د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۰۴

ناسا وايي، په مریخ کې د ژوند د امکاناتو نښې موندل شوي


د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره (NASA) وايي، چې په مریخ کې یې د ژوند د امکاناتو نښې موندلې دي.

د ناسا یوې تحقیقاتي فضايي بیړۍ (کیوریوسیټي Curiosity) په وروستیو کې د مریخ له خاورې نمونې اخیستي او تر څيړلو وروسته یې څرګنده شوې، چې ښايي ډیر کلونه مخکې په دې سیاره کې ژوند ممکن وو.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې (ناسا) ساینس پوهانو د خپلو دې تحقیقاتو نتایج د سه شنبې په ورځ اعلان کړل.

دې ادارې لږ تر لږه اوه میاشتې مخکې د (کیوریوسیټي Curiosity) په نوم څیړنیزه فضايي بیړۍ مریخ ته واستوله.

دې څيړنیزې دستګاه ته مصنعوي (Robot) وزر (لاس) ورکړل شوي تر څو د نمونو اخیستلو لپاره کیندنې وکړي.

د ناسا په وینا، دې دستګاه د مریخ پر مخ په یوه لویه ډبره کې کیندنې کړې او د هغه نمونه یې ځمکې ته را ستولې ده.

ناسا وايي، چې د دې اخیستل شوې نمونې تر څیړلو وروسته څرګنده شوې، چې ښايي یو مهال په مریخ کې اوبه، خاوره، سلفر او نور منرالونه موجود وو.

د مریخ په اړه د ناسا سر څيړونکی مایکل مییر (Michael Myer) پرون وویل : تاسې فکر وکړی، چې موږ پر مریخ د راکښته کیدو پر وخت څومره خوشاله وو او له دې سره سم موږ د اوبو نښې وموندلې.

موږ داسې کندې وموندلې، چې ښايي هلته ډیر کلونه پخوا دریاب وو. موږ اوس د مریخ پر مخ د اکسیجن تر قشر لاندې د ډبرو په څیر قشر موندلی دی.

موږ په داسې ځاي پسې ګرځیدلو، چې په پخوا زمانه کې هلته ژوند ممکن وو. زما په باور دا د فوق العاده خوشالۍ خبره ده.

ښاغلي مییر ویلي، په مریخ کې حتمی یو مهال ژوند ممکن وو.

د ناسا یو بل ساینس پوه جان ګروزنګر د مریخ پر مخ د اوبو د یوه وچ شوي جریان په اړه ، چې (Yellow Knife Bay) بلل کیږي وايي:

زه فکر کوم، چې موږ د ژوند کولو لپاره مساعد محیط موندلی دی. ښايي هغه وخت، چې د دې جریان اوبه نه وې وچې شوې، نو که څوک هلته تللي واي، دا اوبه د څښلو وړ وې.

د ناسا ساینس پوهان وايي، چې دا یوازنی ځاي دی ، چې د ژوند امکانات پکې موندل شوي دي.

د دوي څيړنیزه فضايي بیړۍ کیوریوسیټي به دوې میاشتې وروسته د مریخ په یوه بله برخه کې کیندنې پيل کړې تر څو د عضوي عناصرو د موجودیت په اړه د تحقیق لپاره نمونې واخلي.

د ناسا یوې بلې څيړنیزې بیړۍ ، چې تر دې مخکې مریخ ته استول شوې، وه دا خبره کړې وه ، چې مریخ یو مهال روانې اوبه درلودې.

د ناسا ساینس پوهانو هغه مهال داسې ګومان کاوه ، چې په مریخ کې اوبه ښايي ډيرې تیزابي وې نو له دې امله د ژوندیو موجوداتو د امکان په اړه یې ډير ډاډ نه درلود.
XS
SM
MD
LG