د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

"کابل د مهمو پروژو په بشپړولو کې ناکام شوی"


د روان کال (میلادي) په ترځ کې به زیات شمیر امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د انټر پرس سروس (Inter Press Service) خپرونه د افغان کارپوهانو او رپوټونو په حواله وايي؛ چې له افغانستان سره به مرستې کمې شي او داسې سیاسي سیسټم به شا ته پاته شي، چې چندان ثبات او مشروعیت نه لري.

یو شمیر کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د امریکا په تیرو څو کلونو کې ملیاردونه ډالر په افغانستان کې د بنیادي پروګرامونو لپاره واستول؛ خو د کابل حکومت د واشنګټن لپاره د مهمو پروژو په بشپړولو کې ناکام شوی.

په دې کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې اوتجهیز پروګرامونه هم شاملیږي.

د دې ستونزې لوی دلیل په خصوصي امریکايي قراردادي کمپنیو کې مالي فساد، د افغان حکومت د فعالیت په وړاندې د امریکا بې پروايي او د ولسمشر کرزي د حکومت ضعف بلل شوی دي.

د امریکا د سولې په انسټيټیوټ کې د افغانستان د چارو کار پوه "انډرییو ویلډر" د انټر پرس سروس خپرونې ته ویلي؛ اصلي پوښتنه دا ده، چې راتلونکي کال د مالي سرچینو له محدودیدو سره سم، موږ څرنګه کولای شو، چې پولیس او بنیادي پروژې تمویل کړو؟

په واشنګټن کې د کارپوهانو د مرکز "بروکنګز" انسټیټیوټ د افغانستان د چارو ماهرې "وانډا برون" ویلي؛ چې په تیرو څو کلونو کې له هلمند او کندهار سره د امریکا مرستو د دوامدار پرمختګ د بنسټ ایښودلو پرځای محلي اقتصاد ځپلی دی.

د دې په باور، افغانستان ته د امریکا د مرستو د بهیر کمزوري کیدل به د دې هیواد پر اقتصاد شدید فشار راولي، چې سیاسي بې ثباتي لا زیاتولای شي.

د امریکايي چارواکو او څیړنو په حواله، د مرستو زیاته برخه په امریکا او افغانستان کې د مالي فساد په خاطر ضایع شوې ده.

د افغانستان د بیارغونې د مصارفو د څارنې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر ویلي، چې په ۲۰۱۱ (میلادي) کال کې د امریکايي او افغان قرار دادي کمپنیو په کار کې د اداري فساد لږترلږه سل دوسیې په رسمي ډول له پام غورځول شوې دي.

د امریکا د سنا غړې (Claire McCaskill) په وروستیو کې د دې هیواد کانګرس ته وویل، چې د افغانستان ملي پولیس او امنیتي ځواکونه په دې هیواد کې د امریکا د بریالیتوب، د افغانانو لپاره د قانون د حاکمیت او امنیت ټینګولو او له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو د زمینې برابرولو لپاره بنیادي اهمیت لري.

خو دې سناتورې ویلي، چې د افغانستان د پولیسو په ښه روزنه کې پاتې راتلو ډیر خلک پریشانه کړي دي. د افغانستان د پولیسو د روزنې پر پروګرامونو د عادي امریکاييانو د مالیې (ټکس) لږترلږه نهه ملیارد ډالره مصرف شوې، خو نتیجه یې، د دې په وینا تر مایوسونکي هم خرابه ده.

د انټر پرس سروس خپرونې په حواله، متحدو ایالاتو د افغانستان د ملي امنیتی ځواکونو په روزنه تر ۲۹ ملیارده ډالرو زیات لګښت کړی، چې درېیمه برخه یې د پولیسو د روزنې پروګرامونو ته ورکړ شوې ده.

خو د افغانستان حکومت داسې دقیق تشکیل نه لري؛ چې په مرسته یې د امریکا متحد ایالات له پولیسو سره د خپلو مرستو څرک پيدا کړي.

د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (SIGAR) دوه کاله مخکې په یوه رپوټ کې وویل؛ چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دقیق ډول د هغو کسانو شمیر نه شي څرګندولای؛ چې د پولیسو په لیکو کې ثبت شوي دي.

(SIGAR) ته رسیدلي رپوټونه وايي، چې د دې وزارت د ثبت او راجستر په پروسه کې ستر فساد موجود دی؛ نو د پولیسو د معاشونو څارنه امکان نه لري.

د بیلګې په ډول نومونه لیکل شوي، خو خلک نشته او یا په ځيني مواردو کې یو سړی، په مختلفو نومونو ثبت شوی دی او څو ځایه معاش اخلي.
XS
SM
MD
LG