د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

"د کرزي وروستۍ څرګندونې د ملي ګټو پرخلاف دي"


د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د هماهنګۍ شورا ټینګار کوي، چې د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي او ستونزې ډیروي.

د دې شورا غړي او د حق او عدالت ګوند ویاند حمید الله فاروقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې د هغه خپل نظر دی او دوي له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د امریکا کړیو هلو ځلو ته د قدر په سترګه ګوري.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې ولسمشر کرزی باید له هغه ډول څرګندونو څخه ډډه وکړي، چې د افغانستان اړیکې له نړېوالې ټولنې په تیره له امریکا سره زیانمنې کړي:

(له هر دریځه چې دا ډول خبرې مطرح کېږي نشي کولای د افغانستان د خلکو نظر څرګند او د دې هېواد د ملي ګټو پر اساس وي.

دا ډول خبرې کولای شي د افغانستان ثبات، سلامتیا او د دې هېواد د خلکو هیلې زیانمنې کړي.

په تیره چې په دې هېواد کې د سیاسي لیږد پروسه پیل شوې او نړېوال ځواکونه هم له دې هېواد څخه د بیرته د تلو په حال کې دي.

دا ډول څرګندونې کولای شي جدي ستونزې د افغانستان او د د ې هیواد د خلکو پر وړاندې رامنځ ته کړي.)

د سیاسي ګوندونو اوایتلافونو د هماهنګۍ شورا یوه اعلامیه هم خپره کړه، چې په کې راغلي وو د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې د افغانستان په زیان او د هغه سلیقوي سیاست دی.

ولسمشر کرزي درې ورځې وړاندې په کابل کې په خپلو تازه څرګندونو کې وویل، چې وسله وال طالبان له پاکستان څخه په نویو اوعصري الوتکو کې اروپایي او د خلیج هېوادونو ته ځي او له امریکایانو سره خبرې کوي خو د دې هېواد په دننه کې پر افغانانو حملې ترسره کوي.

هغه همدا شان د سې شنبې په ورځ په هملند کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې وسله وال طالبان له بهرنیانو سره یوځای چای څښي او چاکلیت خوري خو په دې هیواد کې ځان وژونکې او نورې حملې کوی چې د امریکا د خدمت لپاره دي.

د ملي جبهې ویاند فیض الله ذکي هم په دې غونډه کې څرګند کړه، چې د نړېوالې ټولنې او امریکا په اړه د ولسمشرکرزي په نظر کې ډیر بدلون راغلی،ده هم ټینګار وکړ، چې د ولسمشرکرزي وروستۍ څرګندونې سیاسي کړۍ او د افغانستان خلک هک حیران کړی دي:

(ښاغلی ولسمشر تل د افغانستان خلکو ته ویلي، چې یوازې له نړېوالې ټولنې سره همکاري او ملګرتیا کولای شي د افغانستان ستونزې حل کړي.

اوس نه پوهیږو چې څه وشول چې په یوه شپه کې د ولسمشرکرزي افکار یو سل او اتیا درجې بدل شوي دي.

دا داسې پوښتنې پیدا کوي چې آیا هغه څه چې ولسمشرته د پام وړ دي له قانون څخه ساتنه او ملي حاکمیت دی او که د کورني او ډله ایز حاکمیت ساتنې ته د هغه پاملرنه.)

امریکایی چارواکو هم د ولسمشرکرزي د وروستیو څرګندونو په هکله غبرګون ښودلی خو ویلي یی دي چې په دې ډول څرګندونو سره به امریکا د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې بدلون رانه ولي.

دغه راز وسله والو طالبانو هم د ولسمشرکرزي وروستۍ څرګندونې رد کړی دي.

خو جمهور رییس کرزي ټینګار کړی چې هغه د افغانستان ملي ګټو ته ژمن دی او د دې هیواد د ملي حاکمیت او بشپړې خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي.

یوشمیر سیاسي څیړونکو هم د ولسمشرکرزي وروستۍ څرګندونې د افغانستان په ګټه نه دي بللي او ویلي یی دي چې د پاکستان او امریکا له همکارۍ پرته په دې هیواد کې سوله او پرمختګ نشي راتلی.
XS
SM
MD
LG