د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

په کندهار کې ځينې پوليس د بد چلند په تور نيول شوي


د ازادي او اورېدونکو په دې پروګرام کې ستاسو ګڼ ټليفوني پيغامونه خپروو، چې د اداري فساد، په کندهار کې د برېښنا د کموالي، ناامنۍ، د ولسمشر کرزي پر وروستيو څرګندونونو، اربکي وسلوالو او نورو مسايلو په اړه دي.

د ازادي او اورېدونکو پروګرام هره اوونۍ دوه ځلې ستاسو د تليفوني پيغامونو، ليکونو او برېښناليکونو پر اساس جوړېږي، په دې پروګرام کې د اورېدونکو پر جدي ستونزو له چارواکو سره هم خبرې کوو.

دا هم اورئ چې په کندهار کې چارواکي وايي ځينې پوليس يې له خلکو سره د بد چلند له کبله نيولي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:23 0:00
مستقیم لېنک

تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.

په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵

خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.

د پروګرام د جوړوونکي صالح محمد صالح د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:

salihs@rferl.org
XS
SM
MD
LG