د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۱۷

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د انټرنټ له لارې یو ټلویزیون په خپرونو پيل وکړ


افغانستان په تیرو دولسو کلونو کې د سیمې او د نړۍ د زیاتو هېوادونو په پرتله د بې ساري تکنالوژیکي پرمختګونو شاهد وو.

په دې لړ کې یو نوی پرمختګ د انټرنیټي ټلویزیون د خپرونو پيل دی.

د افغانستان په ډیرو لویو ښارونو کې خلک د کیبلي له لارې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خپرونې کتلای شي.

په دې هېواد کې دننه هم لس هاوو ټلویزیونونه خپرونې کوي، چې خلک یې ګوري، خو دا اول وار دی، چې د انټرنټ له لارې یو ټلویزیون په خپرونو پيل کوي.

د ګلوبوکس ډاټ ټي وي (Globox.tv) خپرونې یوازې پر انټرنټ کتل کیږي.

افغانستان ته د انټرنټي ټلویزیوني شبکې راتګ د ډیجیټل یا الکترونیکي رسنیو او تکنالوژۍ داسې پرمختګ دی، چې د سیمې په هېوادونو کې ساری نه لري او ان په ډيرو اروپايي هېوادونو کې تازه معرفي شوی دی.

د دې ټلویزیون یو اساسي هدف د ځوانانو د پام خپلول دی، نو په خپرونو کې یې په اساسي ډول پر هغو مسایلو غور کیږي، چې د ځوانانو په طبعه برابر وي لکه ورزش ، موسیقي، مود ، ارایش ، لباس ، تکنالوژي ، سینما او داسې نور.

د دوي پروګرامونه تر ډيره حده تفریحي رنګ لري، مثلا ، هیپ هاپ او ایلیکټرونیک موسیقي او په بهرنیو هېوادونو کې د فیشن شوګانو په اړه رپوټونه خپروي. په افغانستان کې د (Globox.tv) هدف په ځوانانو کې د ښې روحیې او د امید پيدا کول دي.

د دې شبکې یوه مسول شمس الحق رحیمی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

(نن ورځ د افغانستان نوی نسل د امریکا او اروپا په څير د سولې ژوند غواړي. افغانستان یوازې د اوښکو ځاي نه دی ، بلکه دلته امید هم شته . موږ باید د خلکو په فکر کې بدلون راولو .)

ګلوبوکس ډاټ ټي وي پر فیس بوک هم پیدا کیږي او هلته هم څه باندې لس زره خوښونکي لري.

دا شبکه په دوبۍ کې یو دفتر لري او له هغه ځايه پر داسې مسایلو ، چې د ځوانو هلکانو او نجونو لپاره جالب دي لکه د پاراشوټ په مرسته ځان غورځول، د سونا او د اوبازي د ځانګړو ځایونو ګټې، رپوټونه جوړوي.

دا شبکه تیر کال د اواز په نوم د یوې شخصي کمپنۍ له خوا فعاله شوې خو مسولین یې وايي، چې په افغانستان کې د انټرنټ د سرعت د ضعیفوالي په خاطر ډير کتونکی نه لري او ښايي په ورځ کې یوازي دوه سوه تنه د دوي رسمي ویب پاڼې ته ورځي .
XS
SM
MD
LG