د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۴۳

"له وروستیو څرګندونو څخه مې هدف له امریکا سره د اړیکو خرابول نه و"


ولسمشرحامدکرزی وايي، چې د تېرې اونۍ له څرګندونو د ده هدف د اصلاح راوستل و، نه د افغانستان او امریکا د اړیکو خرابول.

د جمهوري ریاست رسمي ویب سایټ د ښاغلي کرزي له قوله لیکي؛ چې وايي، امریکا د افغانستان دوست او ستراتیژیک متحد هېواد دی او دی د افغانستان او امریکا ترمینځ ښه اړیکي غواړي؛ خو د دوو خپلواکو هېوادونو په توګه.

د خبر له مخې افغان ولسمشر ویلي چې؛ د کابل او واشنګټن ترمینځ دوه اړخیز اړیکي په مهم پړاو کې دي او ځکه دواړه لوري هڅه کوي؛ چې پرخپل دریځ ټینګار وکړي.

افغان ولسمشر د شنبې په ورځ وروسته له دې چې افغان حکومت ته د بګرام زندان په سپارلو کې د امریکا له لوري نوی خنډونه رامینځ ته شول؛ په یوه وینا کې امریکا او طالبان په خپلو کې په سازش تورن کړل چې؛ د ده دا څرګندونې په هېواد کې دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ شوې، خو ښکاري چې د ده پرونۍ څرګندونې د مخکینیو انتقادونو په ځواب کې یو نرم غبرګون و.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG