د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۰۳

کابل ښاروالۍ د ښار په ټولو ناحیو کې د پاک کارۍ حشر اعلان کړ


کابل ښاروالۍ د یو زرو درې سوه دوه نویم لمریز کال د را رسیدو له امله د پنجشنبې په ورځ د دې ښار په ټولو ناحیو کې د پاک کارۍ حشر اعلان کړ.

په دې حشر کې د کابل ښار د مختلفو صنفي اتحادیوغړو او د یو شمېر وزارتونو کار کوونکو برخه اخیستې وه.

د کابل ښارد پاکولو په دې حشر کې د صنفي اتحادیو غړو، د یو شمېر وزارتونو او موسسو کار کوونکو او د کابل ښار ګڼ شمېر اوسیدونکو برخه اخیستې ده.

د حشر په سلګونو ګډون کوونکي د پنجشنبې په ورځ لومړی د عیدګاه جومات مخې ته راټول شول او بیا د ډولونو غږولو او د ترانو په ویلو د ښار دوه ویشت ګونو ناحیو ته وخوځیدل، کابل ښاروال انجینیر محمدیونس نواندیش وویل:

«سره له ننه تر یوې اوونۍ پورې د کابل ښار د پاکولو حشر پیل شو، په دې کې د کثافاتو راټولول، د ویالو پاکول، د نیالګیو کینول شامل دي، موږ سره ځیني وزارتونو د موټرو او وسایلو مرسته هم کړې ده او مختلف صنفونه او د کار ګڼ شمېر ښاریان حاضر شوي چې ناحیو ته لاړ او په پاک کارۍ لاس پورې کړي.»

نن سبا د کابل ښار په ډیرو سیمو کې د کثافانو ډیري تر سترګو کیږي او دا اندیښنې یې راپارولي چې که دا کثافات پر وخت ټول نه شي او له ښاره لیرې سیمو ته ونه لیږدول شي، د خلکو روغتیا به له ګواښ سره مخ کړي.

کابل ښاروال له خلکو هیله وکړه، چې د خپلو کورونو، کوڅو او چاپیریال په پاک ساتلو کې رغنده ونډه واخلي او په دې توګه د ښار په پاک ساتلو کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

د کابل ښار اوسیدونکي، د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار د پاکولو لپاره دا حشر مهم او د ستاینې وړ بولي، د احمدشاه ستانکزي په نوم د کابل ښار یوه اوسیدونکي ازادی رادیوته وویل:

«دا ډیر ښه اقدام دی، خلک هم باید په کې برخه واخلي، کثافات به کم شي، ناروغي به هم ورسره کمې شي او بله دا چې زموږ فرهنګ به د چاپیریال ساتنې په برخه ښه وځلیږي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د اکثرو ناروغیو لامل، په ښار کې د کثافاتو موجودیت او ککړ چاپیریال دی.

کابل ښاروالۍ وايي، دومره بودجه او پرسونل لري، چې هره ورځ پرې د ښار سیمې پاکې او په سلګونو ټنه کثافات له ښاره لیرې سیمو ته ولیږدوي.

په عین حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایي، د کابل ښار نفوس له یوې ورځې نه بلې ته زیاتیږي او د ښاروالۍ اوسني خدمات ورته کافي نه دي.

دوی وایي، دولت باید د دې خدماتو زیاتولو ته مالي، تخنیکي او د کافي پرسونل امکانات برابر کړي.
خان محمد “سیند”
XS
SM
MD
LG