د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۲۱

د امریکا استخبارات د افغانستان جګړې ته بدبینه دي


د امریکا د ملي استخباراتو مشر د افغانستان د جګړې په برخه کې دا خبرې رد کړې چې طالبان یو مخ ځپل شوي دي.

جیمز کلپر په کلني رپوټ کې چې د کانګرس غړیو ته یې د سې شنبې په ورځ وړاندې کړ، څرګنده کړه چې طالبان لا هم د امریکا او نړېوالو هدفونو ته ګواښ کوي، خو القاعده ډیره کمزورې شوې ده.

د امریکا استخباراتي ادارو د افغانستان جګړې ته بدبیني څرګنده کړې ده.

په هغه رپوټ کې چې د سې شبنې په ورځ امریکایي استخباراتي ادارو خپور کړ، په کې ویل شوي دي، چې په افغانستان کې تر دولس کلونو جګړو وروسته هغه طالبان چې مقاومت یې کاوه یوازې په ځینو سیمو کې ځپل شوې دي.

د امریکا استخباراتي ادارو خبرداری ورکړ، چې د افغانانو اقتصاد به هغه وخت خراب شي چې له افغانستانه د ناټو اکثر ځواکونه را روان کال ووځي او ورسره د لویدیځو مرستندویه ټولنو هڅې کمې شي.

په رپوټ کې ویل شوي دي، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد منظم وده کړې ده خو تر دوه زره څوارلسم کال وروسته داسې اټکل کیږي، چې ورو به شي.

د استخباراتي ادارو په باور د جګړو په ډګرونو کې به هم پرمختګ په هغو سیمو کې، چې افغان ځواکونو ته یې امنیت سپارل کیږي ګډوډ شي.

د استخباراتو په رپوټ کې ویل شوي دي، چې دا ثابته شوې ده چې افغان ځواکونه د لویو ښارونو امنیت ساتلی شي او په هغو لارو کې چې حکومتي ودانۍ شته امنیت ټینګولی شي. خو د افغانستان هوایي ځواک ډیر لږ پرمختګ کړی دی.

د استخباراتي ادارو په رپوټ کې ویل شوې دي چې دا سمه ده چې د طالبانو مخه په ځینو سیمو کې نیول شوې ده خو بیا هم مقاومت کوي او دا توان لري چې د امریکا او نړیوالو هدفونه تهدید کړي.

دا رپوټ، چې د امریکا د ملي استخباراتو مشر جیمز کلیپر د سې شنبې په ورځ د سنا غونډې ته وړاندې کړ پکې د القاعده په برخه کې څرګنده شوې ده چې دغه ډله اوس یوازې د تبلیغاتو له لارې د خپلو بریاوو خبرې کوي او د جګړې په ډګر کې یې تاثیر لږ دی.

د رپوټ له مخې د طالبانو مشران هر وخت د پولې پورې غاړه په پاکستان کې پناه اخلي او هلته پرته له دې چې وویریږي د خپل بغاوت لپاره ستراتیژي جوړوي.

د امریکا د استخباراتي ادارو بیان له هغو بیانونو سره توپیر لري چې د امریکا دفاع وزارت او د جګړې له ډګره یې پوځي قوماندانان خپروي. د دفاع وزارت او پوځي قوماندانانو په بیانونو کې د ډير پرمختګ خبرې کیږي او د طالبانو د سختو ځپلو او بیلتون خبرونه خپریږي.
XS
SM
MD
LG