د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

په کوټه کې ١١ ماشومان په چاودنو کې د لاس لرلو په تور نيول شوي


د کوټې پوليسو يوولس کم عمره کوچنيان نيولي دي، وايي هغوى منلې ده چې د جنورۍ په مياشت کې يې د کوټې پر باچاخان چوک په چاودنه کې لاس درلود.

د کوټې د پوليسو مشر مير زبير محمود پرون پخپل دفتر کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې وسلوالې ډلې اوس پخپلو فعاليتونو کې له کم عمره ماشومانو هم استفاده کوي، وايي اوس يې يوولس ماشومان نيولي دي او هغوى دا منلې ده چې بمي بريدونو او د ورانکارۍ په نورو چارو کې يې هم لاس درلود.

مير زبيرمحمود وايي دغه ماشومان د بلوڅو يوه وسلوال سازمان روزلي او پخپلو وسلوالو بريدونو کې ورڅخه کار اخلي:

"په تېرو دوو درېوو مياشتو کې په کوټه کې پر بېلابېلو ځايونو بمي چاودنې شوې چې سلګونه کسان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي، په دغو بمي چاودنو کې د کوټې د باچاخان چوک بمي حمله هم شامله ده چې په هغه ورځ پر عملدار سړک هم غبرګې چاودنې شوې وې، په تاصف سره به ووايم چې په دغه چاودنه کې د لاس لرلو په تور مو څوک نيولي دي هغه کم عمره ماشومان دي او عمرونه يې د ديارلسو څورلسو کلونو په شاوخوا کې دي چې د يونايټيډ بلوچ آرمي په نامه وسلوال سازمان د خپلو اهدافو لپاره ورڅخه کار اخيست."

ميرزبيرمحمود وايي دغه ماشومان يې وړمه شپه نيولي او هغوى له دې امله چې ماشومان وو د تېښتې هڅه يې ونه کړه خو د دوى لارښوونکي اووه تنه نور له پوليسو سره د ډزو تر تبادلې وروسته په تېښته بريالي شول.
وايي له دوى سره يې څه اندازه داسې مواد هم نيولي چې په چاودنو او د ورانکارۍ په چارو کې استفاده ورڅخه کېږي.

د پوليسو مشر د دغو ماشومانو د هويت په اړه ونه ويل چې دوى څوک دي خو وايي دغه ماشومان زښته بېوزلي دي او له لومړيو پلټنو ورته مالومه شوې چې دوى ته به وسلوالو په مسجدونو، بازارونو، د کچرې په ټپونو او د پوليسو او نورو حکومتي مامورينو د تېرېدو پر سړکو د بمونو د ايښولو او د ورانکارۍ په هره پېښه کې له دوو زرو تر پينځه زره کلدارې ورکول کېدلې.

دغه نيول شوي يوولس کم عمره ماشومان لا هم د پوليسو په ولکه کې دي او په خصوصي محکمه کې يې دوسيې څېړل کېږي. پوليس وايي له حکومته به وغواړي چې له دغو ماشومانو سره څه مرسته وکړي چې هغوى بيرته خپل اصلي ژوند ته را وګرځي او په راتلونکي کې وسلوالې ډلې ورڅخه ګټه وا نه خلي.

د جنورۍ پر لسمه د کوټې پر باچا خان چوک باندې د ملېشه ځواکونو پر موټر بمي بريد شوى وو چې د يوه ملېشه عسکر او دوو حکومتي مامورينو په شمول دوولس تنه پکې وژل شوي او دېرش تنه پکې ټپيان شوي وو. د دې بريد پړه د يونايټيډ بلوڅ آرمي د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه سازمان منلې وه.

د يادونې وړ ده چې څو مياشتې وړاندې د کوټې پوليسو د سلو په شاوخوا کې د لا درکه ماشومانو ليست په رسنيو کې خپور کړ چې پر هغه باندې سياسي ګوندونو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې له دغو ماشومانو وسلوال طالبان او نورې وسلوالې ډلې د ورانکارۍ په چارو کې کار اخلي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG