د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۱۹

ځينې امريکايي چارواکي افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو ملاتړ کوي


وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه دوه مطالب خپاره کړي.

په یوه کې یې د امریکايي پوځي قومندانانو له لوري له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې تر ډېرې مودې پوري د امریکايي پوځیانو پر پاتې کېدو بحث شوی او ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا دوه جګپوړي چارواکي جنرال جوزیف ډنفرد، چې د امریکا او ناټو د قواوو عمومي قومندان دی او دغه راز په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنیګم د کانګریس غړیو ته ویلي چې دوی د ډېرې مودې لپاره د نسبتاً زیات شمېر پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړ کوي.

د وال ستریټ ژورنال بله لیکنه د امریکا پر خلاف د ولسمشر کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه د شلو افغان سیاسي ګوندونو د عکس العمل په باب ده.

ورځپاڼه وايي شلو ګوندونو او دوو ايتلافونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د کرزي ادعاوې د خپلو نړیوالو متحدانو په وړاندې د افغانانو د نظر نمایندګي نه کوي.

خو د سولې او جنګ انستیتیوت بیا د افغانستان په شمال کې د سوداګرۍ او کاروبار په لار کې د پرتو خنډونو په اړه یو تحقیقي راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د حیرتان بندر له لارې تجارت په ټپه درېدلی، چارواکي نامناسب مقررات او ناامني د دې علت بولي خو سوداګر وايي چې فساد سبب شوی چې دوی د حیرتان پر ځای په نورو لارو کاروبار وکړي.

حیرتان، چې له ازبکستان سره په پوله کې دی، د افغانستان یوازینی بندر دی چې دا هیواد د اورګاډي په وسیله له منځنۍ اسیا، روسیې او حتي اروپا سره وصلوي.

خو د بلخ د سوداګرۍ د خونو اجراییه ريیس ارش یونسي وايي د حیرتان له لارې تجارت ناببره سقوط کړی دی. د ده په وینا په فبرورۍ کې له دې لارې دوه زره ټنه مال وارد شوی حال دا چې د ۲۰۱۲ کال په ورته موده کې له دې لارې اتیازره ټنه مال وارد شوی و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د کابل بانک په اړه لیکنه چاپ کړې.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې د افغانستان لویه څارنوالي غواړي چې د اختصاصي محکمې په پرېکړې کې د بیاکتنې غوښتنه وکړي ځکه چې اختصاصي محکمې د کابل بانک په قضیه کې شاملو کسانو ته کمه سزا ټاکلې ده.

اختصاصي محکمې یوویشت تنو ته له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو پوري د قید سزا اعلان کړې ده.

ستراتفور کمینټري د افغانستان پر لوړو او خورا پېچلیو غرونو تبصره کړې او هغه یې د نړۍ تر ټولو خطرناک غرونه بللي دي.

د دې نشریې په نظر همدا غرونه سبب شوي چې تر میلاد مخکې په څلورمه پېړۍ کې له اسکندره رانیولې، په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد تر یرغله پوري د نړۍ غښتلي پوځونه افغانستان ونه نیولی شي.
ستراتفور کمینټري وايي چې وسله وال طالبان هم له دغو غرونو څخه د افغانستان د دولت او نړیوالو ځواکونو پرضد د خوندي ځالو په توګه کار اخلي.
XS
SM
MD
LG