د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۹

نړۍ

د امریکا د ملي استخباراتو وویل، چې القاعده نور یو عمده ګواښ نه دی

د امریکا د ملي استخباراتو مشر وویل، چې القاعده نور یو عمده ګواښ نه دی.

جیمز کلپر په هغه کلني رپوټ کې چې د کانګرس غړیو ته یې د سې شنبې په ورځ وړاندې کړ، وویل، د القاعدې بنیاد سخت کمزوری شوی او دغه ترورستي ډله نوره داسې نه ښکارې چې پر لویدیځ د لویو پیچلو بریدونو وس ولري.

کلپر د سنا د استخباراتو کمیټې ته وویل، سربیره پر دې چې القاعده کمزورې شوې ده، دغې ډلې د امریکا پرضد خپله جګړه نه ده درولې او د دې ډلې ملاتړي په ځانګړې توګه په یمن کې پلانونه جوړوي چې پر امریکا او متحدانو یې برید وکړي.

کلپر زیاته کړه چې انټرنټي بریدونو او انټرنټي جاسوسي د ترورستي بریدونو ځای نیولی او امریکا ته په یو ستر ګواښ بدل شوې دي:

«په زیاتیدونکې بڼه، حکومتي او غیر دولتي ډلې له انټرنټه کار اخلي، دوی د خپلو ستراتیژیکو هدفونو لپاره د انټرنټ تخنیک او امکانات پکار اچوي. داسې چې د حساسو اطلاعاتو د راټولولو لپاره د خصوصی او عامه سکټورونو محتوا څاري. دغه ډول زموږ د هیواد ټول سکټورونه، که حکومتي دي، که خصوصي دي او که زیربنایي دي، له خطر سره مخامخوي»

د کلپر په څلوردیرش مخیز رپوټ کې، چې د امریکا د استخباراتي ادارو راغونډ کړې معلومات پکې ټول شوې دي، د شمالي کوریا په ګډون د بیلابیلو ګواښونو یادونه شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بلاروس کې یو خبریال لوکاشېنکا ته د سپکاوي په تور په بند محکوم شو

د بلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشېنکا

په بلاروس کې یو خبریال د دې هېواد مستبد واکمن الکساندر لوکاشېنکا ته د سپکاوي په تور په اتلس میاشتې بند محکوم شو.

د سیارها هارد زیویچ په اړه د محکمې پرونی (د زمري ۱۱مه) حکم پر رسنیو او د بشري حقونو پر فعالانو د بلاروس د رژیم د پراخو ځپونکو اقداماتو یوه برخه ده.

۵۰ کلن هاردزیویچ چې د پلازمېنې مېنسک په ۳۰۰ کیل ومترۍ کې د دراهیښین ښار اوسېدونکی دی، د شپاړلس سوه ۱۶۰۰ امریکايي ډالرو په نغدي جریمه هم محکوم شوی دی.

څارنوالانو ویلي دي چې دې خبریال د ټلیګرام شبکې د خبرو اترو په یوه ګروپ کې لوکاشینکا ته سپکاوی کړی دی.

د بشري حقونو مدافع ډلو سیارها هارد زیویچ سیاسي محبوس بللی او د ده پر وړاندې د لوکاشینکا د رژیم اقدام یې غندلی دی.

د ترکیې ځنګلونو کې اور لګېدنه؛ تر اوسه ۸ کسان وژل شوي

د ترکیې په ځنګلونو کې لګیدلی اور

د ترکیې په ځنګلونو کې د اور لګېدو د دوام له کبله تر اوسه د لږ تر لږه اتو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د ترکیې د جنوب په ځنګلونو کې دا اور اووه ورځې مخکې ولګېد چې په ترڅ کې تر ډېره د دې هېواد ساحلي ښارونه چې د کال په دې موسم کې سیلانیان ورته راځي، زیانمن شول.

د ترکیې د ځنګلونو وزیر باقر پاګدیمیرلي پرون د اګسټ په دوهمه وویل چې دوی تر دې دمه په ۱۲۵ ساحو کې لګېدلی اور کنټرول کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دې اور د لګېدو علتونه سخته تودوخه او تُند بادونه دي.

د راپورونو له مخې د متضررو سیمو زرګونه اوسېدونکو خپل کورونه پریښي او یو شمېر سیلانیان هم له خپلو هوټلونو څخه وتلي او ځانونه یې امن ځایونو ته رسولي دي.

اروپايي ټولنې ویلي دي چې د اور وژنې درې الوتکې د مرستې لپاره ترکیې ته استوي.

انقره وايي چې له اوکراین، روسیې، ایران او آذربایجان څخه یې هم د اور وژنې د الوتکو غوښتنه کړې ده.

د المپیک نړیواله کمېټه وايي د بلاروس منتقده لوبغاړې اوس بشپړ خوندیتوب کې ده

د بلاروس د حکومت منتقده لوبغاړې کریسټینا تسیمانوسکایا

د المپیک نړیواله کمېټه (IOC) وايي د بلاروس د حکومت منتقده لوبغاړې کریسټینا تسیمانوسکایا چې په زور خپل هېواد ته لېږل کېده اوس په بشپړ خوندیتوب کې ده.

کریسټینا تسیمانوسکایا چې تمه وه نن په المپیک کې ولوبېږي د بلاروس د روزونکو له‌خوا اړ ایستل شوې وه چې په یوه پرواز کې بېرته بلاروس ته ستنه شي.

که څه هم روزونکو ویلي چې د هغې روحي حالت ښه نه‌و او د ډاکترانو په توصیه‌یې دا کار کړی، خو کریسټینا په خپل انستاګرام باندې د بلاروس په المپیک کمېټې او چارواکو له دې خاطره انتقاد کړی و چې د ډوپېنګ د ازموینې د وسایلو د نشتوالي له امله ګڼې ښځې المپيک ته له راتلو بې‌برخې شوې.

دې بلاروسۍ لوبغاړې د پناه غوښتنه کړې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا یې غوښتنه پروسس کېږي. د چک جمهوریت او پولنډ اعلان وکړ چې دوی چمتو دي هغې ته ویزه ورکړي.

د بلاروس اجنټانو د یکشنبې په ورځ د اګسټ په لومړۍ کریسټینا د هغې د خوښې خلاف هوایي ډګر ته بوتله، مګر جاپاني پولیسو د هغې د جبري ایستلو مخه ونیوله.

ترکیه کې د ځنګلي سیمو د اورلګېدنې په دوام د مړو شمېره شپږ تنو ته لوړه شو

ترکیه کې د ځنګلي سیمو اورلګېدنه

په ترکیه کې د ځنګلي سیمو د اورلګېدنې په دوام د مړو شمېره شپږ تنو ته لوړه شوې او زرګونه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

روېټرز راپور ورکړی چې اور وژونکي لاهم په ساحلي ښارونو مانوګات او مارماریس کې د اور د قابو کولو لپاره کار کوي.

د ترکیې د ځنګلونو وزیر بیکر پاکدیمیرلي په وینا، په دې سیمو کې اورونه لاهم د سختې تودوخې او باد له امله روان دي.

د ترکیې د ځنګلونو وزارت اعلان کړی چې په تېرو څو ورځو کې د ۱۱۲ سیمو څخه چې اورونه په‌کې بل دي د شااوخوا ۱۰۷ سیمو اورونه تر یکشنبې پورې کنټرول شوي.

په ترکیه کې پراخه اورونه چې درې ورځې دمخه د ترکیې سیاحتي ښارونو او ځنګلي سیمو لکه انتالیا، بودوروم، مارماریس او مرسین کې پیل شوي، په زرګونه سیلانیان د دې سیمو د هوټلونو او تفرېح ځایونو پرېښودو ته اړ کړي.

د المپیک لوبې؛ چین د مډالونو په حساب تر امریکا مخکې شو

المپيک لوبو کې د (ښی-کین) چین، روسیې او جنوبي کوریا لوبغاړې

د توکیو په المپیک کې چین د مډالونو په حساب پرون یو دم تر امریکا مخکې شو.

امریکا تر پرون اګسټ لومړۍ پورې د سرو زرو، سپینو زرو او برنزو د مډالونو په اساس لومړی و، خو چین په څو برخو کې اتلولي ترلاسه کړه او د سرو څلورو مډالونو په توپیر یې لومړی کتار ترې ونیوه.

په المپيکي لوبو کې د سرو زرو د مډالونو شمېر د نورو مډالونو تر شمېر څو چنده اهمیت لري او د هېوادونو په درجه‌بندۍ کې خورا رول لوبوي.

دمګړۍ چینايي لوبغاړي ټول ۵۳ مډالونه لري چې په‌کې د سرو زرو ۲۴ مډالونه شامل دي.

امریکا که څه هم ۶۰ مډاله لري، خو ۲۰ یې د سرو زرو دي او په دې حساب دوهمه ده. کوربه جاپان بیا ۳۱ مډالونه لري چې له نیمايي زیات یعنې ۱۷یې د سرو زرو دي.

د توکیو المپیکي لوبې د جولای په ۲۳مه پیل او د اګسټ په اتمه ختمېږي.

له مدیترانې سمندرګي اووښتونکي تر ۷۰۰ زیات کسان وژغورل شول

ارشیف

یو مرستندوی بنسټ وايي، تر ۷۰۰ زیات کسان چې هڅه‌یې کوله په وړو کښتیو کې له مدیترانې سمندرګي واوړي، ژغورل شوي دي.

د اېس‌اواېس مدیتراني (SOS Mediterranee) په نوم مرستندویې ډلې پرون ویلي چې د ژغورنې ډېری عملیات د لیبیا او مالتا سواحلو ته څېرمه شوي دي.

اېس‌اواېس مدیتراني ډله وايي، دغه پناه غوښتونکي د لرګیو په کښتیو کې سپاره وو چې د دوی مرستندویې کښتۍ د دوی مرستې ته ورغلې.

راپورونه وايي په کښتیو کې سپاره پناه غوښتونکي د لیبیا او تونس وګړي وو چې هڅه‌یې کوله ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو په حواله په روان میلادي کال کې د مدیترانې په مرکزي برخو کې ۹۳۰ پناه غوښتونکي مړه شوي دي.

جرمني کې پر مظاهرو له بندیز سره سره زرګونه کسان سړکونو ته په اعتراض راوتي

ارشیف، جرمني کې مظاهرې

په جرمني کې پر ځینو مظاهرو له رسمي بندیز سره سره په زرګونه کسان په پلازمېنه برلین کې لارو سړکونو ته په اعتراض راووتل.

دوی د حکومت پر هغو مقرراتو اعتراض وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې لګولي دي.

پولیسو پرون وویل چې ځینو مظاهره‌چیانو پولیس ځورولي او حمله‌یې ورباندې کړې او د برلین په ځینو برخو کې د ټرافیکو د جریان د ګډوډۍ لپاره‌یې د څنګلارو خنډونه ټېل وهلي دي.

د پولیسو یوه ویاند وویل چې شااوخوا ۵،۰۰۰ کسانو په مظاهره کې برخه اخیستې وه چې تر ۶۰۰ زیات‌یې نیول شوي دي.

لبنان کې د پنځو وژل شویو ډله کې د حزب‌الله ډلې درې غړي هم شامل دي

د حزب‌الله ډلې بیرغ

د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوب کې د پنځو وژل شویو په ډله کې د حزب‌الله ډلې درې غړي هم شامل دي.

د لبنان امنیتي چارواکي وايي، دغه کسان پرون په هغه حمله کې وژل شوي چې د دې ډلې د یوه وژل شوي غړي د جنازې پر مراسمو وشوه.

پرون د لبنان د دې شیعه ډلې د غړو او ځایي سني اوسېدونکو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې چې په خلده سیمه کې وشوه، ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.

ایران د حزب‌الله ډلې ملاتړ کوي.

د جنازې مراسم د حزب‌الله ډلې د هغه غړي و چې تر دې یوه شپه مخکې وژل شوی و.

پاکستان کې د پولیو واکسین د ټیم دوه ساتونکي پولیس په نښه کړل

ارشیف، پېښور کې د پولیو واکسین ټیم سره ساتونکي پولیس

پاکستاني چارواکي وايي وسله‌والو بریدګرو د پاکستان دوه هغه پولیس افسران په نښه کړي چې د پولیو واکسین د ټیم امنیت‌یې ساته.

برید موټرسایکل سپرو کسانو پرون په پېښور ښار کې کړی دی.

د برید په نتیجه کې د پاکستان د پولیسو یو افسر وژل شوی او يو بل ټپي دی.

د واکسین د ټیم غړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

دا پېښه پرون د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان (TTP) د دغه برید مسؤلیت منلی دی.

پاکستان د جولای په ۳۰مه د پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ او تمه کېږي چې په خېبر پښتونخوا کې درې ملیونه او اووه لکه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي.

د المپيک لوبې؛ یوه بلاروسۍ ورزشکاره وايي په زوره بېرته هېواد ته ستنول کېده

کریسټینا تسیمانوسکایا بلاروسۍ لوبغاړې چې المپيک کې یې برخه اخیستې ده.

د توکیو په المپیکي لوبو کې یوه بلاروسۍ ورزشکاره وايي چې روزونکو یې په زوره بېرته هېواد ته ستنوله.

جاپاني پولیسو د دې کار مخه نیولې ده.

کریسټینا تسیمانوسکایا د یکشنبې په ورځ وویل چې د بلاروس چارواکو د دې د خوښې خلاف هغه هوایي ډګر ته وړې وه او غوښتل‌یې بلاروس ته‌یې ولېږي.

دا ټول وروسته تر دې پېښ شول چې د اتلتیک یا ځغاستې د برخې دې بلاروسۍ لوبغاړې په خپل انسټاګرام باندې لیکلي و چې ګڼې بلاروسۍ لوبغاړې د ډوپېنګ د ټسټونو لپاره د کافي وسایلو د نشتوالي په خاطر د توکیو له المپیکي لوبو بې‌برخې شوې.

دې بلاروسۍ لوبغاړې ویلي چې له جاپان نه‌وځي او د المپیک نړیواله کمېټه دې د دې پېښې په تړاو مداخله وکړي.

د بلاروس د المپیک چارواکو ویلي چې دا ورزشکاره د ډاکتر په توصیه د هغې ناسم رواني حالت ته په کتو بېرته بلاروس ته لېږل کېده.

د جرمني یوه محکمه د نازي جرمني یو پخوانی ګارډ محاکمه کوي

زاکسین هاوسین کمپ

د جرمني یوې محکمې پرېکړه کړې چې د نازي جرمني یو پخوانی ګارډ چې عمر یې سل کاله دی، د روان کال په پای کې محاکمه کړي.

دا کس چې د حکومت د پرېکړې او د وګړو د شخصي محرمیت د قوانینو له مخې یې هویت نه دی افشا شوی، تورن دی چې د ۱۹۴۲ او ۱۹۴۵ کلونو ترمنځ یې د جرمني پلازمېنې برلین ته نژدې په زاکسین هاوسین Sachsenhausen په تجمع کمپ کې له درې نیم زرو د زیاتو کسانو په وژنه کې یې مرسته کړې.

د نیوروپین ولسوالۍ محکمې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې حکم ورکړ چې د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو ۷۶ کال وروسته نوموړی محاکمې ته راکاږي.

جرمنۍ ورځپانې ویلټ اَم سونتاګ نن شنبه (د زمري ۱۰مه) راپور ورکړ چې دا سل کلن تورن به په اکتوبر میاشت کې دا توان ولري چې د ورځې د دوو ساعتونو لپاره محاکمې ته د سوال ځواب لپاره حاضر شي.

عُمان کې د اسراییلو پر ټانکر برید؛ ایران د اسراییل ادعا رد کړه

د اسراییل او ایران ګډ بیرغونه

ایران د اسراییلو هغه ادعا رد کړې چې وايي، تهران د عُمان سواحلو ته نژدې د اسراییلو د تېلو پر یو اړوند ټانکر د تېرې سې شنبې ورځې په برید کې لاس لري.

په دې برید کې د دې ټانکر بېړۍ دوه کار کوونکي چې یو د بریتانیا او بل د رومانیا وګړي وو، ووژل شول.

دا بېړۍ چې مالک یې یو جاپانی شرکت دی او د لایبریا بیرغ پرې رپېده په لندن کې دېره اسراییلي شرکت زودیاک ګروپ اداره کاوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطی بزاده نن د اګسټ په لومړۍ نېټه په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې ناامني، ترور او تاوتریخوالی اسراییلو جوړ کړی دی او زیاته یې کړه، د اسراییلو له خوا د دې تورونو هدف دا دی چې له حقایقو څخه پاملرنه بلې خوا ته شي.

له دې مخکې د اسراییلو صدراعظم نفتالي بینیت پر ایران تور ولګاوه چې ځان د دې پېښې له مسوولیته باسي.

د امریکا سمندري ځواک پرون په یوه بیان کې وویل چې د عُمان په ساحل کې یو ټانکر بېړۍ د بې پېلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوې وه.

بیان یادونه کوي چې له برید وروسته یې دوه جنګي بېړۍ د مرستې لپاره د تیلو ویجاړ ټانکر ته ولېږلې څو تر خوندي ځایه یې بدرګه کړي.

بوسنیا کې د ملګرو ملتونو د استازي مشري 'شمیت' ته وسپارل شوه

کریستیان شمیت

په بوسنیا هرزګووینا کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مشري نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) جرمني کریستیان شمیت ته وسپارل شوه.

شمېت د اتریشي ډيپلومات والنټین اینزکو پر ځای چې په تېرو ۱۲ کلونو کې یې پر دې دنده کار وکړ ټاکل شوی دی او دا په داسې حال کې ده چې په بوسنیا هرزګووینا کې دننه او بهر د ملګرو ملتونو د جګپوړې استازولۍ د برخلیک او کاري استقامتونو په اړه پوښتنې رابرسېره شوي.

د بوسنیا هرزګووینا لپاره د ملګرو ملتونو جګپوړې استازولي په ۱۹۹۵ کال کې د بالکان د سولې د موافقې پر اساس رامنځ ته شوه.

۶۳ کلن شمېت په جرمني کې د یوه هڅاند ایالاتي او فدرال سیاستوال په توګه د کار تجربه لري او له لانجمنو پرېکړو وېره نه لري.

امریکا: د اسراییلو پر ټانکر برید کې دوه تنه وژل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا سمندري ځواک وايي، د عمان په ساحل کې د اسراییل د تېلو پر یوه ټانکر د بې پېلوټه الوتکې په برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

اسراییل دا برید چې د جمعې په ورځ وشو، د ایران له لوري بللی دی.

په برید کې د ټانکر دوه تنه عمله چې یوه د بریتانیا او بله د رومانیا وه، وژل شوي.

دا په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې پر یوې سوداګري بېړۍ لومړنی برید دی.

د امریکا سمندري ځواک ویلي چې له پېښې وروسته یې خپلې دوې جنګي بېړۍ د تیلو ټانکر ته د مرستې لپاره ولېږلې او هغه یې تر خوندي ځایه پورې بدرګه کړه.

د واشنګټن یوې محکمې یو ایرانی په غیرقانوني صادرولو تورن کړ

ارشیف

د امریکا په واشنګټن کې یوې محکمې یو ایرانی چې د کاناډا په مونتریال کې اوسي، په اټمي فعالیتونو کې د کارول کېدونکو وسایلو په غیرقانوني صادرولو تورن کړ.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، محکمې ویلي چې رضا سرهنګپور کفراني د کاناډا او متحده عربي اماراتو له لارې د اټمي موادو د اندازه کولو وسایل ایران ته صادر کړي دي.

رضا سرهنګپور د امریکا د صادراتو د څارنې د قانون او د صادراتو په اړه د معلوماتو د نه وړاندې کولو د قانون په سرغړونې او دغه راز شپږ ځلي په پیسو سپینولو تورن شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG