نړۍ
چین وايي، یوویشت تنه د سکرو د کان کار کونکي مړه شوي
چارواکو نن وویل، د ژغورنې کار دوام لري، د چین دولتي رسنۍ وايي چې اته پنځوس نور کاریګر په خوندي توګه د پیښې له ځایه تښتیدلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اتریش له خپلې خاورې د څلورو روسي ډپلوماټانو د ايستلو پرېکړه کړې ده

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت نن دا څلور روسي ډپلوماټان تورن کړي چې د خپلو ډپلوماټیکو دندو خلاف عمل یې کړی دی.
دغو څلورو ډپلوماټانو ته د فبروري تر اتمې وخت ورکړل شوی چې د اتریش له خاورې ووځي.
دوه ډپلوماټان د روسیې په سفارت او دوه نور هم په ویانا کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د روسیې لپاره کار کوي.
مسکو تر اوسه پورې د اتریش د دې پرېکړې په وړاندې غبرګون نهدی ښوولی.
د پاکستان پوليسو د دغه هېواد د کورنيو چارو پخوانی وزير شيخ رشيد نيولی دی

د پاکستان پولیسو د کورنیو چارو پخوانی وزیر شيخ رشید نیولی دی.
په هغه باندې تور لګېدلی چې غوښتل یې د پخواني ولسمشر او پیپلز ګوند د شریک مشر اصف علي زرداري ژوند ته ګواښ پېښ کړي.
د اسلام اباد پولیسو په خپل ټوېټر د شیخ رشید د نیولو خبر تایید کړی دی او ویلي یې دي، چې هغه یې د محکمې د حکم پر اساس نیولی.
شېخ رشید د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د حکومت پر وخت د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی.
عمران خان د شيخ رشید نیول غندلي او اوسنی حکومت په مُغرضانه او غچ اخیستونکو کړنو تورن کړی.
کرېکټ؛ سویلي افریقا له انګلنډ ماتې وخوړه؛ خو لوبلړۍ یې وګټله

د کوربه سویلي افریقا او انګلنډ ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ د سویلي افریقا په ګټه پای ته ورسېده.
د چهارشنبې ورځ (د فبرورۍ ۱ نېټه) په درېیمه سیالي کې انګلنډ د ۳۴۵ منډو هدف کېښود او سویلي افریقا د ۲۸۷ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د انګلنډ په توپ وهونکو کې ډېوېډ ملان ۱۱۸ او لوبډلمشر جاس بټلر ۱۳۱ منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
د سویلي افریقا په توپ اچونکو کې اېنګېډي تر نورو ښه وځلېد او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
د دې لوبډلې د توپ وهونکو له ډلې نن ګلېسناو رضاهېنرېکس نیمه سلیزې ووهلې.
د انګلنډ لپاره په توپ اچونه کې جوفرا ارچر ۶ لوبغاړي وسوځول.
ارچر تر دوه کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل کرېکټ د سویلي افریقا پهلیګ کې مای کېپ ټاون لوبډلې ته پیل کړ.
د یادونې ده چې دا د ۲۰۲۳ نړیوال جام د سوپر لیګ سیالۍ وې چې لومړنۍ دوه لوبې یې سویلي افریقا وګټلې او اوس د سوپرلیګسیالیو د نومرو په جدول کې نهم مقام لري.
د اسرائيل صدراعظم: اوکراين ته د پوځي مرستو لېږل نه ردوو

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو وایي، اسرائیل اوکراین ته د پوځي مرستې لېږل نه ردوي.
نتانیاهو پرون چهارشنبې له امریکایي سيانان ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، ده یقیناً له کییف څخه د پوځي ملاتړ په اړه غور کړی و.
د اسرائیل صدراعظم په جلا توګه د دې یادونه وکړه چې اسرائیل چمتو دی چې اوکراین ته د اوسپنیز چتر په نوم د توغندیو ضد دفاعي سیسټم په ورکولو غور وکړي.
نتانیاهو همدارنګه وویل، چې دی چمتو دی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړي که چېرې دواړه لوري او د امریکا متحده ایالات ورسره موافق وي.
پوليسو پېښور کې د اعتراض پر مهال دغلته د وروستي خونړي بريد د څېړنو غوښتنه کړې

پرون چهارشنبې په پېښور کې په لسګونو پولیسو په یوه اعتراضي لاریون کې له حکومت څخه وغوښتل چې د دې ښار پر یوه جومات د دوشنبې د ورځې د خونړي ځانمرګي برید په اړه بشپړه او شفافه څېړنه ترسره کړي.
په دغه برید کې چې د پولیسو د کلک امنیتي زون د ننه جومات باندې وشو، د وژل شویو کسانو شمېر۱۰۱ ته رسېدلی او د ټپیانو ۲۲۱ تنه ښودل شوی دی.
ویل شوي اکثره قربانیان د پولیسو افسران و.
معترض پولیسان په پېښور کې د ژورنالېستانو د مرکز مخې ته راټول شوي او یو شمېر مدني او سیاسي فعالان هم ورسره یو ځای شوي وو.
د ساجد علي په نوم یوه متعرض ازادي راډیو ته وویل چې پولیس افسران مجبور شول چې پر چارواکو د فشار راوستو لپاره لاریون وکړي ځکه دا د پولیسو افسران دي چې په دغه ترهګرۍ او نا امنۍ کې وژل کېږي.
د علي دراز په نوم د دغه اعتراضي لاریون یوه بل ګډونوال وویل، پولیس غواړي دا ځواب ترلاسه کړي چې څرنګه یو ځانمرګی برید دومره ویجاړي رامنځته کولای شي.
په لومړي سر کې د پاکستاني طالبانو د ډلې، ټيټيپي یوه قومندان د دغه برید مسولیت اخیستی و، خو وروسته د دې ډلې ویاند محمد خراساني په دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړل او ویې ویل دا د دوی پالیسي نهده چې په بریدونو کې جوماتونه، مدرسې او نور مذهبي ځایونه په نښه کړي.
د بلغاريا پارلمان د ۱۹۳۲ او ۱۹۳۳ کلونو قحطي نسل وژنه ياده کړې ده

د بلغاریا پارلمان د یوې لایحې لهمخې د ۱۹۳۲ او ۱۹۳۳ میلادي کلونو قحطي نسل وژنه یاده کړې ده.
په لایحه کې چې پارلمان تصویب کړې راغلي، د پخواني شوروي اتحاد د دیکتاتور جوزف ستالین تګلارو بلغاریا کې میلیونونه کسان له منځه یوړل.
دغې لایحې ته په رایه اچونه کې د بلغاریا د پارلمان ۱۳۴ غړو مثبته او ۲۵ نورو منفي رایه ورکړه.
تاریخ لیکونکي لیکي، د شوروي د ناسمو محاسبو لهمخې په بلغاریا کې ۹ میلیونه کسان مړه شول.
هغوی نژدې ۹۰ کاله مخکې پر لوږې او قحطۍ سربیره د ستالین د رژیم لهخوا له تبعید او اعدامونو سره مخامخ شول.
امريکا د روسیې پر ۲۲ اتباعو او شرکتونو نوي بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د روسیې پر ۲۲ اتباعو او شرکتونو نوي بندیزونه ولګول.
د دغه وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، هغه کسان او شرکتونه چې له بندیزونو سره مخامخ شوي، د روسیې په دفاعي چارو کې ونډه او د دغه هېواد په پوځي صنعت کې رغنده رول لري.
دا اقدام د اوکراین په جګړه کې د روسي پوځیانو د کمزوري کولو په هدف ترسره شوی دی.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، دغه بندیزونه به روسیې ته جګړه سخته او ګران بیه کړي او د ولسمشر ولادمیر پوتین جنګي ماشین به کمزوری کړي.
امریکا او متحدانو یې د اوکراین د جګړې له پيل راهیسې څو ځله پر مسکو بندیزونه لګولي دي.
هندوستان د شلو اورونو په لوبلړۍ کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

د کوربه هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ درېیمه شل اوریزه سیالي هند د ۱۶۸ منډو په توپیر وګټله.
هند د شوبمن ګیل د سلیزې پر مټ د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه، چې نیوزیلنډ یې په ځواب کې یوازې ۶۶ منډې وکړې.
د هند په توپ وهونکو کې شوبمن ګېل په ۶۳ توپونو ۱۲۶ منډې وکړې چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې یې دا لومړۍ سلیزه وه.
د نیوزیلنډ توپ وهونکو د هندي توپ اچونکو پر وړاندې ښه لوبه ونه کړای شوه او یوازینی مخکښ توپ وهونکی یې ډیري مېچل و چې ۳۵منډې یې وکړې.
د هند لوبډلمشر هاډیک پانډیا په دې لوبه کې ۴، ارشدیپ سینګ، عمرام ملک او شېوام ماوي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
د یادونې ده چې دا لوبلړۍ هندوستان ۲-۱ وګټله.
د ایران د فردوسي پوهنتون له لسو زیات استادان له دندو ګوښه شوي

د ایران د مشهد ښار په شمال لوېدیځ فردوسي پوهنتون کې د محصلانو له اعتراضونو وروسته له لسو زیات څخه استادان له دندو ګوښه شوي دي.
په ایران کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې ۲۲ کلنې مهسا امیني د ایران د ګشت ارشاد پولیسو په توقیف کې د تېر کال سپمټبر میاشت کې ساه ورکړه.
د راپورونو پر بنسټ، د محصلانو د حقونو او د هغوي نه د ملاتړ په وجه تر یولسو زیات استادان له دندو لرې شوي دي.
اذربایجان کې ایران ته د جاسوسۍ په تور ۴۰ کسان نیول شوي

د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت د هغو څه باندې ۴۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی چې ګمان کېږي د ایران د جاسوسۍ د شبکې غړي دي.
ویل شوي چې دې شبکې د مذهب په نوم د ایران په ګټه تبلیغ کاوه.
د اذربایجان د کورنیو رسینو د راپورونو پر بنسټ، یاد کسان په باکو او نورو ښارونو کې نیول شوي دي.
تهران تر واوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.