د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۹

نړۍ

د پاکستان پارلمان د ماشومانو په اړه یوه لایحه تصویب کړه

د پاکستان پارلمان داسې یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې يي د ماشومانو جسمي تنبه کول یا وهل ټکول منع کېږي.

دا لایحه د سې شنبې په ورځ د ملي اسامبلی له خوا د رایو په توافق سره تصویب شوه.

د دې لایحې له مخې که څوک یو ماشوم جسمي تنبه کړی، یعنی ويي وهي نو تریوه کال بند او یا هم پینځوس زره رپیو پورې جریمه کېږي.
د دې لپاره چې دا لایحه په ملي قانون باندې بدله شي پکار دی، چې د پاکستان د سنا له خوا تصویب او بیا د دې هېواد د ولسمشر له خوا لاسلیک شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ترکيه کې د زلزلې له امله ۷۶ کسان مړه شوي

ترکيه کې د زلزلې انځور

په ترکیه او سوریه کې د نن سهار په زلزله کې د مړو شمېر په زیاتېدو دی.

د رویترز اژانس په وینا، د ترکیې د طبیعي افتونو په وړاندې د مبارزې ادارې تر اوسه د څه باندې ۷۶ کسانو مړینه او د ۴۴۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

اسوشېټېډ پریس اژانس بیا راپور ورکړی، چې څه باندې ۹۹ کسان په سوریه کې مړه شوي او ۳۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

اټکل کېږي، چې د مړو شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه په ترکیه او سوریه کې لا هم ګڼ کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې راګیر پاتې دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، دا زلزله د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې وه.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د سوریې د پولې په ۹۰ کیلومترۍ کې د ترکیې په غازي عینتاب کې و.

د زلزلې ټکانونه، په لبنان او قبرس کې هم احساس شوي دي.

يونان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې څلور پناه غوښتونکي مړه شوي

د یونان ساحلي ساتونکي وايي، چې د درېیو ماشومانو په ګډون څلور پناه غوښتونکي وروسته له هغې مړه شول چې کښتۍ یې پرون د اژه سمندرګي په جنوب شرق کې له لیروس ټاپو دباندې ډوبه شوه.

چارواکو ویلي، چې ماشومانو په روغتون کې تر بستر کېدو وروسته ساه ورکړه.

د یونان یوه چارواکي ویلي، چې دغه کښتۍ له ترکیې روانه شوې وه.

د دغو پناه غوښتونکو هویت نه‌دی مشخص شوی.

د هسپانیا او ایټالیا تر څنګ یونان له منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه اروپا ته د داخلېدو لپاره د پناه غوښتونکو عمده لار ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير عراق ته تللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون ناوخته پر انرژۍ او د خوړو پر خوندیتوب د خبرو لپاره عراق ته ورسېد.

دا خبره د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد الصحاف کړې ده.

لاوروف د یوه لوی هیئت مشري کوي.

الصحاف د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په دې هیئت کې د تېلو او ګازو د کمپنیو استازي دغه راز پانګه‌وال شامل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به نن دوشنبه له خپل عراقي سیال فواد حسین سره وګوري.

والسټریټ ژورنال: روسيه او ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد پلانونه پر مخ وړي

د ايران يوه بې‌پيلوټه الوتکه

روسیه او ایران غواړي هغه پلانونه مخته یوسي چې له‌مخې به یې په روسیه کې د ایران ساخت د شاوخوا شپږ زره هغو بې‌پیلوټه الوتکو تولید پیلیږي چې مسکو په اوس وخت کې ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي.

دا خبر پرون یکشنبې امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه متحد چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، د چارواکو له قوله ورکړی دی.

دغو چارواکو ویلي چې مسکو او تهران هڅه کوي چې یوه چټکه بې‌پیلوټه الوتکه تولید کړي چې په ښه توګه د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک چلنج کړي.

واشنګټن تېره میاشت خبرداری ورکړ چې مسکو او تهران په روسیه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو د یوې فابریکې پر جوړولو غور کوي.

ترکيه کې نن سهار زلزله شوې

انځور - ارشيف

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې زلزلې نن سهار د ترکیې جنوب ختیځه برخه ولړزوله.

دغې زلزلې د ترکیې تر څنګ په ګاونډي هېواد سوریه کې هم ځینې ودانۍ نړولې دي.

دغې زلزلې په ترکیه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي، خو وېره کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه ګڼې ودانۍ نړېدلې دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په ویناو د زلزلې مرکز د ځمکې په تل کې څه کم ۱۸ کیلومتره ژور و.

د ترکیې د عثمانیه والي وايي، لږ تر لږه ۵ کسان په دې ځای کې مړه شوي دي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې په دیاربکر ولایت کې ۷ ودانۍ نړېدلي او خلک ترې لاندې راګیر پاتې دي.

په ګاونډي هېواد سوریه کې بیا چارواکو ویلي، چې هلته هم ځینې ودانۍ نړېدلي او بېره کېږي چې خلکو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي.

د اوکراين په لوهانسک کې وضعيت ناوړه بلل شوی

لوهانسک سيمه

د اوکراین د لوهانسک سیمې والي سرهی هیدای وايي، اوکرایني ځواکونه لا هم په لوهانسک کې پر بیلو هوریفسکا کلي کنټرول لري.

والي نن ویلي، چې وضعیت په دې کلي کې ناوړه دی، خو وضعیت په کنټرول کې دی.

هیدای د اوکراین ملي ټلوېزیون ته ویلي: په روسیه کې داسې اطلاعات خپاره شوي وو، چې ګواکې بیلو هوریفکا کلی د روسي پوځیانو له‌خوا نیول شوی او له هغه ځایه د اوکراین وګړي شړل شوي دي، خو په اصلي کې د اوکراین پوځیان لا هم په خپلو سنګرونو کې دي.

د ده په وینا هيڅوک نه‌دي نیول شوي او هلته د دوی دښمن حضور نه‌لري.

د مسکو له‌خوا هلته یوه ګمارل شوي چارواکي او د روسیې پلوي بلاکګرانو په وروستیو کې ادعا کړې وه، چې روسي ځواکونو د بیلو هوریفکا پر لوري پرمختګونه کړي.

دا د لوهانسک وروستۍ داسې سيمه ده، چې د اوکرایني ځواکونو په ولکه کې ده.

ټاکل شوې د امريکا ولسمشر پولنډ ته سفر وکړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پولنډ ته سفر وکړي.

د پولنډ د بهرنۍ پالیسۍ یوه سلاکار مارچین پژیداچ (Marcin Przydacz) پرون شنبه یوه ټلوېوزیون ته په خبرو کې ویلي، ولسمشر جو بایډن به د پولنډ د ولسمشر اندژې دودا بلنې ته مثبت ځواب ووايي او پولنډ ته به دا سفر وکړي.

د هغه په وینا پر دې موافقه شوې چې امریکايي لوری به په مناسب وخت کې د دې سفر دقیقه نېټه اعلان کړي، خو دا سفر به ډېر ژر ترسره شي.

د پولنډ دغه چارواکي ویلي، د دې سفر پر چمتووالي کار روان دی او ده ویلي چې د پولنډ له امنیت د امریکا د ملاتړ دوام خورا مهم دی.

پاکستاني پوليسو د ټي‌ټي‌پي د دوو قوماندانانو د وژنې خبر ورکړی

پاکستاني ځواکونه

د پاکستان پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې يې د تحريک طالبان پاکستان یا (TTP) دوه قوماندانان وژلي دي.

د پولیسو یوه افسر محمد علي ګنډاپور پرون شنبه ویلي، چې د طالبانو دغه وژل شوي قوماندانان د پولیسو د پنځو افسرانو د وژنې له کبله تر تعقیب لاندې وو او د دې تر څنګ د امنیتي ځواکونو پر پوستو په حملو کې هم دخیل وو.

د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو د دغو دوو قوماندانو پر سر شا و خوا ۷۰۰۰ ډالره جایزه هم اعلان کړې وه.

پولیس وايي څلور نور وسله‌وال او یوه اندازه مهمات یې نیولي دي.

د پاکستان پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف د يوې اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ

د پاکستان پخوانی پوځي مشر، پروېز مشرف

د پاکستان پخوانی پوځي مشر، پروېز مشرف په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.

د پاکستان پوځ نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې د مشرف مړینه خواشینوونکې بللې او په دې اړه یې خواخوږي ښوولې ده.

مشرف په ۱۹۹۹م کال کې د یوې سپینې کودتا په نتیجه کې قدرت په لاس کې واخیست او له ۲۰۰۱ څخه یې تر ۲۰۰۸م کاله پورې د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د هغه په واکمنۍ کې د افغانستان د تېر حکومت چارواکو دی د افغان طالبانو په ملاتړ تورناوه، هغه تور چې اسلام اباد په وار- وار رد کړی دی.

پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمر د یوولسمې حملې داسې وخت شوې وې چې مشرف په واک کې و.

پېښور کې د نا امنۍ او ترهګرۍ پر ضد زرګونه کسانو لاریون وکړ

پېښور کې د لاريون يو انځور

په دې لاریون کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو برخه واخیسته.

لاریون ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور په پولیس لاینز کې برید وغانده او هغه یې پر پښتنو باندې یو برید وباله.

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو نه پېښور ته راغلي خلک لومړی د پریس کلب مخې ته راټول شول او بیا یې د صوبايي اسمبلۍ تر ودانۍ پورې لاریون وکړ.

په خیبر پښتونخوا کې د امن د غوښتو لپاره دا مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې د پاکستان د اطلاعاتو د وزیرې مریم اورنګزیب د خبرو په اساس د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

د بريد اکثره مړه او ټپيان پوليس وو او د ټولو ټپيانو شمېر تر دوو سوو زيات ښودل شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG