د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

فیضي: امریکایی چارواکي د ولسمشر اندیښنو ته پام نه کوي


په جمهوري ریاست کې چارواکي وایي، چې د ولسمشر کرزي او امریکا ترمنځ پر ډیرو مسایلو جدي اختلافات موجود دي.

د ولسمشرکرزي ویاند ایمل فیضي د چهارشنبې په مازدیګر په یوې ځانګړې مرکې کې آزادي راډیو ته وویل، چې امریکایي چارواکو له ښاغلي کرزي سره په دوه اړخیزو خبرو کې د هغه غوښتنو ته جدي پام نه دی کړی او له همدې امله ولسمشر کرزی اړ شوی چې په رسنیو کې پر امریکا په صراحت انتقادونه وکړي.

ښاغلي فیضي د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د زندانونو مساله د اختلاف یو ټکی وباله، هغه وویل:

"د پاکستان په اړه هغه وضاحت چې غواړو نه یې لرو،د تروریزم د تعریف او له دې پدیدې سره د مبارزې په اړه اختلافات موجود دي.

په افغانستان کې د زندانونو، پوځي عملیاتو،د موازي امنیتی جوړښتونو،ملیشو او د سولې د پروسې په اړه د نظر اختلافات موجود دي".


ده وویل، چې ولسمشرکرزي په وار وار ویلي چې له تروریزم سره مبارزه د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه ده بلکې د تروریزم د ځپلو لپاره باید د پولې هاغه غاړه د هغوی مرکزونه ویجاړ کړل شي.

ده څرګنده کړه چې د سولې پروسې په برخه کې هم ځینې مسایل شته او افغانستان په دې برخه کې یوازې له طالبانو سره نه بلکې له هیوادونو سره مخامخ دی.

د ولسمشرکرزي ویاند ایمل فیضي وویل ،افغان حکومت غواړي چې امریکا په افغانستان کې خپلۍ پالیسې اصلاح کړي او د ولسمشر کرزي لخوا مطرح کړي مسایل جدي ونیسي:

"د پاکستان په اړه د امریکا سیاست بله موضوع ده چې د سولې له پروسې سره رابطه لري.

افغان حکومت ډیر ځلې ویلي کله چې مونږ د سولې پروسه وایو مونږ یوازې د طالبانو په نوم ډلې سره مخامخ نه یو بلکې مونږ له هیوادونو او دولتونو سره مخامخ یو.

مونږ له پاکستان سره مخامخ یو،مونږ له امریکا سره مواجه یو او په دې اړه له یوشمیر نورو هیوادونو سره مخامخ یو.

په دې برخه کې لوبغاړي ډیر او مختلف دي".


ولسمشر کرزي په وروستیو ورځو کې په خپلو ویناو کې پر امریکا جدي انتقادونه کړي او ویلي یی دي چې امریکا له طالبانو سره پټې خبرې کوي.

ده څرګنده کړې چې یوشمیر طالب مشران له پاکستان څخه په الوتکوکې بهرنیو هیوادونو ته ځي او هلته له بهرنیانو سره پر یو میز چای څښي خو د ده په خبره په افغانستان کې ځان وژونکې او نورې حملې کوي او په دې ډول طالبان د امریکا په خدمت کې دي.

سره له دې چې د ولسمشرکرزي دا څرګندونې د امریکا او وسله والو طالبانو لخوا رد شوي خو د افغانستان په دننه کې یې هم په سیاسي کړیو کې انتقادونه او غبرګونونه را پارولي دي.
XS
SM
MD
LG