د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

امريکا وايي د کرزي توندو خبرو يې پاليسي بدله کړې نه ده


امريکا وايي د افغان ولسمشر له خوا د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د خبرو د تورونو او توندو بيانونو سره سره به يې پاليسي بدله نه شي او افغان حکومت سره به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د ځينو پوځيانو د ويستلو او د ځينو د پاتې کولو په اړه خپلې خبرې جاري وساتي. بشير ګواښ پرې رپورټ لري.

د دوشنبې په ورځ د امريکايي ولسمشر باراک اوبا ما وياند جی کارني واشنګټن کې خبريالانو سره د نورو امريکايي چارواکو په شان د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه تورونه رد کړل چې نوموړي ويلي وو له يوې خوا طالبان د امريکايي پوځيانو سره د جګړې خبرې کوي خو له بلې خوا ورسره امريکايان په مذاکراتو بوخت دي.

جی کارني په دې اړه وويل:

((دا رښتيا نه دي. هيڅوک پرې باور نه کوي. زموږ پوځيانو د افغانستان په استازيتوب ډيرې قربانۍ ورکړي. موږ د افغان حکومت سره لا هم خبرې کوي او ولسمشر اوباما به تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې زموږ د پوځيانو په اړه پر ټولو لارو چارو غور کوي. موږ به دا جګړه همغسي ختمه کړو او پوځيان به هغسې اوباسو لکه څرنګه يې چې زموږ ولسمشر وعده کړي. پر راتلونکو امنيتي هوکړو به د دواړوو خواوو ترمنځ خبرې کيږي. ولسمشر باراک اوباما به په دې کار کوي.))

د افغانستان په پارلمان کې د نړيوالو اړيکو د کميسيون غړی، اسحاق ګيلاني د ولسمشر کرزي او امريکايانو ترمنځ د اړيکو د خرابيدو د لامل په اړه وايي:

((جناب کرزي صيب د امريکايانو سره خبرې ډيرې سختې کړي. يوه وجه يې دا ده چې امريکايانو د ولسمشر فرمان ونه مانه او باګرام زندان يې افغانانو ته ونه سپاره. بله خبره د ميدان وردګ ولايت ده چې د ولسمشر د حکم ترمخه ترې بايد امريکايی ځانګري ځواکونه وتلی وای خو هغوی داسې ونه کړل او ونه وتل.))

کابل کې د بهرنيوو سوله ساتو ځواکونو آيساف يو وياند پرون په يوه خبري ناسته کې وويل چې له ميدان وردګ ولايت څخه د وتلو په اړه د افغانانو سره کار کوي او امريکا ويلي باګرام زندان به د ځينو قانوني او تکينيکي چارو د پوره کولو وروسته افغانانو ته وسپاري.

خو د امنيتي چارو کارپوه، جنرل امرالله امان وايي د ښاغلي کرزي غوښتنې بې ځايه دي ځکه چې په اوسنيوو حالاتو کې نه افغانستان باګرام زندان کې قيد مهم وسله وال ساتلی شي او نه هم د ميدان وردګ ولايت په شان مهمې سيمې امنيت.

((نړيواله ټولنه چې د افغان حکومت وړتيا ويني نو نه شي کولی چې باګرام زندان دوی ته وسپاري. داسې وکتل د کندهار زندان سوري شو او د القاعدې غړي، وسله وال او قاچاقبر ترې وويستل شول. د وردګ په اړه هم جناب کرزي صيب ډيره بيړه وکړه. دلته ډيرې پوښتنې دي. اول آيا کرزی صيب، ستا پوځ دا قوت لري چې په ميدان وردګ ولايت کې د بهرني پوځيانو پر ځای همغه شان وظيفه سرته ورسوي؟ ))

خو افغان چارواکو له دې وړاندې ويلي چې د دوی امنيتي ځواکونو اوس د تېر په پرتله ښه شوي دي.

د افغان پارلمان غړی، سيد اسحاق ګيلاني وايي دواړه خواوې بايد په مطبوعاتو کې د بيانونو ورکولو پر ځای خپل منځۍ مسلې د خبرو له لارې حل کړي.
هغه وايي:

((افغانستان امريکا ته ضرورت لري. ضرورت لري چې د امريکا سره دوست واوسيږي. دا خبرې چې جناب کرزی صيب په راديوګانو او ټيلويزنونو کې کوي دا د افغانستان د خلکو لپاره ښې نه دي. امريکا زموږ اتيا فیصده بوديجه ورکوي. که دا يې بنده کړي نه به موږ پوليس لرو او نه هم پوځ او ګاونډيوو هيوادونو ته به مو دا موقع وربرابره کړي وي چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وکړي. ))


بشير ګواښ
XS
SM
MD
LG