د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

غزني: بهرنيو سرتېرو په هوايي بريد کې پنځه طالبان ووژل


چارواکي وايي، په غزني کې بهرنيو سر تېرو هوايي بريدونه کړي دي، چې په پايله کې يې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دی، چارواکي تر اوسه لا دا نه ده مالومه چې وژل شوي وسله وال افغانان وو، که له پاکستان څخه راغلي وو.

د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته بهرنيو سرتېرو پر طالب وسله والو دوه ځلې هوايي بريدونه کړي دی، چې په کې پنځه تنه طالبان وژل شوي.

دوی وايي، د وژلو شويو طالبانو هويت لا څرګند نه دی، خو په خبره يې کېدای شي په ډله کې يې د دوی يو قومندان هم شامل وي.

د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، چې دواړه هوايي بريدونه د اندړو ولسوالۍ په محکم کلي کې شوي دي، چې په لومړي کې يې دوه او په دويم کې يې درې تنه طالبان وژل شوي دي.

دی وايي، په بريد کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

"خارجي ځواکونو د طيارو په واسطه په اندړو ولسوالۍ کې دوه جلا جلا بريدونه کړي دی، چې په کې پنځه تنه طالبان وژل شوي دي، تر اوسه د دوی هويت نه دی مالوم چې؛ افغانان دي که له پاکستانه راغلي دي، په دغه بريد کې عامو وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی."

تر اوسه پورې طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې هم په همدغه ولسوالۍ کې بهرنيو سرتېرو پر موټر بريد کړی وو؛ چې د چارواکيو په خبره په کې د يوه ځانمرګي په ګډون څو نورو وسله وال او د هغوی قومندان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG