د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

"د روان کال تر پایه به د سوداګرۍ د نړېوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړو"


د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری
د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری
د سوداګرۍ وزارت د مسولینو په باور کله چې افغانستان د ډبیلو، ټي او یا د سوداګرۍ د نړېوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړي نو په هېواد کې به پانګونه نوره هم پراخه شي.

د دې وزارت چارواکي وایي، هڅه کوي چې د روان ۲۰۱۳ کال تر پایه د سوداګرۍ د نړېوال سازمان له معیارونو او قوانینو سره سم ځان برابر کړي او غړیتوب یې ترلاسه کړي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هڅه یې دا ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې د ډبلیو ټي او غړیتوب ترلاسه کړي.

ښاغلي شینواري د دې سازمان د غړیتوب لپاره د افغانستان پرچمتوالي داسې رڼا واچوله:

(موږ په دې برخه کې په قوانینو کار کړی او تر اوسه د درویشتو قوانینو مسودې هم جوړې شوي او نږدې څورلس به یې سږ کال د حکومت او ملي شورا له خوا تصویب شي.

موږ د معیاري کیدو او د جواز اخیستنې د بهیر په ساده کیدو هم کار کړی، غواړو چې د وارداتو او صادراتو ټول فیسونه منظم او د ملي سوداګرو په اختیار یې کې ورکړو.)

ښاغلی مزمل وویل، چې افغانستان په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د سوداګرۍ په نړېوال سازمان کې د څارونکي غړیتوب ترلاسه کړ او هماغه وخته را په دې خوا د دې سازمان په غونډو کې ګډون کوي.

د راپورونو پر اساس دا مهال یو سلو اوه پنځوس هېوادونه په دې سازمان کې غړیتوب لري او دیرش نور هېوادونه یې د غړیتوب په انتظار دي.

د سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، هرکله چې افغانستان د سوداګرۍ د نړېوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړي، نو د افغان سوداګرو د سوداګرۍ او ترانزیت ستونزې به تر ډیره هوارې شي.

خو اقتصادي کارپوهان وایي، چې افغانستان به داسې ژر د دې سازمان غړیتوب ترلاسه نه کړي.

د اقتصادي چارو کتونکي سیف الدین سیحون ازادي راډیو ته وویل، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په معیارونو ځآن برابرول اسانه کار نه دی:

(که افغانستان سر له اوسه خپل سوداګریز مقررات، ګمرکونه او بنادر له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي، دا فرصت شته چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړي، خو که چیرې دا کارونه ترسره نه شي، نو نه شي کولای دې سازمان ته دننه شي.)

خو د سوداګری وزارت وایی چې په دې اړه یې ددې سازمان له غړو هیوادونو سره خبرې کړي او په تجربو یې ځان پوی کړی دی.

په دی سازمان کی د غړیتوب او دافغان سوداګرو د ستونزو دهواری خبرې په داسې حال کې کیږي چې دا مهال افغان سوداګر له پاکستان او ایران سره د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې ډیرې ستونزې لري.

افغان سوداګرو په وار وار د ګاونډیو هیوادونو له ناسم چلند څخه شکایتونه کړي او حکومت یې په دې برخه کې په بې غورۍ تورن کړی دی.

راپور :اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG