د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۳۷

افغانستان د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې لومړی مقام لري


افغانستان د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فیدراسیون په جدول کې اته څلوېښت شمارې په یو ځل پورته تللی او اوس په یوسلو یو څلوېښتمه شماره کې ځای لري .

تیره میاشت افغانستان د فیفا په جدول کې په یوسلو نهه اتیا شماره کې ځاى درلود .

دا مهال افغانستان په جنوبي اسیا کې د خپلو سیالانو پاکستان ، هندوستان او سريلانکا څخه مخکې شوی دی.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی یوسف کارګر ددې بریا سبب د لاووس په چلینج کپ کې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم بریالیتوبونه بولي :

”له نېکه مرغه د اسیا د چیلنج کپ په لوبو کې د افغانستان بریالیتوبونه چې ددې مسابقو دوهم پړاو ته ووت، د دې سبب شول چې افغانستان د فیفا د جدول په درجه بندۍ کې د پام وړ سعود وکړي . اوس د فیفا د دوه سوه نهو غړیو هیوادونو په منځ کې افغانستان یوسلو یو څلوېښتم ځای لري. له نیکه مرغه، افغانستان په جنوبي اسیا کې لومړنی مقام خپل کړی او په ټوله اسیا کې یو ویشتم ځای لري“

افغانستان د لاوس په چیلنج کپ کې وتوانیده چې سریلانکا او منګولیا ته د صفر په وړاندې په یو ګول سره ماتې ورکړي .
په ورستۍ او ټاکونکې لوبې کې افغانستان ، د کوربه هیواد لاووس سره لوبه د یو په مقابل کې په یو ګول مساوي کړه او په دې توګه افغانستان د چیلنج کپ بل پړاو ته لاره پرانیسته .

د فیفا په جدول کې هسپانیا خپل لومړنی مقام ساتلی دی . په دې جدول کې جرمني دوهم او ارجنټاین دریم ځای لري .

برزایل چې کلونه ، کلونه په لومړي مقام کې وو اوس اتلسمې شمیرې ته لویدلی دی .
XS
SM
MD
LG