د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۱۵

په کابل کې یو شمېر ځوانانو د ناټو پر تګلارې انتقادونه وکړل


په کابل کې د ځوانانو یوې ټولنې په لسګونو غړي د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو د قومندانۍ مخې ته راټول شول او په تیرې یوې لسیزې کې یې په افغانستان کې د دې سازمان پر تګ لارې انتقادونه وکړل.

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالانو شبکې غړو شعارونه ورکول، چې ناټو ستر ماموریت لري خو ډیر وړوکي کارونه کوي.

دوی له ناټو وغوښتل، څو له افغان حکومت سره له تروریزم سره د مبارزې او وسله والو مخالفینو سره د مصالحې په برخه کې لا ډیره مرسته وکړي، خو د ځوانانو د شبکې د دې انتقاد په هکله د ایساف قومندانۍ له څه ویلو ډډه وکړه.

په دې هکله نور حال د جمیلې ظریف په رپوټ کې:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG