د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه د بشر د حقونو کمیسیون اندېښنه


د افغانستان د بشر د حقونو کمیسیون د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو دوو کلونو کې یې د جنسي تیریو شاوخوا یوسلوڅلوېښت قضیې ثبت کړي چې؛ اتیا فیصده یې پر ماشومانو د جنسي تیري قضیې دي.

د دې کمیسیون د ماشومانو د حقونو د څانګې مرستیال بلال صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هېواد د ماشومانو وضیعیت داندیښنې وړ وباله.

ده وویل، د جنیسي تیري له ګواښ سره هغه ماشومان مخ کيږي؛ چې عمرونه یې له اتلسو کلونو لږ وي:

"د هغوڅیړنو له مخې چې د بشر د حقونو کمسیون کړي دي؛ پر ماشومانو او یا د هغو د کورنیو په غړو باندې چې جنسي تیری شوی، د قضیو شمېر یې یوسلونهه دېرشو ته رسیږي.

په دوی کې اتیا فیصده هغه ماشومان دي چې؛ عمرونه له اتلسو کلونو کم دي د جنسي تیري قرباني شوي دي."

ښاغلي صدیقي وویل، سربېره پرجنسي تیري، دا ماشومان په ودونو او د خوشحالۍ په نورو محفلونو کې نڅا ته هم مجبوریږي او هڅوي یې چې د غیر اخلاقي فلمونو له لیدو سره عادت شي.

د دې کمیسیون مسوولین وایي، که په ټول هیواد کې دا ډول قضیې وپلټل شي، ممکن شمېر څو برابره زیات وښودل شي.

شپاړسن کلن عارف یو له هغوماشومانو څخه دی چې؛ د تخار په ولایت کې پرې جنسي تیری شوی.

ده ازادي راډیوته خپل حال داسې بیان کړ:

"له یو بل انګړ څخه راتلم، ماغوښتل دروازه خلاصه کړم، دوه تنه ترې راووتل، په زور یې موټرسایکل ته پورته کړم. چاکو یې راویست او په زوره یې دښتې ته بوتلم."

د افغانستان د بشر د حقونو کمیسیون وایي؛ اوسمهال په هیواد کې یواعشاریه نهه میلیونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت او کابو شپیته زره په مخدرو موادو روږدي دي.

دا کمیسیون وایي، د سلو هغو ماشومانو چې نجونې هم په کې شاملې دي، قضیې هم ثبت کړي چې، ځینې غیرقانونی کارونه یې ترسره کړي دي.

د بشر د حقونو یو فعال "اجمل بلوچ زاده" له ماشومانو سره د جنسي تیري عوامل داسې په ګوته کوي:

"ماشومان ځانګړې شرايط لري، ځانګړی مدافع وکيل، ځانګړې ژبه او ځانګړې محکمه ورته په کار ده.

موږ دوی ته نه ځانګړې محکمې لرو، نه حوزې او نه ځانګړي پولیس. همدا لاملونه دي، چې ماشومان د جنسي تیري ښکار کيږي."


راپورونه وایي، افغان ماشومان نه یوازې دا چې د جنسي تیري له ګواښ سره مخ دي؛ بلکې په سله والو نښتو او عملیاتو کې هم وژل کيږي.

د ماشوم له حقونو څخه د دفاع کمیټه چې؛ دفتر یې په ژنیو کې دی، په یوه تازه راپورکې وایي چې، د دوه زره لسم او یوولسم میلادي کال کې په نښتو کې د ماشومانو وژنه دوه برابره شوې.

راپور وايي، یوازې په دوه زره یوولسم میلادي کال کې، په نښتو کې یوسلو لس ماشومان وژل شوي او څه کم اویا ټپیان شوي دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG