د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

په کوټه کې چیکي سیلانیانې د وسلوالو له خوا تښتول شوي


Pakistan -- Trucks block Kojak pass, a highway that links Pakistan's Quetta city with Afghanistan's Kandahar, 27Mar2009
Pakistan -- Trucks block Kojak pass, a highway that links Pakistan's Quetta city with Afghanistan's Kandahar, 27Mar2009
د چيک جمهوریت او پاکستاني مقامات وايي: دوې چیکۍ توریستاني چې له ایرانه د کوټې ښار ته د عامو مساپرو په بس کې روانې وې، د چارشنبې په ورځ د نامعلوم وسلوالو له خوا تښتول شوي دي. پاکستاني مقامات وايي په دې اړه پلټنې روانې دي.

د چیک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت او پاکستاني مقاماتو د پنجشنبې په ورځ وویل: د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې دوې چیکۍ توریستاني او د دوې یو پولیس ساتونکی د وسلوالو له خوا تښتول شوي دي.

په سیمه کې یوه جګپوړي مقام عبدال قدوس وویل:

دا چیکۍ ښځينه سیلانیاني د چارشنبې په ورځ په یوه بس کې، له ایرانه د پاکستان، ناارام ایالت بلوچستان د مرکز کوټې پر لور روانې وې، چې د وسلوالو له خوا ونیول شوې.

عبدال قدوس زیاته کړه، په بس کې د سفر پر وخت د دواړو سیلانیانو، د ساتنې لپاره یو پولیس ساتونکی ګمارل شوی ؤ، خو یو پولیس د اتو، لسو وسلوالو د مقابلې لپاره کم دی.

دغو وسلوالو د هغوي د سپرلي بس د چاغي په ولسوالۍ کې چې، د افغانستان او ایران پولو ته نژدې پرته ده ودروي.

د عبدالقدوس په وینا وسلوالو نیول شوي کسان افغانستان ته واړول، هلته یې پاکستاني پولیس بې وسلې، او ازاد کړ.

د چیک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند کارل سرول د چیکي سیلانیانو د تښولو خبره تائیده کړه او زیاته یې کړه چې دغه پيښه د ایران د پولي په 120 کیلومترۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دوی ته ویلي دي، چې سیمي ته یې ځانګړی پلټونکی لیږلی دی.

ښاغلي سرول وویل، دوی نن، ناوخته د پاکستاني مقاتو له لوري د نورو معلوماتو په تمه دي.

تر اوسه هیچا د دې پيښې مسؤلیت نه دی پر غاړه اخیستی.

د یاد ولو وړ ده چې، له دې وړاندې په بلوچستان کې، په دې ډول پیښو کې اسلامي سختدریځي وسلوال، بیلتون غوښتونکي وسلوال او جنایت کارن کسان چې له دواړو ډلو سره اړیکي لري په دې ډول پیښو کې تورن ګڼل شوي دي.

پروسږکال په کوټه کې یو بریتانوی چې په جینوا کې یې د نړېوال سره صلیب لپاره کار کاؤ ، وتښتول شو.

څو میاشتې وروسته یې مړی د کوټې ښار ته نژدې په داسې حال کې وموندل شو، چې سر یې ترې غوڅ شوی و.

د دې بریتانوي له مړي سره یو ځای یو لیک هم وموندل شو، چې په کې لیکل شوي ؤ:

"دا کس مو په دې خاطر و واژه چې د خوشې کولو په بدل کې مو هيڅ پيسې تر لاسه نه کړي."

د اسوسیتید پریس خبري اژانس په وینا، وسلوالو طالبانو هم، وړم کال په اوړي کې د بلوچستان په ایالت کې د سویس دوه اتباع وتښتول، 8 میاشتې وروسته یې د پیسو په بدل کې ازاد کړل.
XS
SM
MD
LG