د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

"ارجنټاین دې د فاکلنډ ټاپوګانو په اړه شوې ټولپوښتنه ومني"


د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون د سې شنبې په ورځ له ارجنټاین څخه وغوښتل؛ چې د فاکلنډ جزایرو د اوسیدونکو د هیلو درناوی وکړي او د وروستۍ ټولپوښتنې یاریفرنډام نتیجه ومني.

د فاکلنډ اوسیدونکو په ټولپوښتنه کې چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو ترسره شوه، په قاطع اکثریت سره د بریتانیا ترواکمنۍ لاندې د دغو جزایرو پاتې کیدو ته مثبته رایه ورکړه.

له ټولپوښتنې مخکې ارجنټاین دغه ریفرانډم غندلی او د نړیوال قانون له مخې یې هغه بې مانا بللی و. بوینس ایریس ویلي، چې د دغه ریفرانډم نتیجه به د جنوبي اقیانوس پرجزایرو د دوی د ملکیت پرادعا کوم اغیز ونه کړي.

خو کامرون وویل، د ټولپوښتنې تقریباً سل په سلو کې ګډونوالو ویلي چې؛ دوی غواړي، دغه جزایر د بریتانیا د خاورې برخه وي او ارجنټاین باید د دغې واضح نتیجې درناوی وکړي.

کامرون په یوه بیان کې ویلی چې، دوی باید په محطاطانه ډول دغې نتیجې ته پام وکړي.

د فاکلنډ د جزایرو د ۱۶۷۲ مستحقو رایو ورکونکوشاوخواپه سلو کې ۹۲ په ټولپوښتنه کې برخه اخیستې او له ۱۵۱۷ کسانو څخه یواځې درې تنو د بریتانیا د واکمنۍ پرضد رایه ورکړې ده.

د کاناډا، چیلی، مکسیکو، نیوزیلنډ، پاراګوای، اوروګوای او د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون نړیوالو څارونکو پردغې ټولپوښتنې څارنه کړې او ویلي یې دي، چې دغه ریفرنډام په ازاده او عادلانه فضا کې ترسره شو.

خو ارجنټاین په خپلې دې ادعا چې دغه ریفرانډم غیرقانوني دی، ټینګار کوي.

ارجنټاین وایي، ملګروملتونو۴۰ پریکړه لیکونه صادر کړي اوله بوینس ایرس او لندن څخه یې غوښتنه کړې چې، د خبرو له لارې دې د فاکلنډ د جزیرو د موقف ستونزه هواره کړي.

خو بریتانیا وایي، ترهغو د فاکلنډ د جزیرو د موقف په اړه له بوینس ایریس سره خبرې نه کوي ترڅو چې اوسیدونکو یې خپلې هیلې نه وي څرګندې کړي.

بریتانیا له ۱۸۳۳ کال راپدیخوا دغه جزیرې په واک کې لري؛ خو ارجنټاین وایي، دغه جزیرې یې د خاورې یوه برخه ده چې اشغال شوې دي.

په فاکلنډ جزایرو کې ټول ۲۵۶۳ کسان اوسي. د دغو جزیرو پرسرپه ۱۹۸۲ کال کې د ارجنټاین او بریتانیا ترمنځ لنډه جګړه نښتې وه.
XS
SM
MD
LG