د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

"د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې د احساساتو له مخه وې"


د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې ښاغلي کرزي امریکا د افغانستان دوست او ستراتیژیک متحد هېواد بللی او ویلي یې دي چې؛ د ده د تېرې اونۍ د څرګندونو هدف اصلاح راوستل و، نه د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابول.

افغان ولسمشر د شنبې په ورځ وروسته له دې چې افغان حکومت ته د بګرام زندان په سپارلو کې د امریکا له لوري نوی خنډونه رامنځ ته شول؛ په یوه وینا کې امریکا او طالبان په خپلو کې په سازش تورن کړل او ویې ویل، چې د طالبانو د حملو د دوام هدف دادی چې نه غواړي امریکایان له افغانستانه ووځي.

د ښاغلي کرزي د تېرې اونۍ او پرون ورځې د څرګندونو په اړه مو د واشنګټن د دفاعي پوهنتون د استاد او د کورنیوچارو د پخواني وزیر علي احمدجلالي نظر پوښتلی.

له ښاغلي جلالي سره احمدتکل مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:13 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG