د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۳۷

په بادغیس کې یو ایرانی په اعدام محکوم شوی


یو ایرانی سړی د افغانستان په بادغیس ولایت کې په اعدام محکوم شوی دی. د بادغیس د ښاري محکمې مسوولان وايي، دا ایرانی شاو خوا یوه میاشت مخکې د مقر ولسوالۍ د سنګ اتش په سیمه کې د امریکايي او هسپانوي ځواکونو هډو ته څېرمه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د بادغیس ولایت د ښاري محکمې رییس، محمد فردوس په ټیلفون کې ازادي راډیو ته وویل؛ دا ایرانی د جاسوسی په تور د ابتدایي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی دی.

"دا ایراني تبعه و چې، د ایران سره له پولې راوښتي و. ده سره قانوني اسناد نه و او د هرات ولایت ته ننوتی او بیا هلته د ایران په قنسلګري کې یې یوه دوه شپې کړي او بیا د بادغیس د سنګ اتش سیمې ته چې د هسپانویانو او امریکایانو په کې هډه ده لیږل شوی او هماغلته امنيتي ځواکونو نیولی دی.

دا محکمه زما په مشري جوړه شوه او هغه مو په اشد مجازات یعنې اعدام محکوم کړ."


نیول شوی ایرانی "محمد محمدي" نومیږي چې له یوې میاشتې راهیسې د بادغیس ولایت د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د بادغیس د ابتدایي محکمي د رییس په وینا؛ نیول شوی ایرانی محمد محمدي شاوخوا پینځه څلویښت کلن دی او خپل نوم یې عتیق اله ښودلی دی.

ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې په هرات کې د ایران قنسلګرۍ له مسوولانو سره خبرې وکړي؛ خو سره له پرله پسې ټیلفونونو بریالی نه شوه.

که څه هم چې د افغانستان د لویدیځې حوزې مسوولان په افغانستان کې د ایران له مداخلو اندیښنمن دی؛ خو دا لومړی ځل دی، چې دوی یو ایراني تبعه د جاسوسي په تور نیولی او په علنی محکمې کې په اعدام محکومیږي.

تقریباً یو کال مخکې یو افغان تبعه ایران ته د جاسوسۍ په تور د هرات ولایت په ابتدایي محکمې کې په شل کاله بند محکوم شوی و.
XS
SM
MD
LG