدي خبرې وکړي؛ که هغوی پاتې کیږي، نو باید اوسنی حالت پای ته ورسوي او نور نو افغانستان د امن، ثبات او رښتنې خپلواکۍ لوري ته ولاړشي، نو له همدې امله پرامریکا د سختو نیو کو او وروسره د جدی خبرو اړتیا ده.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د ځینو کارپوهانو خبرې راخیستې؛ چې وايي، د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د ولس د غوښتنو پربنسټ شوې.

ورځپانه لیکلي، ولسمشر مجبور دی، چې خپل مسوولیت ادا کړي، ځینې واقعیتونه و وايي او ولس ته دروان کړکیچ لاملونه څرګند کړي.

همدې ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د څرګندونو په غبرګون کې د امریکايي سناتورانو وړاندیزونه راخیستي؛ سناتور "لیزلي ګلیپ" ویلي، زما وړاندیز دا دی، راځئ بسترې وتړو او له افغانستانه راووزو، "جان مککین" وړاندیز کړی، له افغانستان سره باید داسې تړون لاسلیک کړو؛ چې افغان حکومت او سیاستوال په کې د څه ویلو او کولو رول ونه لري.

ویسا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې تبصیره راخیستې چې لیکلي دي، د معاصر افغانستان وروستي مشران شړل شوي یا وژل شوي، امکان لري، کرزی هم ورته پای ولري.

په پای کې ویسا ورځپانې د یوې معتبرې سرچینې چې نوم یې نه ده اخیستل شوې لیکي، ولسمشر کرزی پرخپلو څرګندونو پښېمانه نه ده او نه دی ترې په شا شوی.

چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG