د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۴۴

خبرونه

اروپايي مشرانو د سوريې د رژيم مخالفانو ته د وسلو لېږلو پرېکړه وځنډوله



د اروپایي اتحادیي مشرانو د بشار الاسد د رژیم مخالفانو ته د وسلو استولو یا نه استولو پریکړه وځنډوله.

د اروپایي شوری مشر هرمان وان رامپوا وویل، د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران به په راتلونکي اوونۍ کي په دبلین کي د سوریې د رژیم مخالفانو ته د وسلو استولو بندېز وارزوي.

ده د جمعې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي اتحادیي د مشرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاي کې دا اعلان وکړ.

فرانسي او انګلستان له نورو غړیو هیوادو څخه غوښتې چې د سوریي د رژیم مخالفانو ته د وسلو استولو بندیېز دي لري کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ميدان ورګ کې د سړې هوا له امله يو تن مړ شوی دی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ميدان وردګ موقعيت

د دغه ولايت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ويلي، په سيد اباد ولسوالۍ کې يو تن د سړې هوا له امله مړ شوی دی.

د يادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، تېره شپه د سيد اباد ولسوالۍ سلطان خېلو سيمې يو تن اوسېدونکی زربت چې ۴۰کلن دی د يخنۍ له امله مړ شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، ياد کس غزني ولايت ته په سفر و چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړی.

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د سړې هوا له امله تر ۱۲۰ د ډېرو کسانو د مړينې راپورونه ورکول شوي دي.

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت وفات شوی دی

عبدالجبار ثابت

د راپورونو له‌مخې د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت وفات شوی دی.

یو شمېر کورنیو رسنیو له هغې ډلې پژواک اژانس د ښاغلي ثابت د نږدې همکارانو په حواله تایید کړې چې هغه نن د پېښور په نارټ ویسټ روغتون کې ساه ورکړې.

عبدالجبار ثابت له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کاله د افغانستان لوی څارنوال و.

ښاغلي ثابت په دې موده کې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو پر ضد د فساد دوسیې په جدیت تعقیبولې او له همدې امله په یوه لانجمه څېره مشهوره و.

روسيې پر اوکراين د راکټي بريدونو نوې څپه پيل کړې

د اوکراين او روسيې جګړه

روسي ځواکونو نن سهار (د جنورۍ ۲۶) پر اوکراین د راکټي بریدونو یوه نوې څپه پیل کړه او تېره شپه د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته ویل کېږي چې، لږ تر لږه یو کس په‌کې وژل شوی دی.

د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغه ښار کې د نن ورځې په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

کلیچکو د کییف له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې په پناه ځایونو کې پاتې شي.

د روسیې نوي راکټي بریدونه وروسته له‌هغې وشول چې د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي د دغه هېواد له لوېدیځو متحدینو وغوښتل چې اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي او پوځي الوتکې ورکړي چې د هوایي دفاع د پیاوړتیا لپاره اغېزناک تمام شي.

حنا رباني کهر د ضمير کابلوف سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

حنا رباني کهر، انځور - ارشيف

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنارباني کهر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره لیدلي.

په دې لیدنه کې پرون د افغانستان په شمول د سیمې د سولې او ثبات اړوند مسایل تر بحث لاندې نیول شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د حنارباني کهر په حواله ویلي، چې یو باثباته افغانستان تل ورته مهم دی.

هغې زیاته کړې چې افغانستان د منځنۍ او جَنوبي اسیا تر منځ د یوه اقتصادي پله حیثیت لري او پاکستان هڅه کوي چې د سیمې د نورو هېوادونو په ملتیا دغه هدف ته ورسیږي.

زلنسکي له لوېديځ د ليرې واټن ويشتونکي توغندي او پوځي الوتکې غوښتي

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

وروسته له‌هغې چې جرمني او د امریکا متحدو ایالتونو ژمنه وکړه چې کییف ته به په لسګونو پرمختللي محارب ټانکونه ورکړي، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي سمدستي د لیرې واټن ویشتونکو توغندویو او پوځي الوتکو پر غوښتنې ټینګار وکړ.

زلنسکي تېره شپه په ویډیویي پیغام کې وویل چې اوس لازمه ده چې، اوکراین ته الوتکې ورکړل شي.

زلنسکي زیاته کړه، دا مهمه ده چې د دفاعي همکاریو په نورو برخو کې هم پرمختګونه ولرو.

زلنسکي وویل چې، پرون د ورځې په لومړیو کې یې د ناتو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موږ باید اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د لېږد لاره هم خلاصه کړو او همدارنګه باید د توپونو په برخه کې همکاري پراخه او اوکراین ته د الوتکو ورکړې ته هم داخل شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون اعلان وکړ چې هېواد به یې اوکراین ته یو دېرش ابرامز ټانکونه ولېږي.

د جرمني صدر اعظم اولاف شولځ هم ویلي چې، هېواد یې اوکراین ته ۱۴ لیوپارد ډوله ټانکونه ورکوي.

تر دې مخکې برېتانیا ویلي و، چې اوکراین ته یې ۱۴ چلینجر ټانکونه استولي دي.

د لوېدیځ له دې پوځي مرستو سره هم‌مهاله مسکو خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د ټانکونو لېږل پارونکی او خطرناک عمل دی.

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، د روسیې د یرغل په وړاندې د ځان د دفاع لپاره ۳۰۰ ټانکونو ته اړتیا لري.

د امريکا خاورې ته د ننوتلو پر مهال نيول شوی افغان پوځي ازاد شوی دی

يو افغان پوځي، انځور - ارشيف

هغه پخوانی افغان پوځي چې له مکسیکو د امریکا د متحدو ایالتونو خاورې ته د ننوتلو پر مهال نیول شوی او له امریکا یې د پناه غوښتنه کړې، ازاد شوی او له خپل ورور سره یو ځای شوی دی.

د اسوشیتید پريس اژانس د راپور له‌مخې عبدالواسع صافی چې څو میاشتې یې د امریکا د مهاجرت ادارې په توقیف کې تېرې کړي، د تکزاس د اډین له توقیف ځای څخه وروسته له هغې ازاد شو چې یوه قاضي د فدرالي څارنوالانو په غوښتنه پر هغه د مهاجرت جنايي تور لیرې کړ.

صافی چې د تېر جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو د استخباراتو یو افسر و، د تېر۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له دې ویرې له افغانستانه وتښتېد چې ګومان یې کاوه چې طالبان به ورڅخه غچ واخلي ځکه ده د ترهګرو په اړه امریکایي ځواکونو ته معلومات ورکول.

هغه د تېر۲۰۲۲ کال په دوبي کې له برازیله د مکسیکو ـ امریکا د پولې په نیت سفر پیل کړ چې د همدې کال په سپټمبر کې د امریکا د تکزاس ایالت ایګل بندرته نژدې ونیول شو.

هغه هیله درلوده چې له خپل ورور سره چې په هوسټن کې اوسي، یو ځای شي.

د عبدالواسع صافي ورور سمیع‌الله صافی چې څو کاله یې په افغانستان کې د امریکا د پوځ لپاره د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې ویلي، چې خوښ دی چې د ورور پر ضد یې جنایي دوسیه لغوه شوه.

د امريکا ولسمشر اوکراين ته د دېرش ابرامز ټانکونو د استولو اعلان کړی

د امريکا ابرامز ټانکونه، انځور - ارشيف

د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې هېواد به یې اوکراین ته یو دېرش ابرامز ټانکونه ولېږي.

بایډن د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۵مه وویل، دغه ټانکونه به د اوکراین پوځي وړتیا لوړه کړي.

د جرمني صدر اعظم اولاف شولڅ هم ویلي چې، هېواد یې اوکراین ته ۱۴ لیوپارد ټانکونه ورکوي.

تر دې مخکې برېتانیا ویلي و، چې اوکراین ته یې ۱۴ چلینجر-۲ ټانکونه استولي دي.

د لوېدیځ له دې پوځي مرستو سره هم‌مهاله مسکو خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د ټانکونو لېږل پاروونکی او خطرناک عمل دی.

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، د روسیې د یرغل په وړاندې د ځان د دفاع لپاره ۳۰۰ ټانکونو ته اړتیا لري.

صالح: دولت مو هيڅکله د سولې خنډ نه و

امرالله صالح

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د دوی دولت هیڅکله د سولې خنډ نه و.

ښاغلي صالح د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پامپیو کتاب " له دروغو ډک دی."

پامپیو په خپل تازه چاپ شوي کتاب کې لیکلي، محمد اشرف غني فکر کاوه چې د طالبانو او امریکا هر ډول هوکړه له هغه نه واک اخلي.

په کتاب کې دغه راز راغلي چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ټولې هڅې وکړې چې د امریکا او طالبانو خبرې کمزورې کړي.

د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، غني د ده، مایک پامپیو او نورو امریکایي چارواکو خبرې له پامه غورځولې.

د افغانستان بانک پر سوداګريزو بانکونو د سل مليونه بانک‌نوټونو د وېشلو خبر ورکړ

د افغانستان بانک

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي، سل ملیونه نوي بانک‌نوټونه یې سوداګریزو بانکونو ته وېشلي دي.

دغه بانک د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه شمېر نویو افغانیو کې د لسو، شلو، پنځوسو او سلو افغانیو بانک‌نوټونه شامل دي.

د افغانستان بانک په خبره، د نویو بانک‌نوټونو په بدل کې سل ملیونه زاړه بانک‌نوټونه له سوداګریزو بانکونو څخه ټول شوي دي.

په افغانستان کې په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته د زړو بانک‌نوټونو په اړه تل شکایتونه کېږي.

افغانستان بانک د تېرې نومبر میاشتې په نهمه نېټه اعلان کړی و چې د یوه پولنډي شرکت له‌خوا د چاپ شویو لس ملیارده نویو افغانیو لومړنۍ جوپه کابل ته ور رسېدلې ده.

د طالبانو حکومت د سعودي له زندانونو د ۳۱۴ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی

سعودي کې خوشې شوي افغان بنديان، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت وایي، د سعودي په جدې ښار کې د دوی د جنرال کونسلګرۍ په هلو ځلو ۳۱۴ افغانان د سعودي له زندانونو ازاد شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، چې دغه افغانان د سعودي په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف تبوک او یو شمېر نورو زندانونو کې بندیان وو.

ضیا احمد زیاته کړې چې دوی هېواد ته د دغه شمېر افغانانو د راتګ زمینه هم برابره کړې ده، خو دا جزیات یې نه‌دي ورکړي چې څه وخت به خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.

خبر کې دا هم نه‌دي ویل شوي چې، د بندي افغانانو جرمونه څه و، خو پخوا تر دې ګڼ شمېر افغانان په سعودي او نورو هېوادونو کې د سفر د قانوني اسنادو د نه درلودو له کبله بندیان شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG