د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

"د افغان ځواکونو لپاره د پوځي امکاناتو کموالی یوه لویه ستونزه ده"


د افغان حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د دې هېواد ځواکونه لا هم پوره پوځي امکانات او تجهیزات نه لري، خو دا مهال د افغانستان په دننه او بهر کې سلګونه ځوانان په دې برخه کې لوړو زده کړي کوي.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي وايي، د افغان ځواکونو لویې ستونزې د هوايي ځواک، استخباراتو او تجهیزاتو په برخه کې دي.

جنرال محمدي د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په دفاعي پوهنتون کې له پوځي اکاډمۍ څخه د 275 تنو محصلینو د فراغت په غونډه کې وویل، چې افغان حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره کار کوي:

“هوايي ځواک زموږ لویه ستونزه ده، همدا اوس زموږ سلګونه کسان د پیلوټۍ او انجینیرۍ په برخه کې په افغانستان او بهر کې د هوايي ځواک په برخه کې زده کړي کوي.

تجهیزات، د استخباراتي مسایلو کشف، توپچې، له ماین او چاودېدونکو توکو سره مبارزه او د لوجیستیک او تدارکاتو په برخه کې ځني نیمګړتیاوي زموږ لویي ستونزي دي او د حل لپاره یې کوښښونو ته دوام ورکوو.”

افغان حکومت تر دې پخوا په وار وار له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې د دې هېواد له هوايي ځواک سره مرسته او همکاري وکړي، خو ویل شوي چې لا تر اوسه په دې برخه کې نړېوالې ټولنې لازمه مرسته نه ده کړې.

خو شا او خوا یوه میاشت مخکې د ناټو په مشرۍ ایساف چارواکو وویل، چې د 2016 کال تر پایه به افغان هوايي ځواک د اوس په مقایسه ډیر پیاوړی شی.

تمه ده، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د راتلوونکې لمریز کال په لومړیو کې د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو څلورم پړاو هم هم پیل شی، د پوځي چارو پوهان وايي، که د افغانستان هوايي ځواک نیمګړی وي، نو افغان ځواکونه به په دې برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

نور الحق علومي ازادۍ راډیو ته وویل د افغانستان ګاونډیان به بیا هم د افغان ځواکونو له کمزوریو څخه ناوړه ګټه واخلي او دا هیواد به یو ځل به بیا له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي افغان هوايي ځواکونه اوس مهال نژدې 50 ټرانسپورټي الوتکې او هلیکوپټرې لري، چې د امنیتي ځواکونو اړتیاوي نه سي پوره کولای.

په 2009 میلادي کال کې امریکا له ایټالیا سره یو تړون لاسلیک کړی وو، چې افغان هوايي ځواکونو ته الوتکې ورکړي، خو دغه تړون څو میاشتي مخکې د ځینو ستونزو له امله بیرته فسخ شو.

پوځي کارپوهان د افغان ځواکونه لپاره هوايي ځواک ډیر مهم بولي او افغان حکومت او نړیوالي ټولني ته سپارښتنه کوي، چې دې برخي ته ځانګړی پام وکړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG