د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۵۴

د م.م يوه هيئت د ډرون په حملو کې ملکي تلفات وڅېړل


د ملګرو ملتونو د سازمان یو هیات په وروستیو کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې د ملکي تلفاتو په اړه د څیړنې لپاره ، پاکستان ته تللى و.

پاکستان ته د ملګرو ملتونو دا ډله په پټه تللې وه . د دې هیات مشري د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي رپوټ جوړونکي بن ایمرسن کوله .

ایمرسن د اسوشیتد پرس اژانس ته ویلي، چې پاکستاني حکومت ورته ویلي، چې پر خپله خاوره د امریکا د مشکوکو بې پيلوټه الوتکو له حملو سره مخالفت لري.

امریکايي چارواکي د پاکستان له دې دریځ سره موافق نه دي.

بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په ټوګه له ټاکل کیدو سره سم، د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعده د تروریستي شبکې او وسله والو طالبانو د پټو ځایونو د ویشتلو لپاره د (سي ای اې) د بې پيلوټه الوتکو حملې زیاتې کړې.

اسوشیتدپرس وايي، دا حملې په پټه ترسره کیږي نو له دې امله ډيره کله داسې ادعا کیږي، چې ملکی کسان په کې وژل کیږي .

خو د امریکا متحدو ایالاتو داسې ادعاوې تل رد کړې دي.

پاکستان ته د تللي ځانګړي هیات مشر بن ایمرسن د جمعې په ورځ اسوشیتد پرس اژانس ته په یوه ایمیل کې ویلي، چې د پاکستان حکومت ویلي، چې تر اوسه ۴۰۰ تنه ملکي کسان د دوي پر خاوره د مشکوکو بې پیلوټه امریکايي الوتکو په حملو کې وژل شوي دي.

په دې اړه د پنج شنبې په ورځ یوه اعلامیه هم خپره شوې وه .

پاکستان ته ملګرو ملتونو د سازمان د هیات دا پټ سفر درې ورځې وو او د چهارشنبې په ورځ پاي ته ورسید.

په پاکستان کې د امنیتي مطالعاتو د تحقیقاتي مرکز مشر امتیاز ګل اسوشتید پرس ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو ورغلي هیات ته یې د مشکوکو بې پيلوټه الوتکو د داسې ۲۵ حملو په اړه د خپلو څيړنو نتایج ورکړي دي، ملکي خلک په کې وژل شوي وو.

ملګرو ملتونو د جنورۍ په میاشت کې په پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې، د بې پيلوټه الوتکو په حملو او هدفي وژنو کې د ملکي تلفاتو په اړه دا څيړنه پیل کړې ده.

د تحقیقاتو نتایج به په اکټوبر کې اعلان شي.

پاکستان ته د ملګروملتونو د تللي هیات مشر ویلي:

د پاکستان د حکومت دریځ پدې برخه کې ډير واضح دی. دوي د امریکا د بې پيلوټه الوتکو له حملو سره موافق نه دي او داسې حملې د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ تیری ګڼي .

پاکستان ته تللي هیات د دې هیواد له مختلفو حکومتي چارواکو، قبایلي مشرانو او ولسي خلکو سره کتلي دي.

دې هیات په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان کې، چې د بې پيلوټه الوتکو حملې زیاتې کیږي، د قبایلو له یو مشرانو سره خبرې کړې دي.

دې مشرانو ورغلي هیات ته ویلي، چې د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې ډير کله بې ګناه قبایلي خلک وژل کیږي.

د ملګرو ملتونو هیات ویلي، چې په قبایلو کې خلک د طالبانو په څير جامې اغوندي او په عادي حالاتو کې هم وسله ګرځوي، نو د طالبانو سره د هغوي توپير کول ډير ګران کار دی.
د ملګرو ملتونو هیات همدا راز له یو شمیر ولسي خلکو سره کتلي دي، چې پدې حملو کې یې د خپلوکورنیو د غړو د وژل کیدو یا زخمي کیدو ادعا کړې ده .

د دې هیات مشر بن ایمرسن اسوشیتد پرس ته ویلي:

اوس یې وخت را رسیدلی دی، چې نړیواله ټولنه د پاکستان اندیښنو ته پام وکړي او د دې هیواد نوي حکومت ته ، چې د ډیموکراتیکو انتخاباتو له لارې ټاکل شوی وي، موقع ورکړي او مرسته ورسره وکړي، تر څو د نورو دولتونو د پوځي مداخلې له تحمیله پرته ، پر خپله خاوره دایمي سوله ټینګه کړي.
XS
SM
MD
LG