د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۳

"دولت دې د کانکور د ازموینې پایلې باطل اعلان کړي"


د حزب اسلامي د ځوانانو د ټولنې په سلګونو غړیو چې د کانکور په ازموینه کې بې نتیجي اعلان شوي دي، د کابل ښار د ده بوري له څلور لاري څخه تر ملي شورا پورې واټن پلي وواهه.

دوي په شعارونو کې ویل، د کانکور په ازموینه کې درغلۍ شوي او حکومت باید پرې نه ږدي چې د مستحقو ځوانانو حقونه تر پښو لاندې شي.

دوی د ملي شورا مخې ته تم شول او یو پریکړه لیک یي هم ولوست.

د مظاهرې یوه تن تنظیموونکي ملنګ هوتک وویل:

«په دې کانکور کې د افغانستان د تکړه او با استعداده ځوانانو حقونه خوړل شوي، خیانت شوی او موږ غواړو چې د کانکور نتایج دی له سره وکتل شي که زموږ غوښتنې ونه منل شي موږ به په ټول هېواد کې مظاهرې تنظیم کړو.»

دوې ولسي جرګې ته خپل شکایت وسپاره او ترې ویې غوښتل، چې د لوړو زده کړو وزیر دې ژر تر ژره استیضاح کړي.

د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي کمیسیون غړي د دوي مخې ته را ووتل او ژمنه یې وکړه، چې د دوي پر شکایت به غور وکړي.

د دې کمیسیون غړي عبدالستار خواصي وویل:

«ولسي جرګه د کانکور د نتایجو په برخه کې بې پروا نه ده، موږ به ستاسې شکایت په کمیسیون وڅیړو او د جرګې عمومي غونډې ته به وړاندې کړه، زه وعده درکوم چې په دی برخه کې غفلت نه کوو.»

د لوړو زده کړو وزارت وایۍ، د کانکور د ازموینې پروسه په پرمختللو تخنیکي وسایلو ترسره شوی او هیڅ ډول درغلی په کې نه دي شوي.

د افغانستان د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو د کانکور نتایج کابو درې اوونۍ مخکې اعلان شول.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال د کانکور په ازموینه کې یو لکو، پنځه اویا زره، نهه سوه، یو څلویښت داوطلبو برخه اخیستې وه چې له دې جملې څخه نهه اویا زره، څلورسوه، پنځه ویشت دولتي پوهنتونو او د لوړو زده کړو عالي موسسو ته بریالي شول.

سره له دې چې سږ کال پوهنتونونو ته د ځوانانو د جذب اندازه د تیرو کلونو څخه زیاته ده خو زرګونه ځوانان شکایت کوي چې د کانکور په آزموینه کې درغلۍ وې او د دوي حقوق ترپښو لاندې شوي دي.

خان محمد “سیند”
XS
SM
MD
LG