د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

"د افغانستان وضعه پیچلې ده"


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر د سفر په اړه یو مضمون خپور کړی او په پیل کې یي راغلي:

چک هیګل افغانستان ته د سفر پرمهال چې د امریکا د دفاع وزیر په څوکۍ باندې له ټاکل کیدو وروسته یي دغه هېواد ته لومړنی سفر و، یوه لنډه اروزنه وکړه چې د افغانستان وضعه پیچیلې ده.

ورځپاڼه لیکي: د امریکا دفاع وزیر چک هیګل افغانستان ته په خپل دغه سفر کې له یوې داسې ځان وژونکې حملې سره مخامخ شو، چې د ناستې ځای ته یي ډېره نږدې وه او ان د هغې خونې کړکۍ هم ماتې شوې چې ده په کې غونډه درلوده.

هیګل په عین وخت کې له یو بل ټکان سره هم مخامخ شو او هغه د جمهور رئیس کرزي خبرې وې.

د افغانستان جمهور رئیس وویل، امریکایانو او طالبانو لاسونه یو کړي او امریکا له دې لارې غواړي په افغانستان کې خپل پوځي حضور اوږد کړي.

نیویارک ټایمز لیکي: د امریکا دفاع وزیر له دغو ټکانونو سره سره، په سیاسي بحثونو کې له داخلیدو څخه ډډه وکړه، په خاص ډول د تړلو دروازو تر شا له جمهور رئیس کرزي سره په کتنې او غونډو کې یي هم سیاسي بحثونه ونه کړل.

ورځپاڼه لیکي: د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته د خپل سفر په جریان کې څرګنده کړه، چې اصلي هدف یي د ایتلافي ځواکونو د عملیاتو د څرنګوالي او افغانان ځواکونو ته د چارو د سپارلو د پروګرامونو ارزونه وه.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د امریکا دفاع وزیر هیګل ومنله، چې د افغانستان اساسي بحران دا مهال د ملي حاکمیت په برخې کې د افغانستان د مشر د غوښتنو او په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د جنګې ماموریت د واقعیوتونو تر منځ د تعادل مساله ده.

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په وروستۍ ګنې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر د سفر ستونزو ته اشاره کړې او یوه مقاله یي لیکلې، چې په یوې برخې کې یي راغلي:

څو اوونۍ وړاندې په واشنګټن کې د امریکا له جمور رئیس بارک اوباما سره د جمهور رئیس کرزي له بریالۍ کتنې وروسته، د افغانستان مشر له امریکا سره د اختلافاتو نویو څپو ته داخل شوی دی.

واشنګټن پوست زیاتوي، دا لومړی ځل نه دی چې جمهور رئیس کرزی له خپلو متحدانو سره مخالفت څرګندوي. دا ځل هم د امریکا پر ضد دده ادعاوې واضح شوې نه دې.

ورځپاڼه لیکي، دا هم باید له یاده ونه باسو چې متحده ایالاتو له طالبانو سره په ریښتیا هم بحثونه پیل کړې وو او د کرزي اداره یي پکي شامله کړې نه وه.

د واشنګټن پوست په باور، دا ډول اختلافات ممکن په یوې ساحې کي ګټور واقع شي او هغه دا چې د جمهور رئیس کرزي د کار دوره مخ په ختمیدو ده، خو د افغانستان اوامریکا تر منځ د اړیکو راتلونکي د بحث وړ مساله ده.

ورځپاڼه وړاندي لیکي: شاوخوا یو کال وروسته ممکن د امریکا استازي په افغانستان کي له کرزي سره مخامخ نشي ، تر ټولو مهمه مسله ستراتیژې ده چې په افغانستان کې د یوې غښتلې او باور وړ ادارې جوړلو لپاره لار هواروي.
XS
SM
MD
LG