د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د لویدیځې وچې تر ټولو جګ اسمان څکی


په کومه ورځ چې په نیویارک کې د نړېوالې سوداګرۍ غبرګولې ودانۍ ونړول شوې، د وخت ښاروال رودې جولیاني اعلان وکړ، چې دا ودانۍ به بیا پورته شي، جولیانې ویلي و:

(موږ به یي بیرته جوړې کړو. موږ به له دغه حالت څخه د تیر وخت په پرتله په سیاسي او اقتصادي لحاظ ډېر غښتلې را ووځو.

دا آسمان څکې به ټول له سره جوړ شي.)

له یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې وروسته دا دی د آزادۍ څلی یا Freedom Tower بشپړېدو او ګټې اخیستو ته نږدی شوی دی.

د نیویارک ښار په زړه کې دا ستر ټاور یا آسمان څکی به د لویدیځې وچې تر ټولو جګ ټاور وي.

د دې ودانۍ وروستی مخروطې منار چې ۱۲۴ متیره اوږد دی، د ودانۍ ساحې ته د انتقال په حال کي دی او کاریګر او انجینران هوا ته انتظار باسي .

کله چې باد کمزوری او یا بیخې نه وې، دوي به دا منار د ودانۍ سر ته پورته کړي.

له بشپړیدو وروسته به د نړیوالې سوداګرۍ مرکز یا فریډم ټاور ۱۷۷۶ فټه جګوالی ولرې چې دا عدد د امریکا د متحده ایالاتو د آزادۍ له نیټې سره برابر دی.

د نړیوالې سوداګرۍ د مرکز د نوي ټاور یا ودانۍ ساختماني نقشه یا جیومتریک ډيزان له دوه زرو څخه د زیات شمیر سپارل شویو نقشو یا ډیزانونو له منځ څخه غوره شوی دی.

د رینا ګریګوري Rena Gregory په نامه ښځه چې د نړیوالې سوداګرۍ غورځول شویو ودانیو ته نږدي د یوه ابتدایه ښوونځې سکرتره ده، په ودانیو باندي د تروریستي حملو پر مهال په ښوونځې کي وه. دا پدي باور ده چې د نوي ټاور یا ودانۍ جوړول د نیویارکیانو د قوت څرګندوي دی:

(زه فکر کوم دا به په یقین سره داسي شی وي چې مونږ ته به را په زړه کوې چې مونږ سرسختې خلک یو او هیڅ شی مو نشي درولاي).

۵۶ کلن مسلمان ، کبیر جان مکګیهان چې د نړیوالي سوداګرۍ تر څنګه د ال فرح مسجد څخه یي خبرې کولې، وایي: د نړیوالې سوداګرۍ د مرکز یادګار یا خاطره له ټاور څخه ده ته زیات اهمیت لري.
XS
SM
MD
LG