د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۲۹

د افغاني تولیداتو د کیفیت ښه کولو نوې پروژه پرانیستل شوه


د افغانستان د سوداکرۍ او صنایع وزارت د نړیوال بانک په مالي همکارۍ سره د افغاني تولیداتو د کیفیت ښه کولو نوې پروژه پرانیستله.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت د چارواکو په خبره "د افغانستان د مارکیټونو د پراخیتا" پروژې په عملي کولو سره به تر ۷۰۰ ډیر شرکتونه د دې پروژې ترپوښښ لاندې شي.

د سوداګرۍ او صنایع وزیر داکتر انور الحق احدي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې پروژې د پیلولو پر وخت وویل؛ چې دغه پروژه د نړیوال بانک په ۲۲ میلیونه ډالره وړیا مرستې سره په څلورو ولایتونو کې په درو کلونو کې عملي کیږي.

ښاغلی احدي وايي، د دغو پیسو ۱۸ میلیونه ډالر به د ادارې او خصوصي سکتور او څلور میلیونه ډالره به د سوداګرۍ او صنایع وزارت د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړلو لپاره ولګول شي.

“دا پروګرام چې موږ ته کوم مهم ټکی لري؛ دا دی، چې د افغان متشبسین، سوداګرۍ او سوداګري تولیداتو ته څرګندوي، چې بازار په څه حالت کې دی، بازار ورته پیدا کوي، د ډیزاین او معیار ارزښتونه ورته مطرح کوي.

دا پروګرام د دوی لپاره یو سلاکار دی، چې په کومو برخو کې ښه والی راولي، نو پر دې اساس بیا دوی کولای شي؛ د نړۍ په کچه سیالي وکړي."


نوموړي همدارنګه وویل، د دې پروژې د عملي کولو هدف د سوداګرۍ وزارت له خوا په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د تولیداتو د پراختیا او کیفیت لوړل دي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین هم د دې پروژې د عملي کولو هرکلی کوي او د دې پروژې پر دوام او شفافیت ټینګار کوي.

د دې خوني رییس محمد قربان حقجو په دې غونډه کې تیرو کلونو ته په اشاره وویل، چې له افغانستان سره میلیونونه ډالره مرستې پرځای نه دي لګېدلي.

ده له مسوولو ادارو وغوښته، چې د دې پروژې پیسې دې غیرمسوولو او بې مسلکه کسانو ته نه ورکوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس "رابرټ سام" هم دغه پروژه مهمه بولي او وايي، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د افغاني تولیداتو ستونزې کمې او وړتیاوي به لوړي کړي:

“هغه هیوادونه چې تازه پر پښو دریدلي لکه افغانستان؛ دا په ځانګړې توګه کوچنیو شرکتونو ته سخته ده؛ چې د نړیوالو سیالیو هره غوښتنه ومني،؛ څه په صادراتي بازارونو کې او یا هم په کورنیو بازارونو کې د تولیداتو د وارداتو د سیالیو په هکله.

حتی تر دې وړاندې دې شرکتونو د تولیداتي پانګو په اړه خپلې غوښتنې څرګندې کړي او د نغدو لمس وړ پانګو غوښتونکي شوي دي."


د راپورونو له مخې په افغانستان کې ډیری شرکتونه د تولیداتو د ټیټ کیفت له امله نه شي کولای؛ په نړیوالو سوداګریزو مارکیټونو کې سیالي وکړي.

په دغو راپورونو کې ویل کیږي، چې د افغانستان په بازارونو کې د چین، پاکستان او ایران تولیدات پلورل کیږي، چې د افغاني تولیداتو بازار یې کمزوری کړی دی.

افغان سوداګر او د تولیداتي کمپنیو خاوندان ګیله لري؛ چې د پانګي اچوني او تولیداتو د پراختیا لپاره ورته پوره اسانتیاوي نه دي برابري شوي؛ نو ځکه په نړیوالو سوداګریزو چارو کې سیالي نه شي کولای.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG