د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

"د ننګرهار په هسکې مینه کې دولتي چارواکي د بیارغونې مخه نیسي"


د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې د دوي ولسوالۍ د مریض کنډو په سیمه کې ولسوال د تیریدونکي سړک مخه نیولې ده.

دوی وايي، چې د دې سړک پینځه اتیا سلنه کار بشپړ شوی دی، خو اوس د ولسوالۍ چارواکو د سړک جوړونې شرکت ته ویلي، چې تر هغه دې سړک نه جوړوي ترڅو، چې يي د والي امر نه وي راوړی، په داسې حال کې، چې د وزارت له خوا ورته مکتوب ورکړل شوی دی:

«دا زموږ ولسوال دی، چې دا باید ورنه لیدنه وکړي کارکوونکي تشویق کړي ما څو وارې ورته وویل، چې ولسوال صیب د دې کاریګرو احوال واخله خو دوي ورته نورې ستونزې جوړوي.

ما خپله هلته کار کاوه، عسکر راغی، چې ولسوال غوښتی يي، بیا موږ ته يي ویل، چې تاسې ولایت نه مکتوب راوړی تر هغې پورې د کار کولو اجازه نه درکوو،مړه د دوی بس کلمې خوږیږي خاص خبره دې ته جوړوي،چې یو څه ورکړې.

زما نوم قاري حسین دی، موږ دلته د دې په خاطر راغلي یو، چې د ولسوالۍ له خوا زموږ سړک بند شوی دی او غوښتنه مو دا ده، چې دا سړک باید جوړیدو ته پریږدي.»


بل خوا د هسکې مینې ولسوال اسرارالله قاضي زاده وايي، چې ده د والي په هدایت د دې سړک کار بند کړی دی.

نوموړی وايي، چې والي ګل اغا شیرزي له دې وړاندې ورته ویلي و، چې هیڅ یوه وزارت او یا هم خیریه ټولنې ته اجازه ورنکړي، تر څو، چې د ولایت له خوا يي مکتوب نه وي راخیستی:

«په دې اړه د ولسوالۍ لخوا څه مشکل نشته،خو دوه میاشتې وړاندې د والي صیب د هدایت سره سم موږ ته يي ویلي و،چې هر هغه پروژه که د ډونرانو له خوا نه وي او یا هم د وزارتونو لخوانه وي باید د شخص والي صیب په امضا او حکم ترسره شي، نو دوی سره په مکتوب کې د شخص والي صیب امضا نه وه نو ځکه موږ دا سړک متوقف کړ.»

د هسکې مینې قومي مشر ملک اعتبار وايي، په دې اړه يي له ولایتي چارواکو سره لیدلي او هغوی ورته ډاډ ورکړی،چې پر سړک به کار پيل شي.

د نوموړي په خبره دې سره خوا کې ولسوالۍ ته څېرمه قومي مشرانو لپاره د جرګو یوه ودانۍ هم جوړیږي،چې ولسوال په همدې بهانه د هغه جرګه هال د جوړیدو مخه هم نیولې ده:

«دلته د ولسوالۍ خوا کې یو جرګه هال جوړیږي،په هغې کې مشکل پاتې دی او ولسوال د هغې د جوړیدو مخه هم نیولې ده»

بل خوا سیمه ایز قومي مشران وايي،چې دولت باید د بیارغونې له کارونو څخه ملاتړ اعلان کړي او خپله سیمه ایز مشران باید ددې کارونو څخه لیدنه وکړي او امنیت ورته خوندي کړي،خو ولې برعکس د یوه نامعلوم هدف لپاره په سیمه کې د پرمختګ او بیارغونې د کارونو مخه نیسي.

دوی وايي د دولتي چارواکو دغه ډول کړنې به د ولس او حکومت ترمنځ به واټن لاپسې زیات کړي.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG