د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۱۵

"د ولسمشر کرزي تندو څرګندونو موږ ته خطرونه زیات کړي"


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان خپلو ځواکونو ته خبرداری ورکړی، چې د امریکا خلاف د افغان ولسمشرحامد کرزي تندو څرګندونو د دوی په وړاندې خطرونه زیات کړي دي.

د ناتو په مشرۍ نړېوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو یا ایساف د پنجشنبې په ورځ هغه جدي سپارښتنې تایید کړې، چې امریکایي جنرال جوزیف ډانفورډ د چهارشنبې په ورځ خپلو لوړ پوړو قومندانانو ته استولي دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې کرزي د تیرې یکشنبې په ورځ وویل، متحده ایالاتو له وسله والو مخالفینو معامله کړې ترڅو په افغانستان کې خپل پوځي حضور توجیه کړي او نړېوال ځواکونه یې له دې منع کړل چې په پوهنتونونو کې به محصلین نه ځوروي، هغه ادعا چې د فرانسپرس په وینا تر اوسه نه ده ثابته شوې.

جنرال ډنفورډ خپلو قومندانانو ته په سپارښتنو کې چې کاپي یې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترلاسه کړې، ویلي چې د کرزي دغه تندې څرګندونې ښایي یو شمېر کسان دې ته ولمسوي چې زموږ پر ځواکونو حملې وکړي او ښایي هم هغه داسې امرونه صادر کړي چې زموږ ځواکونو ته خطر متوجه کړي.

ولسمشر کرزي دغه راز افغان حکومت ته له پلان سره سم د بګرام زندان د نه سپارلو په خاطر هم د امریکا پر پوځ انتقادونه کړي دي. د دغه زندان سپارل تر اوسه څو ځلې ځنډیدلي دي.

د فرانسپرس په وینا دغو تورونو چې امریکا له طالبانو سره معامله کړې، یو زیات شمېر امریکایي چارواکي په داسې حال کې په قار کړي، چې دواړه هېوادونه پر یوه امنیتي تړون خبرې کوي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کیدل وروسته تردې چې راتلونکي کال د ناتو په مشرۍ محارب ځواکونه له دې هیواده ووځي، مشخص کیږي.

ایساف په یوه بیان کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې د ایتلافي ځواکونود تلفاتو زیاتوالي ته په پام سره دا یوه محطاطانه سپارښتنه وه او جنرال ډانفورډ دغه ایمل هم په همدې خاطراستولی چې ځواکونه بیداره واوسو.

اوه امریکایي عسکر د تیرې دوشنبې په ورځ په افغانستان کې ووژل شول چې دا په روان کال کې د ناتو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

دوه امریکایي عسکرپه میدان وردګو ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له منځه په یوې حمله کې ووژل شول، ویل کیږي حمله کونکي د ملي اردو یونوفورم اغوستی و. په دې پیښه کې لس نورامریکایي عسکرژوبل شول.

پنځه امریکایي عسکر هم په کندهار کې د یوې هلیکپټرې د راغورځیدو په پیښه کې چې علت یې د هوا خرابوالی ښودل شوی، ووژل شول.

د فرانسپرس اژانس په وینا ولسمشرکرزي تیره میاشت امریکایي خاصو ځواکونو ته امرکړی چې له میدان وردګو ولایت څخه ووځي او هم یې افغان امنیتي ځواکونو ته امرکړی وچې نوربه له ناتوځواکونو د هوایي ملاتړغوښتنه نه کوي.

په افغانستان کې د ناتو اوامریکایي ځواکونو قومندان جنرال ډانفورډ خپلو قومندانانو ته په استولي سپارښتونو کې دغه راز ویلي چې زموږ اړیکې ډیرې یوې حساسې مرحلې ته رسیدلي، وسله وال مخالفین هم دغه حالت له نژدې څاري او موقع ته ګوري چې څنګه کولای شي له دغه حالت څخه ګټه واخلي. د ډانفورډ په وینا وسله والوهمدا اوس هم پسرلنۍ حملې پیل کړي دي.
XS
SM
MD
LG