د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۱۸

اسراییل: ایران د ټولې نړۍ لپاره خطر دی


د اسراییل ولسمشر د ایران رژیم د نړۍ سولې ته تر ټولو ستر خطر وباله.

شیمون پیریز، چې د اروپایي هېوادو په دوره دی، هڅه کوي چې پر ایران فشار زیات شي.

ده د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپاییي ټولنې پارلمان ته وویل:

«په نړۍ کې سولې ته ستر خطر نن د ایران اوسنی رژیم دی،په داسې دیکتاتوري بدل شوی، چې په یوه مذهبي عباء کې پټ دی»

د اسراییل ولسمشر زیاته کړه، چې د ایران رژیم د اسراییل موجودیت تهدیدوي، نورو هیوادو ته وسلې قاچاقوي څو هغه بې ثباته کړي او د نړیوالې دوهمې جګړې پر مهال د یهودانو له ډله ییزې وژنې یا هالوکاست څخه انکار کوي، پیرز بیا وویل، چې هیڅ هیواد ایران ته ګواښ نه کوي، خو ایران نور تهدیدوي.

د اسراییل ولسمشر وړاندیز وکړ، چې نړۍ باید یوازې دا هڅه و نه کړي چې ایران د یورانیمو له ډیرو غني کولو راوګرځوي، نړۍ باید ایران پرې نه ږدي چې اتومي سروکي جوړ کړي او د دې لپاره پکار دي چې د ایران د توغندیو جوړیدل کنټرول شي.

پریریز نړیوالو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل، د یوه غیر مسوول رژیم په لاس کې یو اتومي بم ټولې نړۍ ته فوري خطر دی.

ایران دا ردوي چې اتومي وسلې جوړوي او وایي چې اتومي هڅې یې د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره دي.

اروپایي ټولنې پر ایران یو لړ بندیزونه لګولي دي خو ورسره د نړیوالو هغو هڅو مشري کوي چې د ایران له لورې دا ثابته شي چې اتومي پروګرام یې سوله ییز دی.

تیره میاشت د قزاقستان په الماتې کې د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړیو هیوادو، امریکا، بریتانیا، جرمني، فرانسې، چین او روسیې استازیو غونډه وکړه او له ایرانه یې وغوښتل چې لګول شوي بندیزونه به څه نرم کړي خو په ځواب کې دې ایران یورانیم تر شل فیصده ډیر نه غني کوي، د الماتې په غونډه کې همداراز پریکړه وشوه چې په اپریل کې بیا په دغه هیواد کې نړیوال له ایران سره کښیني او د یورانیمو د غني کولو مساله وڅیړي.
XS
SM
MD
LG