د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۱۴

پاکستان کې د تښتول شوې چکۍ نجلۍ د خوشې کېدو غوښتنه وشوه


په پاکستان کې د يوې تښتول شوې چکۍ نجلۍ د ادارې مشرې د هغې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

٢٤ کلنه هنا هُمپالووا او د هغې ملګرې انتوني خراستيڅکا د چهار شنبې په ورځ په داسې حال کې چې د ايران تر سيل وروسته د بلوچستان له تفتان سرحدي سيمې د کوټې پر لوري په بس موټر کې روانې وې، د وسلوالو کسانو له خوا وتښتول شوې.

په چک جمهوريت کې د (We are Open) په نامه د خيريه ادارې مشرې لينکا فيڅووا چې هُمپالووا يې تر لاس لاندې کار کاوه، ويلي، د هُمپالووا د خوشې کېدو لپاره دعا کوي، هغې له تښتوونکو غوښتي چې د ”مسلمان په توګه“ دې هغه رکه روغه خوشې کړي. فيڅووا چې پرون په پراګ کې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې له تښتوونکو خپله غوښتنه په ژړا مطرح کړه:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG