د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۲۹

امریکا له افغان حکومت سره د نږدې ۲۵۰میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ


امریکا له افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې د نږدې دوه نیم سوه میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

د دې مرستې تړون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د امریکا سفارت د چارواکو ترمنځ لاسلیک شو.

دغه نوې مرسته د امریکا د پخوانیو ژمنو یوه برخه ده او د قانون د حاکمیت، له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې او د عدالت د ټینګښت په لارو چارو به ولګول شي.

د قانون د ټینګښت په برخه کې د امریکا د سفارت استازي سټیفن مکفرلنډ وایي، دغه پیسې ۲۰۱۳ م کال ته ځانګړې شوې او په راتلونکو کلونو کې به نورې مرستې هم وکړي.

مکفر لنډ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال جاوید لودین سره ددې تړون د لاسلیک کیدو پرمهال وویل، دا مرسته د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره د امریکا د هڅو ښکارندوي کوي:

(د دغه تړون له مخې مونږ افغانستان ته دوه سوه او نهه څلویښت میلیونه ډالر ورکوو چې له نشه یی موادو سره د مبارزې او د معتادینو د درملنې په مرکزونو لګول کیږي.

له دې سربیره دغه مرسته د قانون په حاکمیت، حقوقې روزنې او په میدان وردک او بغلان کې د نویو محابسو په جوړیدو مصرفیږي.)

له نشه یي موادو سره د مبارزې او د قانون او عدالت د ټینګښت په هدف په ۲۰۰۶ م کال کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د مرستې تړون لاسلیک شو.

دغه تړون هرکال د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا تعدیل او لاسلیک کیږي ترڅو د هماغه کال لپاره په یادو برخوکې د امریکا مرستې مشخصې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له نویو مرستو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې ددې پیسو په وسیله به په هیواد کې قانون او عدالت حاکم شي.

ددې وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین ددې مرستو ارزښت ته داسې اشاره وکړه:

(دا ډیره واضح خبره ده، فکر کوم د تکرار اړتیا به یې نه وي، دغه برخې چې مرسته ورسره شوې ده افغان حکومت ته ډیر اهمیت لري.

مونږ له خلکو سره ژمنه کړې چې قانون به عملي کوو، نو هر هیواد چې په دې برخه کې مرسته کوي د افغانستان په ګټه دی.)

له دې وړاندې هم امریکا د قانون او عدالت د ټینګښت او له نشه یی موادو سره دمبارزې په برخه کې ډیرې مرستې کړي، خو داسې انتقادونه شته چې دغه مرستې سمې نه دي لګول شوي.

د امریکا او ځینو نورو هیوادونو له مرستو سره سره بیا هم دا مهال د هیواد په ځینو ولایتونو کې کوکنار کرل کیږي، قانون ترپښو لاندې کیږي او عدالت ته هم هغه شان چې لازمه ده پاملرنه نه کیږي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG