د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ولسمشر کرزی څه تمثیلوي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو چې تر موږ را رسېدلي د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې بیا هم د ولسمشر کرزي وروستیو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

باور:

باور ورځپاڼې لیکلي: د ولسمشر کرزي د خبرو ترشاه څه پراته دي؟

لیکوال د ولسمشرکرزي د خبرو په حواله لیکلي: د وسلوالو طالبانو مشران په عربي او اروپايي هېوادونو کې له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي او طالبان او امریکایان په خپلو کې سره جوړ دي او د امریکا لپاره کار او خدمت کوي.

ورځپاڼې وړاندې د کارپوهانو په حواله لیکلي، چې د ولسمشر کرزي دغه څرګندونې ځکه مطرح شوي، چې په دې وروستیو کې د ولسمشر کرزي د څو غوښتنو په اړه لکه افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل او له میدان وردګو څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

د مقالې د لیکوال په اند د ولسمشر کرزي دا ډول څرګندونې کیدای شي د دې ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

خدمتګار:

له بلې خوا خدمتګار ورځپاڼې بیا پوښتلې: چې ولسمشر د دې خبرو په کولو سره څه تمثیلوي؟

ورځپاڼې وړانډې لیکلي، په دې وروستیو کې افغان ولسمشر دومره تغیر کړی، چې فکر کیږي دا خبرې به يي نمایشي بڼه ولري.

د مطلب لیکوال لیکلي، چې دا خبرې له وړاندې د سر چوک اوازې وې، چې طالبان د امریکا کسان دي او امریکا دوی ته وسلې، مهمات او پیسې ورکوي، خو هیڅ چا دا وړاندوینه نشوه کولای چې افغان ولسمشر دا خبرې جدي ونیسي او یا دا خبرې د افغان حکومت له موقفه بیان کړي.

ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي، د ولسمشر کرزي له دې څرګندونو معلومیږي، چې ولسمشر د سبا په فکر کې دی، چې که چیرې طالبان بیا هم صحنې ته راځي، نو دی یوه ملي شخصیت دی او د خلکو په اړه فکر کوي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، چې ولي بیا د افغانستان او امریکا اړیکې خرابې شوې دي؟

د سرمقالې د لیکوال په باور اصلي هدف دلته د امریکا دایمي هډې دي.

امریکا غواړي لکه څنګه چې په تیرو دولسو کلونو کې په کومو شرایطو چې په افغانستان کې پاتې شول اوس هم په همدې ډول دوام ورکړي.

محور:

محور ورځپاڼې بیا د بګرام زندان د سپارلو په اړه د ولسمشر کرزي خبرې اخیستي او لیکلي دي، چې تمه ده د دې زندان مسولیتونه د روانې اونۍ په سر کې افغانستان ته وسپارل شي.

د مقالې لیکوال لیکلي روان کال کې څو ځلي افغان حکومت د دې زندان د سپارلو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه دا محبس افغان لوري ته نه دی سپارل شوی.

ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د خبرو په حواله لیکلي: که چېرې دا ځل هم بګرام زندان افغان لوري ته ونه سپارل شي نو دوي به خپل ځواب ورته واوروي.

ورځپاڼي همدا راز ليکلي امریکا ځکه بګرام زندان افغان لوري ته نه سپاري، چې ګنې افغان ولسمشر به زندانیان د بې ګناهی په نوم له زندان نه ازاد کړي.

د مقالې لیکوال لیکلي افغان حکومت نه باید د بګرام زندان د مسولیت اخیستلو پر سر له احساساتو کار واخلي او خپلې ۱۰ کلنې لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي.

چمتو کوونکې: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG