د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۴۹

"د بګرام د زندان په سپارلو کې ځنډ د امریکا او افغانستان اړیکې زیانمنوي"


د ولسمشر کرزي د ویاند دفتر د ولسمشر له خولې وايي، چې د بګرام د زندان په ورسپارلو کې ځنډ به د امریکا او افغانستان د اړیکو په زیان وي.

د ارګه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزي د چارشنبې د ورځ په مازیګر په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان سره په کتنه کې یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د بګرام زندان دې موافقې سره سم زر تر زره افغان حکومت ته وسپارل شي.

خبرپاڼه وايي، ولسمشرکرزي په دې لیدنه کې جنرال جوزیف ډانفورډ ته ویلي، ټول هغه افغان بندیان چې بې ګنا دي او دې زندان کې دي د افغانستان د قوانینو سره سم باید زر تر زره خوشې شي او هغه چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي د زندان د بشپړې سپارنې وروسته به هم د افغانستان د قوانینو سره سم په توقیف کې پاتې وي.

ترې دې یوه ورځ مخکې ولسمشر حامد کرزي په هلمند ولایت کې د وینا پر مهال هم د بګرام زندان ورسپارنه مهمه وبلله او له افغانانو یې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د ولسمشر حامد کرزي ویاند د چارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه مرکه کې افغان لورې ته د باګرام د زندان په سپارنه کې ځنډ د کابل او واشینګټن ترمنځ د ستونزې له علتونو یو علت وباله.

ایمل فیضي وویل، افغان لورې ته د دې زندان د بشپړې او زر تر زره سپارنې په برخه کې، واشنګټن ته د ولسمشر کرزي او ورسره ملګري پلاوی په رسمي سفر کې موافقه شوې وه.

ښاغلي فیضي ازادي راډیو ته وویل، موږ د باګرام په زندان کې د بهرنیو هېوادونو د یو شمېر بندي اتباعو د ورسپارنې غوښتونکي نه یوو ځکه په هغې برخه کې تر اوسه موافقه نه شته.

همدارنګه یو شمېر هغه زندانیان چې ډير خطرناک دي او شمېر یې له پنځه دیرشو څخه تر پنځه څلويښتو پورې دي او د افغانستان او بهرنیو ځواکونو لپاره جدي خطر ګڼل کیږي، موافقه شوې ده چې دوي په اړه د ناټو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفورد او د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي په مشرۍ یو ګډه کمیټه پریکړه کوي او پر یو مکانیزم به کار کوي.

د فیضي په وینا له دې سره به دا اندېښنه ختمه شي، چې افغان حکومت یو شمېر خطرناک بندیان خوشې نه کړي.

نوموړی وویل، له دې پرته افغان حاکمیت ته د نورو د ټولو زندانیانو د بشپړې سپارنه پریکړه شوې ده او موږ یې د زر تر زره سپارنې غوښتنه کوو:

"هماسې چې ما وویل، موږ د هغه شمېر زندانیانو چې یا بې ګنا دي او یا هم جدي ګواښ نه پېښوي، هغوي باید کاملا په واشنګټن کې د شوې موافقې سره سم افغان لورې ته وسپارل شي.

خو له بده مرغه لومړی د مارچ نهمه نیټه وټاکل شوه، بیا وویل وشول چې ډير زر به تر دوشنبې پورې چې تیره شوه دا زندانیان افغان لورې ته وسپارل شي، اوس وايي چې د همدې اونۍ په اوږدو کې به وسپارل شي.

نو داسې یو وضیعت خپله د اندېښنې یو سبب او د افغانستان د ملي حاکمیت څخه څرګند سرغړاوی دی."


د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي د ولسمشر کرزي له دفتر څخه دا خبر پاڼه وروسته له هغې خپریږي چې ولسمشر کرزي او جنرال جوزیف دانفورډ د چارشنبې د ورځې په لیدنه کې ونه توانیدل هغه خنډونه هوار کړي چې تیره اونۍ یې ددې زندان بشپړه ور سپارنه وځنډوله.

همدا اژانس تر غونډې وروسته د ناټو د یوې خبر پاڼې په حواله وايي چې دواړو خواوو په دې برخه کې د پاتې مسلو د هواري لپاره د رغنده خبرو اترو د دوام ژمنه وکړه.
XS
SM
MD
LG