د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

جنرال توماس:د بګرام زندان سپارلو ته لاوخت پاتې دی


سره له دې چې ولسمشر کرزي افغان لوري ته د بګرام زندان د بشپړ سپارلو نیټه راتلونکې یکشنبې یاده کړې، خو امریکایي چارواکي وایي چې په دې برخه کې ډیرو خبرو اترو ته اړتیا شته.

په کابل کې د امریکایي ځواکونو ویاند جنرال توماس وایي، د بګرام زندان د سپارلو په برخه کې ځینې مسایل تر اوسه نه دي حل شوي او همدا دلیل دی چې د دې زندان په سپارلو کې ځنډ رامنځ ته شوی.

جنرال توماس چې د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، دوی اندیښمن دي چې ممکن ځینې خطرناک زندانیان له خوشې کیدو وروسته افغان او ایتلافي ځواکونو ته ګواښ رامنځ ته کړي:

(تر اوسه ځینې مسایل شته چې باید حل شي، دواړه لوري ژمن دي چې د دې مسایلو د هواري لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

موږ باور لرو چې د ځینو کسانو خوشې کیدل به افغان او ایتلافي ځواکونو ته جدي ګواښونه رامنځ ته کړي.

دا اصلي لامل دی، ځینې نور اړوند دلایل هم شته چې زه نه شم کولای بحث پرې وکړم. )

افغان لوري ته په بشپړ ډول د بګرام د زندان سپارل هغه مساله ده چې په دې وروستیو کې یې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ نانندرۍ را ولاړې کړي دي.

ولسمشر حامد کرزي روانه اونۍ په هلمند کې یوې لویې غونډې ته وویل، که امریکایي چارواکي تر راتلونکې یکشنبې پورې دغه زندان په بشپړ ډول افغان حکومت ته ونه سپاري نو بیا د ده په خبره حساب به ورسره وکړي.

په همدې هدف ولسمشر کرزي او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورد هم د چهارشنبې په ورځ خبرې وکړې او د ایساف د خبرپاڼې له مخې د دواړو لوریو ترمنځ ستونزمن مسایل به د خبرو اترو د دوام په وسیله هوار شي.

د ولسمشر د دفتر مشر عبدالکریم خرم بیا وایي، چې امریکا ته د بګرام زندان د نه سپارلو په برخه کې هیڅ پلمه پاتې نه ده او دوی اړ دي چې دغه زندان افغان لوري ته وسپاري.

ښاغلي خرم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، امریکا ته یې قناعت ورکړی چې خطرناکه زندانیان به نه خوشې کوي خو د بند موده به د افغانستان په زندانونو کې تیروي.

د بګرام زندان د بشپړ انتقال موافقه د تیر میلادي کال د مارچ په نهمه نیټه د دفاع د پخواني وزیر جنرال رحیم وردک او د ناټو د پخواني عمومي قومندان جنرال جان الن ترمنځ لاسلیک شوه.

ددې موافقې له مخې باید تر شپږو میاشتو پورې ټول زندانیان افغان حکومت ته سپارل شوي وای، خو دادی اوس ددې موافقې څخه څه باندې یوکال تیر شوی او سلګونه تنه بندیان په بګرام زندان کې د امریکایانو ترولکې لاندې شپې ورځې تیروي.

اسدالله لودین - کابل
XS
SM
MD
LG